نظــر

په امریکايي زندانونو کې دبنديانو په ځورولو کې امريکايې ډاکتران هم ښکېل دي

78F00ABC-28D0-4217-BD37-F182E7138FCF mw1024 n sيو بې پرې امريکايې راپور وايې چې د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون او د امريکا دمرکزي استخباراتو (سي آي اې) تر ولکې لاندې زندانونو کې ډاکټران او نرسانې هم په اصطلاح د تروريستی په تور نيول شويو کسانو په تعذيب کې برخه اخلي.

د (ناوړه اخلاق) په نوم دا بې پرې راپور چې په چمتو کولو يې دوه کاله لګيدلي، پکې تر يوه عنوان «روغتيايې خدمت او د تروريستي ضد جګړه کې دبنديانو حقوق ترپښو لاندې کول» لاندې راغلي: چې په زور او تهديد له بنديانو نه د معلوماتو په اخستلو کې ډاکترانو او نرسانو هم پوره ونډه اخيستې، او بنديانو ته يې ډيرې رواني ستونزې پيدا کړي.

راپور زياتوي: وزارت دفاع او سي آي اې د روغتيايې خدمت له څانګې کلکه غوښتنه کړې وه چې له بنديانو د معلوماتو او راز اخستلو په برخه کې مرسته ورسره وکړي ولو که له داسې لارو وي چې بنديانو ته پکې ډير ضرر پيښيږي.

راپور ددغو سرغړونو له جملې څخه ځينې په ګوته کړي: چې ډاکټرانو امريکايې عسکرو ته بنديانو ته دتعذيب ورکولو لارې اسانه کړي، له بندیانو سره يې سخته، غير انساني معامله او اهانت امیزه سلوک کړی

د راپور يو څيړنکار د کولمبيا دپوهنتون دطب دڅانګې استاذ جیرالد تومسن ويلي: ښکاره خبره ده چې دملکي امن دساتنې په نوم په روغتيايې برخه کې ځينې زورواکانوخیانت وکړ او ډاکټران يې د عسکرو غلامان وګرځول، او د انساني او روغتيايې اخلاقو منافي اعمال يې ترسره کړل.

د قانون او عامه صحت استاذ لیونارډ روبنسټائن چې د راپور په تيارولو کې يې برخه اخیستې وايې: چې د ګونتانامو په زندان کې د اعتصاب کوونکو قسري تغذيه، د استجواب لپاره دسختو آلاتو استخدام، او بنديانو ته د غرقيدو وهم په ذهن کې ورکول هغه موارد دي چې ډاکټرانو له عسکرو سره دبنديانو په تعذيبولو کې برخه اخیستې.

راپور دا هم په ډاګه کړې چې روغتيايې څانګې له عسکرو سره دا مرسته دافغانستان، ګوانتامو او دسې آي اې په پټو اختطاف خانو کې کړې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x