د نن سرلیکنه

ایا ولسمشر د هلمند په زندان کې د امنیتي ځواکونو له وژل کیدو هم متأثردی؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه

تیره ورځ ښاغلی ولسمشر او د هغه میرمن بي بي ګله په کابل کې د امریکايي پوهنتون لیدو ته ورغلل او هلته یې امنیتي چارواکو ته د یاد پوهنتون د اړونده ساحي د تحفظ په غرض د لا ټینګو امنیتي تدابیرو دستور ورکړ.

یاد امریکايي پوهنتون دری ورځې وړاندې د دریو تنو بریدګرو لخوا په نښه او خواوشا ۶۰ تنو ته ورکې مرګ ژوبله واوښتله.

په مړو اوژوبلو کې د پوهنتون ښوونکي، محصلین ، د پوهنتون محافظین او امنیتي چارواکي شامل و.

ښاغلي غني له امریکايي پوهنتون څخه د لیدنې پرمهال په هغه باندې د ترسره شوي برید په اړه وویل چې دی او ټول ولس له دې پیښې څخه متأثر دی له همدې امله خپل امنیتي مشاور او ټولو دفاعي ارګانونو ته جدي سپارښتنه کوې چې د یاد پوهنتون د مربوطه ساحې په هراړخیزې بررسي سربیره د هعې امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

خو پرامریکايي پوهنتون تربرید یوه ورځ وروسته د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پریوه زندان باندې د امریکايي الوتکو د برید له امله ۲۲ تنه د ملي اردو او ملي پولیسو بندي سرتیري هم ووژل شول.

هغوی هم افغانان او په افغانانو کې بیا هغه کسان وو چې د ښاغلي غني د حکومت د دفاع لپاره یې خپل ژوند په خطرکې اچولی او د اسارت تریخ ژوند يي په ځان منلی و مګرښاغلي غني یې اقلا په وژنې باندې ځان هم نه کړخبر دا خو پریږده چې خپل امنیتي مشاوریا بل کوم امنیتي ارګان ته په هغوی باندې د امریکایانو د ترسره شوي برید په اړه د عادي څیړنو سپارښتنه وکړي.

نه پوهیږو چې د کابل د امریکايي پوهنتون د منسوبینو او د هلمند په زندان کې د وژل شویو زنداني سرتیرو د مرګ په اړه به ښاغلی ولسمشر خپل دغه متفاوت غبرګون څه ډول توجیه کوي؟

که وافعیت ته وکتل شي نو دهلمند په زندان کې د امریکایانو په لاس وژل شوي اسیر سرتیري د امریکايي پوهنتون تروژل شویو منسوبینو ډیر مطلومان او دوژنې قضیه یې د ډیروجدي پلټنومستحقه ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x