ټولنیزه برخه

د شهيدانو مور « رښتينې کيسه»

رضوان الله ( فيضاني )

د نبي کريم صلی الله عليه وسلم، په زمانه کې په عربو کې د (خنساء رضي الله عنها) په نوم يوه مشهوره شاعره ښځه تېره شوې ده.

يو ځل د ( قادسيې ) جنګ وو، کافرانو د مسلمانانو په مقابل کې ډېر زيات فوځونه راوستي وو او په مسلمانانو يې توره تياره جوړه کړې وه.

د (خنساء رضي الله عنها) څلور ځامن وو، او څلور واړه زلمي وو، هغې د جنګ په ورځ خپل څلور واړه زامن راجمع کړل او ورته يې وويل:

زما خوږو بچو! ما ستاسو د پيدايښت په وخت او پالنه کې ډېر ډېر تکليفونه او زحمتونه برداشت کړي دي، تاسو باور وکړئ چې ما هېڅکله او هيچرې ستاسو له پلار سره خيانت نه دی کړی او ستاسو ماما ګان مې هېڅکله نه دي شرمولي.

نن د کفر او اسلام مقابله ده او زه دا غواړم چې نن ورځ تاسو ټول لکه د پتنګانو غوندې د اسلام په شمع قربان شئ، ځئ ورشئ خپل سرونه په تلي کې کېږدئ او د دښمنانو زړونه غلبېل کړئ، د ايمان زور او خپله مېړانه ورښکاره کړئ.

هغوی چې د بوډۍ مور د خلې دا خبرې واورېدې نو ميدان ته ووتل، په دښمن يې لکه د وږو زمريانو حمله وکړه، ډېر کافران يې له تېغه تېر او مردار کړل، تر هغو پورې وجنګېدل وجنګېدل چې څلور واړه په ميدان کې شهيدان شول.

(خنساء رضي الله عنها) چې د زامنو د شهادت نه خبره شوه نو دواړه لاسه يې اوچت کړل او داسې يې وويل:

يا الله؛ ستا ډېر ډېر شکرونه دي چې نن راته د ( شهيدانو مور ) خطاب حاصل شو.

اللهم امين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x