نظــر

پاكستان د افغان مهاجرينو له اجباري اخراج نه څه هدف لري؟

عمران الله وطندار

كله چې په افغانستان كې كمونستان د مسكو په مرسته واك ته ورسول شول، نو هغوى لكه څرنګه چې د كمونيزم مزاج دى د هېوادوالو پر خلاف يو داسې وحشت پيل كړ چې هو بهو همغه دشوروى د كمونست ګوند د مشرانو او اعضاو د وحشتونكو كاپى وه، د خلق نا دموكراتيك ګوند د همدغو وحشتونو په نتيجه كې يو شمېر افغانان شهيدان او په يوه شمېر يې زندانونه ډك كړاى شول او يو شمېر له مجبورې ورځې د هجرت لاره يې ونيوله. دا هجرت عمدتأ زموږ دوو ګاونډيو هېوادو: پاكستان او ايران ته وشول، په ايران كې هم تر لسو زيات ګوندونه تشكيل شول چى دشيعه مذهب د پيروانو له خوا و چې بيا بالاخره د ايران په فشار ټول سره يو شول او د حزب وحدت اسلامي افغانستان تر چتر لاندې را ټول شول او عبدالعلى مزاري يې مشر وټاكل شو، خو د طالبانو په لاسو د هغه تر وژلو د ۱۳۷۵وروسته په هغوى كې هم بيا انتخابونه رامنځته شول.

د مجاهديدينو  او مهاجرينو د تجمع عمده مركز پيښور و؛ ځكه سنى تنظيمونه هلته تشكيل شول، اسلامى نهضت هم په حزب اسلامي او جمعيت اسلاني سره وويشل شو چې تر منځ يې څو ځله اتحادونه او ائتلافونه رامنځته شول خو بېرته به سره وپاشل شول همدارنګه مولوي خالص مرحوم له حزب اسلامي نه جدا شو او په عين نوم يې بل حزب تشكيل كړ او د مولوي محمد نبي محمد مرحوم په مشرۍ چې كوم اتحاد شوي و( حركت انقلاب اسلامي) تر پاشل كيدو وروسته هغه د مولانا مفتي محمود په ملاتړ همدغه نوم ټينګ كړ چې په  يوه قوي تنظيم بدل شو. صبغت الله مجددى هم له ډنماركه راغى او جلا تنظيم يې د افغانستان دنجات ملي جبهه جوړ كړ او پير سيد احمد ګيلاني تر هجرت وروسته د محاذملي اسلامي افغانستان په نامه تنظيم جوړكړه. زياتره مهاجرينو په پټو سترګو د يوه تنظيم كارت واخست خو هغه چې د يوه فكر خاوندان وو، هغه به د يوه فكر او سنجش له مخې د يوه جهادي تنظيم كارت واخست خصوصأ د اسلامي نهضت غړى عمدتأ يا حزب اسلامي يا جمعيت اسلامي او څه ناڅه هم د مولوي خالص مرحوم حزب اسلامي ته ولاړل او كله چې استاد سياف د مجاهدينو د يوه ائتلاف(اتحاد اسلامي براي ازادى افغانستان) تر پاشل كيدو وروسته د سعودى عربستان په مرسته نوى تنظيم جوړ؛ كړ نو د همدغه ائتلاف پر نړيدلو بنيادونو يې د خپل تنظيم ودانۍ ودانه كړه؛  نو له جمعيته او ښايي له نورو تنظيمونو هم يو شمېر كسان له استاد سياف سره ملګرى شول چې دا تنظيمونه عمدتأ په درېيو محورونو كې جوړ شول

۱- هغه تنظيمونه چې د اسلامي نهضت پر ځمكه را زرغون شول.

۲- هغه تنظيمونه چې عمدتأ ديني علما په كې راټول شوى وو.

۳- هغه تنظيمونه چې هم روحانيت ته منسوب وو او هم يې ملي تفكر درلود.

په هر حال كه څه هم تنظيمونه متعدد وو؛ خو دا چې هدف يو و سره له دې چې د مختلفو تنظيمونو دمجاهدينو تر منځ به كله ناكله ټكر هم راغى، جهاد ښه ګرم پر مخ روان و. روسانو او كمونستي حكومت ټول مجاهد تنظيمونه خپل دښمنان ګڼل او تنظيمونو هغوى خپل دښمنان ګڼل .

