شعـــــرونه

دا لاڅه دي نور غمونه راته ګوري

دا لا څه دي نور غمونه راته ګوري
دحساب كتاب سوالونه راته ګوري

تېره ورځ چا رانه وپوښتل مجلس كي
لاتر څو به ستمونه راته ګوري

ما جواب وركړ چي څوموږ ورته ګورو
او ترڅنګه بدعلمونه راته ګوري

ما خوځان ورنه ګوښه نظرګوښه كړ
دوئ به څه كړي لوڅ مخونه راته ګوري

وايه  څنګه انتقام غليم ته پرېږدم
دزلمو شهادتونه راته ګوري

مړه خونه دي چي به څه نه رانه غواړي
په ژونديو ډك قبرونه راته ګوري

لويه لارګي راته ښكليه مه دريږه !
دخداى پاردى درست ګورونه راته ګوري

دكورو او كلي سختې خو تيريږي
نه تيريږي عذابونه راته ګوري

خال او خط بيتونه نه ليكم  الهامه !
حماسي غازيان شعرونه راته ګوري

2013/11/05

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x