accident-afghan

تورخم :یوې ترافیکې پېښه کې د ناوې په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول

نن ټکی آسیا: د افغانستان او پاکستان په پوله تورخم کې د یوې خونړۍ ترافیکي پيښې پر مهال لږ تر لږه ۱۱  کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی .
د واده یو موټر چې د لغمان ولایت په لورې روان و په تورخم کې له یوې لارۍ موټر سره جنګېدلی ،چې په پایله کې يې د ناوې په ګډون ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

ویل کیږي د پیښې قربانیانو د پاکستان په پیښور  ښار کې د واده په مراسمو کې ګډون کړې وو چې خپل هېواد ته د ستنیدو پر مهال د تورخم په سیمه کې پر یوې خونړۍ ټرافیکي پیښې ور برابر شول.
د  محلي امنیتي چارواکیو په وینا په پیښه کې وژل شوي کسان اکثره ښځې او ماشومان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د