نظــر

آیا جاني خیلو ولسوالۍ کې پاکستانیان جنګېدل؟

صدیق حمیدي

تېره شپه د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د دولتي ځواکونو له لاسه ووته او د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله. دغه ولسوالۍ له څو میاشتو راپدېخوا د محاصرې په حال کې وه.

د جاني خیلو ولسوال عبدالرحمن سوله مل تر دې وړاندې وخت په وخت په رسنیو کې چیغې وهلې چې مرستندویو قواوو ته اړتیا لري او که مرسته یې ونه شي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدونکې ده.

بالآخره همداسې وشول، نه په ولایت کې چا د نوموړي غږ واورېد او نه په کابل کې چا د هغه په خوله پیاز نیم کړ، او په نتیجه کې ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په لاس سقوط شوه.

خو د پام وړ ټکی دا دی چې د پکتیا ولایت مسئولین د جاني خیلو ولسوالۍ د سقوط نه وروسته په رسنیو کې راښکاره شول او د ولسوالۍ د سقوط لامل یې د طالبانو په لیکو کې د پاکستانیانو شتون وباله. د پکتیا د والي مرستیال «عبدالولي ساعي» د دغې ولسوالۍ په اړه په خپلو څرګندنو کې زیاته کړه چې د طالبانو په څنګ کې پاکستانیان جنګیدل.

دا چې ولې ولایتي او مرکزي چارواکو د ولسوالۍ د ژغورنې لپاره ګام پورته نه کړ، مهمه نه ده، اصلي پوښتنه دا ده چې ولې دولتي چارواکي همیشه د ولسوالیو او ولایتونو تر سقوط مخکې په خپل مسئولیت کې ناغیړي کوي او له سقوط وروسته د هرڅه پړه پاکستان ته راجع کړي او په یوې جمله ځان خلاص کړي چې (د طالبانو په لیکو کې پاکستانیان جنګیږي)؟!

که تېرو څوارلسو کلونو ته وګورو، داسې بېلګه به ترسترګو نه شي چې یو چارواکي د کومې پېښې پړه په پاکستان اچولي وي او بیا چا له هغه څخه پوښتنه کړي وي او یا یې ترې د مسئولیت په ادا کولو کې سپیناوی غوښتی وي. د امنیتي مسئولینو لپاره “پاکستان” په یوې طلايي بهانه بدل شوی چې له مسئولیته پرې خپل ځان په خورا اسانۍ خلاصولی شي.

تازه مثال یې همدا د جاني خیلو ولسوالۍ ده، ولسوال (عبدالرحمن سوله مل) وايي چې کله یې له ولایت سره تلیفوني اړیکي نیولې د ولایت مسئولینو یې تلیفون ته ځواب نه ورکاوه، مرسته او کومک خو لرې خبره ده. خو نن هماغه ولایتي چارواکی چې د ولسوال تلیفون ته ځواب نه ورکوي د ولسوالۍ په سقوط غږیږي، د خپل شکست او د طالبانو د پرمختګ لامل د هغوی په لیکو کې د پاکستانیانو په شتون کې راخلاصه کوي او د خلکو له ملامتۍ ځان ته برائت ورکوي.

دا بې مسئولیته څرګندونې د دې لامل ګرځېدلې چې د پاکستان پلمه د امنیتي چارواکو په لیکو کې په یوې شرموونکې سیالۍ بدله شي. اوس نو نر هغه دی چې د خپل مسئولیت ساحه تر بل هر چا زیاته د پاکستان له ګواښ سره مخامخ وبولي.

د پکتیا او هلمند په څیر ولایتونو کې به د پاکستان پلمه تر یوه حده چلښت ولري، ځکه چې سرحدي ولایتونه دي او له پاکستان سره ګډه پوله لري. خو دغه مرض آن لرې پرتو ولایتونو ته هم سرایت کړی او د شمالي ولایتونو چارواکي په وچ زور د طالبانو پرمختګ ته د پاکستان له سرحدي سیمو سره ربط ورکوي.

په دې لړ کې تر ټولو خندوونکې په مشرانو جرګه کې د سرپل ولایت استازي «محمد عظیم قویاش» څرګندونې دي، چې تېره اونۍ يې له طلوع تلویزون سره په خبرو کې د سرپل او پاکستان ترمینځ غځیدلې لار په دې ولایت کې د ناامنیو علت وګڼله او ویې ویل: «سرپل ولایت له غور ولایت سره ګډه پوله لري، غور ولایت له هلمند سره ګډه پوله لري، او هلمند له پاکستان سره ګډه پوله لري. نو بناء طالبان په اسانۍ سره په سرپل ولایت کې بریدونه کوي».

که د دولتي چارواکو دغسې خندوونکو څرګندونو ته پام وکړو، پرته له شکه چې له یوې خوا د پاکستان له نامه څخه په استفادې د مسئولیت پيټی په اسانۍ له خپلې اوږو کوزوي، او له بلې خوا هغو امنیتي سرتیرو ته د جګړې روحیه او انګیزه ورکوي چې له یوې نیمې لسیزې راپدېخوا د بهرنیانو او امریکایانو ترڅنګ ولاړ دي او پرته له دې چې د سپتمبر د پیښو د غچ په تسلسل کې د امریکا د ګټو لپاره وجنګیږي، له خپلو افغانانو سره د جګړې بله هیڅ انګیزه نه لري.

خو که له بل اړخه ورته وګورو، چارواکي په لوی لاس د پاکستان په وړاندې د امنیتي ځواکونو مورال او روحیه پر ځمکه ننباسي، د هرې ولسوالۍ له سقوط وروسته د پاکستاني جنرالانو د راتګ چیغې وهل په حقیقت کې پخپلو هغو لاپو شاپو د بطلان کرښه راکاږل دي چې ګویا افغان ځواکونه له هیواد څخه د دفاع (؟) جوګه ګرځیدلي. هغه ځواکونه چې د څو تنو پاکستانيانو، چې اصلا حقیقت نه لري، له مقاومت څخه ځانونه عاجز وویني او د بسته ولسوالیو تخلیه کولو ته اړ اوځي، ایا هغوی به په خپل ځان باور د لاسه ورنه کړي؟ ایا بیا په کنړ، تورخم، ګوشته او برمل کې د پاکستاني پوځ د بریدونو د مخنیوي جرئت وکړی شي؟

له پاکستان سره د تزویري دښمنۍ پالونکو ته پکار ده چې د ځان او ولس د غولولو پر ځای واقعیتونو ته غاړه کیږدي او دا ومني چې د سوچه ولسي پاڅون سره مخ دي. د دې مقاومت د ولسي توب لپاره همدا دلیل کافي دی چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې د ټولې نړۍ ابرقدرتونه د غږ په خاموشه کولو کې مات شول، نه یوازې دا چې غږ یې خپ نه شو کړی بلکې ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې دی، او کوم مقاومت چې ولسي بڼه خپله کړي هغه بیا بهرنیو جنګیالیو ته اړتیا نه لري. که د بهرنیانو په زور جګړه ګټل کیدای نن به د کابل د بین المللي ملاتړه برخمن حکومت د هیواد په ګوټ کوټ کې په پرلپسې ډول ولسوالۍ له لاسه نه ورکولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x