
ګلکسي نوټ ۷ (Note 7) د چارج پر مهال چاودیدلی (تصویرونه)
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۷مه ۱۳۹۵ل): څه موده وړاندې سامسنګ کمپنۍ خپل پیاوړی سمارټ فون ګلکسي نوټ ۷ (Galaxy Note 7) معرفي کړ چې د زیات شمیر کاروونکو پاملرنې په جذبولو بریالی هم شو.
یو شمیر کاروونکي بیا غواړي د مختلفو لارو په ازمویلو سره د دغه سمارټ فون رښتینی ځواک معلوم کړي. اوس د ایس قلم (S Pen) د بند پاتې کیدو له راپورونو څخه وروسته د چارج پر مهال د ګلکسي نوټ ۷ د چاودیدو راپورونه هم خپاره شوي.
له چاودیدلو وروسته د ګلکسي نوټ ۷ تصویرونو کتل د ټکنالوژي خوښوونکو ته یو ډیره بده منظره ده کوم کې چې دغه ښکلی، ګران بیه او پیاوړی سمارټ فون په کباړ بدل شوی او د کارولو وړ نه دی.
تر دې دمه د دغې چاودنې په اړه هیڅ ډول معلومات شتون نه لري یوازې په دې پوهیږو چې دغه سمارټ فون د مایکرو یو ایس بي ټایپ سي (Micro USB Type-c) کېبل سره چارجیدو پر مهال چاودیدلی.
له نیکه مرغه دغه ستونزه په ټولو سمارټ فونونو کې شتون نه لري خو بیا هم د دغې راپور لوستل د دغه سمارټ فون ځینې کاروونکي او یا هغه کسان چې غواړي دغه سمارټ فون وپیري اغیزمن کړي.
د اوسمهال لپاره د دغې سمارټ فون کاروونکو ته مشوره ورکول کیږي چې د چارج پر مهال خپل سمارټ فون له خطرناکو توکو څخه لرې وساتي او یوازې د سامسنګ کمپنۍ له ځانګړی کېبل څخه استفاده وکړي.
د لاندنیو تصویرونو منبع د چین هیواد دی او ویل کیږي چې دغه پیښه کیدی شي په همدې هیواد کې رامنځ ته شوې وي.