د نن سرلیکنه

راسموسن ولي د افغان ځواکونو ستاینه کوي؟

له څه وخته راهیسې د ناټو تړون عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن په مسلسله توګه په خپلو ویناوو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړیتوب او د هغوئ دکاري ظرفیتونو د ښه والي خبرې کوي .

نوموړي د وروستي ځل لپاره د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د افغان امنیتي ځواکونو توانمندي او ظرفیتونه د پخوا په مقایسه ډیر ښه شوي دي .

هغه زیاتوي : فکر کوم په دې پراخ توافق موجود دی چې؛ افغان ځواکونو غښتلی پرمختګ کړی دی ، هغوئ دا توان لري چې، د ټول افغانستان امنیتي مسولیتونه پرغاړه واخلي. زه ډاډه یم چې، دا ځواکونه به له پلان سره سم وتوانیږي له ۲۰۱۴م کال وروسته د خپل هیواد امنیتي چارې پر غاړه واخلي.”.

ښاغلي راسموسن تر دې له مخه په نورو څرګندونوکې افغان ځواکونه په دې وستایل چې هغوئ په سږني دوبي کې وکړای شول په یواځیتوب سره دطالبانو د بریدونو مقابله وکړي او هغوئ (طالبانو) ونه کړای شول له داخلي ځواکونو څخه کومه سیمه لاندې کړي .

د کابل ادارې د ځواکونو په اړه د راسموسن له څرګندونو د امالومیږي چې نوموړی یا د افغانستان له داخلي وضعې معلومات نه لري او یاهم هلته د کابل حکومت په وړاندې دطالبانو له پرمختګ نه تجاهل وکړي ؛ ځکه دهیواد په داخل کې روان امنیتي وضعیت او په هغه کې د داخلي ځواکونو کمزوری رول په بشپړه توګه هغه څه دي چې د راسموسن له ستاینوسره مغایرت لري؛ ځکه تر بل هروخت په روان کال کې د داخلي ځواکونو دتلفاتو شمیره ډیره لوړه ده .

 دکورنیو چارو وزارت په دې اعتراف لري چې د روان لمریز کال له حمل میاشتې راهیسې ۲۰۵۲ ملي او محلي پولیس وژل شوي دي ، همدا راز په نورستان ، بدخشان او غزني ولایتونو کې مکملې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې او په جنوب لویدیځ کې بیا په سلګونو داخلي عسکر له طالبانو سره یوځای شوی دي، چې دا ټول په واقعیت کې د داخلي ځواکونو په کمزوري توب او ناکامي دلالت کوي .

د داخلي ځواکونو دغه کمزوریتوب د هیواد په ختیځ کې د ناټو د ملکي سلاکار “ډېوېډ ینګ” له دې څرګندونو کې هم ښه محسوسیدلی شي چې وايي؛ د افغان ځواکونو د تلفاتو زیاتوالي دوئ ډیر اندیښمن کړي دي.

نوموړي وايي : تر دې مخکې هم چې د افغان ځواکونو په منځ کې دتلفاتو کچه لوړه شي یوزیات شمیر امنیتي ځواکونه د خپلو وظیفو پرېښودلو ته اړ وو؛ خو اوس چې دغه کچه تر ټولو لوړ حد ته رسیدلې نو دهغوئ په تیښته کې دومره زیاتوالی راغلی چې مونږ په ډیر زیار سره دهغوئ له له درېیو څخه یوه برخه يې بیرته په خپلو لیکو کې ځای پرځای کولی شو.

راسموسن ته دناټو دعمومي سرمنشي په توګه دا په کار ده چې په افغانستان کې په شته واقعیتونو اعتراف وکړي او د هغو ځواکونو بي ځایه ستاینه پریږدي چې هغوئ نه په امنیتي لحاظ کومه لاسته راوړنه لري او نه یې هم په اداري او اخلاقي لحاظ لیکې له فساده خالي دي ؛ ځکه په نورو مالي درغلیو او امنیتي کمزوریو سربیره همدا اوس تازه د افغانستان د رڼښت څارونکې اداره وايي چې د دوئ د ارزونو له مخې، ۹۵ سلنه د پولیسو امنیتي پوستې چې د لویو لارو پر سر پرتې دي، په ناقانونه توګه له موټر چلوونکو پیسې اخلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x