افغانستان

دترکي سیریال څخه په تاثیر ماشومانو بل ماشوم وژلی

د غزني د جاغوریو په ولسوالۍ کي یو ماشوم هغه ووخت ووژل شو، کله چي د نورو ملګرو سره د ترکي سیریال (وادي ګرګها) تمثیل کاوه، او له ځانه یې ددغه سیریال مرکزي کردار (پولاد علمدار) جوړی کړی وو.

وادي ګرګها ترکي سیریال دی، او په افغانستان کي د یو خصوصي تلویزوني چینل څخه خپریږي، او د فیلم مرکزي کردار او هیرو یې پولاد علمدار نومیږي چي په سیریال کي خپل مخالفین په ډیر مهارت سره له منځه وړي.

د غزني د جاغوریو ولسوالۍ د پيښي په تایید رسنیو ته ویلي چي دغه پيښه تیره ورځ د یادي ولسوالۍ د مهاجر په سیمه کي را منځته شوې، او زیاته کړې چي هغه ماشوم چي د پولاد کرکټر یې تمثیلوی، هغه د بل کرکټر (سکندر کبیر) له خوا ووژل شو.

او زیاته کړې چی ماشومانو د پولاد علمدار په تمثیل کي ماشوم ته په دې قناعت ورکړی وو، چي اخیر ولی پولاد هر څوک وژني، او خپله نه مړ کیږي، باید پولاد هم ووژل شي.
او په دې توګه یې د هغه په غاړه کي پړی ور اچولی، او ماشوم یې زندۍ کړی.

په افغانستان کي د هندي او ترکي سیریالونو ننداره په ډیره پراخه کچه کیږي، د کتونکو په باور د افغانستان د ټولني لپاره دغه سیریالانو ډیر ناوړه پایلي درلودلای شي، خصوصا د ماشومانو پر عقیدو، اخلاقو او افغاني عنعناتو او کلتور باندي ډیر بد تاثیر لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x