په دى منځ كې كله چى غربيانو او خصوصأ امريكا وليدل چې افغان مجاهدين له روسانو سره د جنګېدو وس لري، نو د پاكستان وساطت يې له هغوي سره نظامي او مالي مرستې شروع كړې او په خپلو تبليغاتو كې به يې هم د مجاهدينو برياوي  يادولې ،تر دې چې روسانو په اففانستان كې خپله ماته ومنله او روسى قواوې له افغانستانه ووتلې او دې ماتې د شوروي امپراتورۍ د ړنګيدو زمينه مساعده كړه.

پاكستان، افغان مهاجرينو ته د صوبه سرحد (خيبر پښتونخوا) او بلوچستان په مختلفو دښتو او ميروكې كمپونه جوړ كړل، خوكه څوك به په ښارونو كې اوسيدل هم څه بنديز پرې نه و چې په دې توګه د لر او بر افغانانو تر منځ د ورورولۍ مزي مرغلين شول او ان چې د دوى تر منځ ډېرې خپلولۍ هم وشوې.كه څه هم دپيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند غړو به له افغان مهاجرو سره ښه سلوك نه كاوه؛ خو اسلامي ګوندونو او عام ولس له مهاجرينو سره ښه چلند كاوه

په دې منڅ كې د ۱۹۸۸ په اپريل كې هغه مهال چې جنرال ضياءالحق د پاكستان ولسمشر او محمد خان جونيجو انتصابى صدراعظم و، د ژنيو كنفرانس را منځته شو، په دې كنفرانس كې د امريكا، شوروي پاكستان او كابل د ګوډاګى حكومت استازو ګډون وكړ.

پر هغه څه چې د كنفرانس دګډونوالو له خوا توافق وشو، هغه خو يوه خوا؛ خو مهمه دا وه چې د افغانستان په قضيه  كې اصلي لورى د كابل كمونستي حكومت ومنل شو. د پاكستان ولسمشر جنرال ضياءالحق، د افغانستان او افغان مجاهدينو او افغان جهاد برخليك په اړه د صدراعظم جونيجو له دريځ سره مخالف شو او همغه و چې د مى پر نه ويشتمه (۲۹) يې جونيجو له خپلې دندې عزل كړ. د جنرال ضياءالحق دې اقدام، امريكا ته هم دا پيغام درلور چى نور د افغانستان په اړه د امريكا او پاكستان لارې سره جلا شوې.

فلسطيني مبارز شهيد عبدالله عزام چې د افغان جهاد كلك ملاتړى و او په پيښور كې يې د مكتب خدمات په نامه يو دفتر درلود او هلته يې د يو شمېر افغان ليكوالو په مرسته فرهنګي فعاليتونه كول، په خپل يو اثر كې چې تقريبأ نه ۹ كاله د مخه مې لوستي، د ضياءالحق د يوه وزير په حواله كاږي چې ضيا ته دا راپور رارسيدلي و چې د هغه  د وژلو پر پروژه كار روان دى؛ مختلف كورني او بهرني لاسونه سره يو ځاي شول او جنرال ضياءالحق يې له خپلو يو شمېر ملګرو سره د ۱۹۸۸ د اګست پر اوولسمه د هغه دسپرلۍ الوتكې ته د سقوط وركولو په نتيجه كې وواژه، كه څه هم چې حكومت په دې اړه پيل كړې تحقيقات نيمګړي پريښودل؛ خو د پاكستان ځينو رسنيو له هغې جملې نه له كراچۍ نه خپريدونكې تكبير مجلې ددې مسآلې پل پسې واخست او دايې ثابته كړه چې د ضيا په مرګ كې كوم كوم لاسونه د خيل وو؛ خو حكومت پرې غوږ ونه ګراوه ځكه هغه لاسونه ډېرقوي وو او د پاكستان د حكومت پرې زور نه رسيد، بهرني لاسونه خو لا پريږده چې پر كورنيو لاسو يې هم زور نه رسيد. په هر حال د ضياءالحق له مرګه وروسته د افغان مهاجرو په اړه د پاكستان د حكومت او پوځ نيت په كرار كرار بدليده، دلته دا حقيقت هم بايد هېر نه كړو چې  افغان مهاجرين له افغان جهاد سره تړلي خلك وو، دا مهاجرين يواځي مهاجرين نه؛ بلكې مجاهدين هم وو؛ ځكه د هرې كورنۍ ځوانان په وسله وال جهاد كې شريك وو او دوى هم د يوه جهادى تنظيم غړي وو.

