نظــر

خپلواکي مو ژوند ده!

 عبدالرقیب سایل

افغانستان له هغو سېمو څخه وه چې شاوخوا ۹۷ کاله وړاندې د سور اشغالګر ځواک تر تاثیر لاندې وه،هغه وخت دلته هغه څوک حاکمان وو چې نه یې شرافت پېژنده او نه انسانیت؛دوی د هغې نظرې مننوکې وو چې اوبه خړې کړئ او کبان پکې ونیسئ، ددې شعار څخه په استفادې یې هر څه د خپل حکومت لپاره کولای شول .

له مشرانو دا کېسې راپاتې چې وایي : ډير افغانان یې ژوندي د ښکېلاکي ټانګو لاندي خاورې کړه،ميرمنې یې په بې حیایي ډول ووژلې،زموږ کور او جومات یې راړنګ کړ؛ خو څنګه چې افغانان ناچاره وو، د خدای په نصرت سره یې دا هوکړه وکړه ؛نور باید په دې ناچارۍ کې د دغو سورو یرغلګرو، د مخې نیولو لپاره خپل عزم او اراده یوه کړو،هاغه وو پوره ۹۷ کاله وړاندې په همدې ورځ ،افغانانو په خپل ايماني او ملي زور سره،هغه ځواک ته ماتې ورکړه چې په دې نږدې ساحه کې یې کابو ۲۸ نور هېوادونه یې تر خپل چتر لاندې راوستي وو، سره ددې چې دا نور هېوادونه له افغانستان څخه په امکاناتو کې لوړ وو؛ خو هېڅ یې ترلاسه نه کېده، ترڅو د خپلې خپلواکۍ لپاره په یو غږ شي؛ کله چې غازي امیر امان الله خان ددې وطن لپاره خپلواکۍ اعلان کړه نو نورو هېوادونو هم خپل زور د افعانستان په خپلواکۍکې ولید او د انګریزانو په وړاندې راپاڅېدل .

یوه افغان مېرمنه د خپل سترګو لیدو حالت داسي بیانوي « کلي کې اوازه سوه،هلی! قوه راغله،ما مې خپل زوی په سوزني کلک وتړه او خړ رنګه ټیکری مې واغوست؛کلی معاصره شو،موږ ټولې ښځې یې یو خواته ټولې کړو،اول یې د کلي مشر راوست او یو دوه نور ځلميان یې هم لاس تړلي موږ مخې ته راوغورځول؛ زموږ چغې تر اسمان رسېدې خود دوی مړو غږونو نه اورېدلې،ناڅاپي یې له یوې خوا ضربه شوه،دوړې او ګردونو کې یو بل نه ښکاریدو؛وروسته مو چې ولیدل هغوی یې په وینو لت پت پراته وو » له تاریخه ښکاري چې له دې هم زیات تیری شوی؛ پدې ورځ نور ددې ډول صحنو یادول، د خوشالۍ ترمنځ مو فاصله زیاتوي؛ ددې په اړوند باید خبرې وشي چې څنګه خپلواکي وساتو،ددې لپاره په افغانستان کې باید ټول میشت قومونه نور په یوه ټغر راټول شي او د خپلې خپلواکۍ زور تر نړیوالو ورسوي ؛ اوس هم د خدای فضل دی،د تېرو کلونو په پرتله دا ځل ټول هېوادوال دې ته وادار دي ترڅو په ګډه د خپل ګران وطن خپلواکۍ ۹۷ مې کلیزه ولمانځي.

پای

۹۵/زمری ۲۷مه

عبدالرقیب سایل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x