
نن ټکی اسیا ته ډالۍ
فتحان حنفي
د مطبوعاتو د سرتاج او ښکلا
له نن نه پس ټکی او بیا اسیا
ترجماني کوي د حق د ممبر
مبارزه یې ده بې حده اعلا
سپیني خبري او ترې حق خپریږي
سپینه منبه ده د یو سپیني وینا
د دین په هکله یې خدمت ته سلام
د حق په باب ده ځلیدلې رڼا
کړې د صحت او هم د لوبو بیان
تیر تاریخونه کې څرګند وي سدا
شعر و ادب ته یې ځانګری خدمت
ادب وې تل کې دا د نن او پخوا
د همکارانو دې وې ژوند د رحمت
ورته به غواړم تل نصرت د مولا
د معلوماتو یو جهان دي ګواکې
فتحان یې ستایم ورته کړم به دعا