نړۍ

ترکیه کې زرګونه کیلو چاودېدونکې مواد نیول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۵ل): د ترکيې امنیتي ځواکونو د دې هیواد په جنوب ختیځ ولایت «ماردین» کې ۷ ټنه چاودېدونکې مواد نیولي دي.

دغه چاودېدونکي مواد د کردستاني کارګرانو ګوند (PKK) اړوند ‎یو مخفي پټنځای کې کشف شوي دي.

ترکي امنیتي چارواکي وايي چې له دغو موادو څخه د موټر بم په جوړولو کې استفاده کېده.

دغه چاودېدونکي مواد د هغو عملیاتو په لړ کې نیول شوي چې امنیتي ځواکونو د نوموړي ګوند پر خلاف پیل کړي دي.

د کردستاني کارګرانو ګوند په ۱۹۷۸م کال د «عبدالله اوجلان» په مشرۍ تاسیس شو، دغه ګوند د سیاسي فعالیتونو ترڅنګ وسله وال خوځښتونه لري او وخت په وخت په ترکي پوځیانو او حکومت پلوه ولسي خلکو بریدونه کوي.

په نوموړي ګوند شک کیږي چې د فتح الله ګولن له ډلې سره پټې اړیکي لري او ویل کیږي چې د ترکیې په وروستۍ ناکامې کودتا کې د دواړو ډلو ترمینځ همکاري موجوده وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x