killed wounded

د افغانستان په جګړه کي 2151 امریکايي عسکر مړه او 19447 ټپيان شوي دي

نن ټکی آسیا: دا هغه شمېري دی چي د امریکا د دفاع وزارت پينټاګون او رسنیو له لوري اعلان شوي.

د اسوشیټد پریس په نامه امریکا پلوې رسنۍ وايي چي ددوی د اعداد و شمار سره سم د افغانستان په جګړه کي تر اوسه د امریکا د فوځ 2151 عسکر وژل شوي دي، چي په هغو کي د امریکا دعسکري سرچینو په قول 1782 عسکر د افغاني مقاومت کونکو په مخامخ ډزو او ماینونو وژل شوي دي، او پاته یې نور په غیر جنګي پيښو کي وژل شوي دي.

د یادي سرچیني په قول د امریکا دفاع وزارت دا هم مني چي ددوی په خلاف مقاومت کونکو افغانانو ددوی 19447 تنه فوځیان په مخامخ جګړو او هم د ماینونو له لاري زخمیان کړي دي.

او زیاتوي چي د امریکا وروستی وژل شوی عسکر سارجنټ رابرټسن په لوګر ولایت کی د رواني میاشتي په ۳ نیټه د طالبانو له خوا په سپکو وسلو په نښه شو، او ووژل شو.

که څه هم امریکايي رسنۍ او دفاع وزارت کوشش کوي چي په افغانستان کي د وژل شویو عسکرو شمېر کم اعلان کړي، ولي د زیات شمېر کتونکو په وینا امریکا د خپلو وژل شویو او ټپي شویو عسکرو د اصلي عدد په پټولو کي تر حد زیاته مبالغه کوي، هغوی په وار وار د امریکا څخه غوښتي چي خپل د وژل شویو عسکرو اصلي عدد د رسنیو او خپل ولس سره شریک کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د