دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۵برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د بایبل ځینې پوهان په دې اند دي چې په سریاني ژبه کې اصل توری (فارقلیط) دی او کله چې د یوحنا انجیل ویوناني ژبې ته وژباړل شو، نو دوی د دې (فارقليط) پرځای (پارکليطوس) (Parkletos)استعال کې چې معنی یې د (احمداومحمد) ده، کله چې دوی پوه شول چې دا د اخري نبي کریم صلی الله علیه وسلم نوم او وړاندوینه ده؛ نو دا توری يې په (پاراکليتوس) (Parakletos) بدل کړ، چې تسلیت ورکوونکي ته وایي او هغه بایبلونه چې د پخواني یوناني بایبلو څخه ژباړل شوي دي، لکه ځنې عربي، اردو او فارسي بایبلونه؛ نو په هغو کې دا توری پخپله اصلي بڼه چاپ شوی، چې (فارقلیط) دی او کله چې دوی پوه شول چې دا (فارقليط) هم د(احمد او محمد) په معنی سره دی، نو ځکه يې دا توري په (وکیل، شفیع، مددګار، حق روح، روح القدوس او نورو سره) بدل کړي، لکه مخکې چې ما ورباندي رڼا واچوله.

دا چې په اوسني بایبلو کې یې عیسايي نړۍ په هر توري سره ژباړي، خو اصلي پوښتنه دا ده چې آیا حضرت عیسی علیه السلام په انګلیسي، اردو او یا اوسنیو مروجو ژبو سره خبرې کولی شوې؟ نه هیڅکله نه، دحضرت عیسی علیه السلام مورنۍ ژبه آرامي وه او په هغه کې د احمد په نامه سره راغلی ؤ.

که موږ دا آیت پخپل اوسني حالت پریږدو او له دې څخه شفيع مراد شي؛ نو د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام څخه وروسته څوک شفیع راغی؟ څوک مددګار راغی؟ څوک حق روح چې د انجیل په اصطلاح، پېغمبر ته وایي، راغی؟ آیا د سیدنا حضرت عیسی السلام څخه وروسته تر فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ماسوا بل کوم پېغمبر راغلی دی؟ که خپله حضرت عیسی السلام شفیع وای؛ نو ده به داسې ویلي وای چې زه شفیع یم، او بر عکس په ایات کې راغلي دي چې زه تر هغه پورې نه ځم؛ چې شفیع نه وي راغلی، آیا تر امام الانبياء صلی الله علیه وسلم بل شفیع څوک دی؟؟

 که عیسایي نړۍ مونږ ته ووایي چې د ده نوم په بایبل کې نه دی ذکر شوی، نو ځکه دی نعوذ باالله پېغمبر نه دی؛ نو موږ ورته وایو چې لومړی خو وړاندوینې ډېرې راغلي دي او که یې تاسې نه منئ؛ نو د حضرت ابراهیم علیه السلام، حضرت نوح علیه السلام، حضرت اسحاق علیه السلام، حضرت یعقوب علیه السلام، حضرت داود علیه السلام، حضرت شمعون علیه السلام، حضرت جدعون علیه السلام، حضرت افتاح علیه السلام، حضرت یسعیاه علیه السلام، حضرت یرمیاه علیه السلام، حضرت حزقیل علیه السلام، حضرت حبقوق علیه السلام، حضرت حجی علیه السلام، حضرت میکاه علیه السلام او داسې نور پېغمبران چې په اوسني بایبل کې یې بیان شوي دي؛ دا ټول په حقه پېغمبران وو او حال دا چې له هر یوه څخه مخکې، د هغو ذکر نه دی شوی، زه به دهغو ټولو څخه د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام وړاندوینې ته راشم چې د عیسی علیه السلام له راتګ څخه مخکې موجوده وه او هلته هم دده نوم او لقب نه دی ذکر شوی لکه:
ای د یهودو دځمکې بیت اللحم ښاره!

ته د یهودو په لویو ښارونو کې هیڅکله هم کوچنی نه ېې، ځکه چې له تا نه به هغه سردار راوځی؛ چې زما د خلکو اسرائیلو شپون به وي.

دا د حضرت عیسی علیه السلام په هکله وړاندوینه ده خو نه یې نوم او نه یې لقب شته او حال دا چې دی پېغمبر ؤ، نو دا شرط نه دی چې خامخا دې د راتلونکې پېغمبر نوم او لقب پوره ذکر شي. دلته سیدنا حضرت عیسی علیه السلام ته د سردار توری راغلی دی.

دویمه وړاندوینه:

زه به تاسو ته زیاتي خبرې ونکړم؛ ځکه چې ددې دنیا سردار راتلونکی دی.

حضرت عیسی علیه السلام یهودو ته وايي چې سردار راتلونکی دی، یعنې تر اوسه لانه دی راغلی، هغه څوک چې حضرت عیسی علیه السلام ورته سردار وايي، هغه به څوک وي؟ هغه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دی.

دریمه وړاندوینه:

حضرت عیسی علیه السلام وایي: داسې کس راتلونکی دی چې له ما څخه ډېر طاقتور دی او زه د هغه د څپلو د تسمو د پرانستلو جوګه هم نه یم.

ډېره ښکلې وړاندوینه ده، آیا تر حضرت عیسی علیه السلام بل څوک وروسته په ټوله نړۍ کې طاقتور راغلی دی؟ آیا تاسې مقدس پولس ترحضرت عیسی علیه السلام غوره ګڼئ؟ په عیسایي نړۍ کې تر پولس غوره شخص نشته، او که تاسی وایاست، چې نه، پولس دومره درجه نلري؛ نو تاسی به ضرور دا اعتراف کوئ چې د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام د دې وړاندوینې څخه یواځې او یواځی فخرالموجودات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مراد دی او بس.

څلورمه وړاندوینه:

حضرت عیسی علیه السلام وايي:

زه تاسو ته دا وایم چې تاسو به تر هغه وخته ما ونه وینئ؛ ترڅو چې دا ونه وايئ چې (مبارک دې وي هغه چې څوک د رب په نوم راځي).

دا ځکه د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام وینا ده چې په سور لیکي بایبل (Red Letter Bible) کې دا آیات په سره رنګ سره دی ، په دې بایبل کې هره وینا چې حضرت عیسی علیه السلام کړې وي هغه په سره رنګ سره ده، دا آیت د دې بایبل په ۳۲۵ مخ کې دی.

اوس پوښتنه دا ده چې د حضر ت عیسی علیه السلام د دې وړاندوینې مصداق څوک دی؟؟ له ده څخه وروسته څوک د رب په نامه سره راغی؟ بل هیڅوک نه دی راغلی، صرف د الله جل جلاله له لورې، د الله په نامه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم راغی او بس.

نور بیا…

مأخذونه: (متی، ۲ باب ۶ ایات).

انجیل یوحنا باب ۱۴: ۳۰)

(لوقا ۳باب ۱۶)

(انجیل متی باب ۲۳: ۳۹)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x