دیني، سیرت او تاریخ

د حج د لازم كيدو شرطونه!

رحمت الله مومن

په هر مسلمان حج فرض نه دى، بلكې ځينې ځانګړي شرطونه لري، كه چيرته داشرطونه پوره وي بيا حج فرض دى اوكه نه وي بيا نه دى.

فرض او هغه شرطونه دادي:

۱- اسلام: د حج لپار ه ترټولو لومړى شرط دا دى، چې حج كونكې بايد مسلمان وي او دا شرط د نورو عباداتو لكه لمونځ او روژه لپاره هم دى، ځكه خو په كافر حج فرض نه دى.

۲- بلوغ: پر نابالغ حج فرض نه دى، كچيرته نابالغ بيا هم حج وكړي، حج يې نفلي دى، كله چې بالغ شي او د حج ټول شرطونه
ورته برابر شې، بيا دى دوهم ځل حج وكړي .

۳- عقل: پر ليوني نه دى فرض، كچيرته حج وكړي بيا هم حج نه دى شوى.

۴- حريت: پر غلام او وينځه باندې حج فرض نه دى .

۵- صحت: د بدن روغ والى دى، په شل او ګوډ او يا داسې نور يعنې زاړه باندې، چې له سوارلئ پرته تللې نه شې، حج فرض نه دى او بعضى علماء وايې، چې په دوئ هم فرض دى، پر بل چا دې وكړي وا دستوي يعنې وكيل به نيسې.
مسئله: پام كې مو وي، كچيرته د امذكور معذورين كسانو باندې که يو ځل حج فرض شوى وي، بيا د فرضيت نه وروسته معذور شې يا ناجوړه شې او نه جوړيږي، پر داسې كسانو باندې په اتفاق د ټولو علماٴو حج فرض دى .

۶- شتمنې مالداري: چې د حاجي سره دومره پانګه وي، چې دى ترې تر بيت الله شريف پورې تللې شې او هلته په كور كې دومره نفقه هم ولري چې كورنۍ يې تر راتګه پورې پرې گذاره كولې شې، حج پرې فرض دى .

۷- د حج د مودې موندل: معنٰې دا چې سړى د حج په مياشتو زمانه كې شتمن وي، بيا حج پرې فرض وي او كچيرته د حج د وخت له رارسيدو د مخه ئې شتمنې له منځه ولاړه او نيستمن شو او شتمنې يي له لاسه ووتله، نو حج پرې فرض نه دی.
د حج موده: د شوال مياشت ذوالقعده او لس ورځې د ذوالحجى د فرضيت او اداء مياشتې (د ذوالحجې دي).

پای

رحمت الله مومن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x