پاكستان د افغان مهاجرينو د هجرت په اوږدو كلونو كې د هغوى له حضوره ډېرې زياتې اقتصادي او نظامي ګټي وكړې، كومې پيسې چې امريكا يا عربى هېوادو پاكستان ته د افغان مهاجرينو او مجاهدينو دپاللو له پاره وركولې په هغې كې يې په اوړو كې د مالګې په اندازه مهاجرينو او مجاهدينو ته وركولې او نورې يې ځانته ذخيره كولې. له ملګرو ملتونو نه يى هم  د مهاجرينو په نامه مرستې تر لاسه كولې. همدارنګه يو زيات شمېر افغانانو په پاكستان كې پانګونې وكړې چې دا حالت لا تراوسه پورې پاتې دى. د يو زيات شمېر مهاجرينو د كورنۍ كوم غړى يا دوستان په اروپا او امريكا كې دي او هغوى ورسره مرستې كوي چى هره مياشت يو زيات شمېر ډالر،يورو او نور بهرنى اسعار پاكستان ته راځي؛ نو لكه څرنګه چې غلطه ادعا كېږي، افغان مهاجرين د پاكستان پر اوږو كوم بار نه؛ بلكې د عوايدو يوه عمده سرچينه وه.

ښه؛ نو چې داسې ده پاكستان ولې اوس په افغان مهاجرينو پسې ډانګ را اخستى دى؟

پاكستان دلته يواځې اقتصادي اهداف نه تعقيبوي؛ بلكې دلته سياسي او استخباراتي اهداف هم لري او هغه دا چې: د ډيورنډ كرښې د په رسميت پيژندنې په اړه د پاكستان  غوښتنې په پرله پسې  توګه ردشوې، ظاهرشاه، داوود، كمونستانو، مجاهدينو او طالبانو دا غوښتنه رد كړه، پخواني ولسمشر حامد كرزي رد كړه، اوسني ولسمشر اشرف غني كه څه هم په پيل كې يو څه د پاكستان خواته وركوږ شو خو وروسته چې پرې د ولس له خوا اعتراضونه زيات شول، پردې پوه شو چې اشتباه يې وكړه، ځكه پاكستان ورسره كړي لوزونه يو هم عملي نه كړل نو ده هم اوس د پاكستان پر وړاندې تر يو شمېر تيروتنو وروسته، خپل دريځ ټينګ كړ او دا خبره چې اوس په څومره صراحت سره افغانانو ردكړه او ښكاره ادعا يې وكړه چى تر اباسينده پورې زموږ خاوره ده، پاكستان وارخطا شو، په دې اړه د امريكا پلوۍ هم پاكستان ته ګټه ونه كړه ځكه افغانانو د امريكا دريځ هم په ټينګه سره ردكړ نو؛ اوس پاكستان غواړي يو بد شيطاني توطيه وكاروي چې د لر او بر افغان تر منځ د تربګنۍ زړي كرل دي چې په دې توګه په كوزه پښتونخوا كې خلك له افغانانو نه خوا بدي شي او هيڅكله د پنجاب د واكمنۍ له منلو نه سر ونه غړوي. په تورخم كې چې پاكستان كوم ګام پورته كړ يا يې دا دي په سپين بولدك كې كومه شيطاني لوبه وكاروله، دا ټول ديوې لويې توطيې برخه ده، همدغسي يو حالت په غلام خان كې هم را منځته كيدونكى دى، پاكستان لورى هڅه كوي چې څومره كولاي شي، د لر او بر افغان تر منځ نفرت او كينه زياته كړي، دا د ډيورنډ كرښې په اړه تر اوسه د پاكستان تر ټولو خطرناك اقدام دى؛ ځكه سرحدى تخلفات يې وكړل، زموږ سرحدي ولايتونه يې سره په توغنديو او توپونو وويشتل، په ټول افغانستان كې يې د طالب  او داعش په وسيله د جنګ  اور ژبغړاند كړ او د پاكستان هغه اټكل هم ناسم جوت شو چې افغانستان يو شړيدلي هېواد دى او بيرته ديوه هېواد په توګه پر پښو نه شي ودريدلاي، خو زه باور لرم چې د لرې پښتونخوا مشران، سياسيون او روښانفكران په دې توطيو ښه پوهيږي او د افغانستان خو اوس يو شپونكى هم پوهيږي، بايد دا دواړه ولسونه پر يو بل باور له لاسه ور نه كړي

خداى به ژر پريشان ياران سره يو ځاي كا

دښمنان به سر وهي هم به هاى هاى كا

تل به وار د رقيب جوړ راباندې نه وي

زماوار به هم پرې ساز شي كه يې خداى كا

(عبدالقادر خټك)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x