jalalabad.airport

بهرنیو ځواکونو د افغانستان په ختېځ کې ۵۴ اډې پریښې دي

نن ټکی آسیا: د ناټو یرغلګرو ځواکونو یوه مشر اعلان وکړ چې د روان زیږدیز کال له پیله تر دې مهاله یې د افغانستان د ختېځ په بېلابېلو سېمو کې خپلې ۵۴ اډې تړلي دي.
جیمز مک کانویلي په اعلان کې همداراز زیاته کړه ، د هغو سیمو امنیت چې دوی ترې وتلي دي، نور د افغان ځواکونو پر غاړه دی.
نوموړي وویل،چې دا مهال بهرني اشغالګر ځواکونه په ختېځ کې په ټولټال ۱۸ پوځي اډو کې استوګنه لري.
د بهرنیو ځواکونو  دغه لوړپوړي چارواکي، د هېواد په ختېځ کې د خپلو سرتېرو د شمېر په اړه وویل چې د روان کال په بهیر کې یې د خپلو پوځیانو شمېر له اتلس زره څخه ۷۵۰۰ تنو ته را ټيټ کړی.
د یادونې وړ ده ، دا مهال په افغانستان کې د ټولو بهرنیو یرغلګرو عسکرو شمېر د دوی د سرچینو له خولې ۸۷۰۰۰ تنه اعلان شوی،چې یوازې ۵۱۰۰۰ تنه يې امریکایان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د