نظــر

کارپوهان: د مرسي د محاکمې د ویډیو سرچپه پایلې

سرچینه: د الجزیرې ویب پاڼه
لیکنه: محمد أحمد

له نږدې د څلورو میاشتو غیاب یا ورکې څخه وروسته ګوښه شوی ولسمشر محمد مرسي په داسې حال کې راڅرګند شو چې د خپلې محاکمې د لومړۍ ناستې پر لور روان وه، نوموړی داسې بریښیده لکه اوس چې هم د ولسمشرۍ دنده پرمخ وړي او د پروتوکول تشریفاتي رسم او رواج ته پابند وي، داسې نه معلومیده چې د لاریون کوونکو د وژنو د هڅونې په تور محاکمې ته روان کړل شوی وي.

د راپرځول شوي پخواني ولسمشر حسني مبارک د محاکمې بر عکس اوسنیو واکمنو کلک هوډ کړی وه چې د میډیا له لارې به د مرسي محاکمه په ژوندۍ بڼه نه خپروي، بلکه د محاکمې جریان یې ریکارډ کړ او بیا یې ترې مختلفې برخې را اخیستې وې چې ټولټال یو څو ثانیې ویډیويي جریان ترې جوړیده او بیا یې د دولتي تلویزون په واک کې ورکړ کوم چې ډیر بحثونه هم راوپارول.

د ډیرو مصریانو او په ځانګړي توګه د مرسي د پلویانو په اند، د دغه خال-خال ویډیويي جریان له نشرولو څخه د اوسني واکمن نظام موخه دا وه چې ګوښه شوی ولسمشر په داسې بڼه راڅرګند شي چې له کبله یې ورسره د خلکو همدردي ورکه، او ملاتړي یې له مایوسۍ او نا امیدۍ سره مخامخ شي. خو د مطبوعاتي کارپوهانو په باور دغه کار د اټکل برعکس پایله ورکړه او د کوډګر کوډې بیرته پر ده وروګرځیدې، نو ځکه خو تمه کیږي چې د محاکمې راتلونکې ناستې به په مرموز ډول پرمخ ځي، او د ویډیويي جریان د نشر تیروتنه به بیا نه تکراریږي.

په ازهر پوهنتون کې د ژورنالیزم استاذ ډاکټر احمد سمیر حماد وايي چې له واکمن نظام سره دا انديښنه وه چې ممکن مرسي د محاکمې په جریان کې یو څه ووايي، همدا لامل وه چې په ژوندۍ بڼه یې د محاکمې خپریدا لغوه کړه. خو له بلې خوا یې دا هڅه هم په لار اچولې وه چې ګوښه شوی ولسمشر په داسې شکل راڅرګند کړي چې د خلکو هغې همدردۍ او خواخوږۍ ته صدمه ورسوي چې له ده سره یې لري، له همدې کبله یې له پوره یو ساعته محاکمې څخه خال-خال جریانات، چې ټولټال یو څو ثانیې کیدل، راغونډ او خپاره کړل.

سرچپه اغیز:

ډاکټر حماد له الجزیرې سره په خبرو کې دا باور څرګند کړی چې راغونډه شوې ویډیو د مصر د اوسنیو واکمنو د توقع خلاف ثابته شوه او دا ځکه چې مرسي د محاکمې په جریان کې په داسې ثابت قدم شکل ولیدل شو چې د ملاتړو په زړونو کې یې د ټینګ دریدلو او مقاومت روح پو کاوه. نوموړی زیاتوي چې د ګوښه شوي ولسمشر ظاهري حالت په دې دلالت کاوه چې اوسني واکمن سره له دې چې د خلکو په ابهام کې د اچولو او حقایقو د پټولو کوښښ کوي، څومره ناتوانه دي.

د ښاغلي حماد په اند، آن هغه خلک چې په دوه وو کې راګیر وه چې ایا د منتخب ولسمشر مشروعیت وغواړي او که یې راپرځیدل، هم د دغې ویډیو تر تاثیر لاندې راغلي، او داسې اندیښني یې څرګندې کړي چې اوسنی واکمن نظام له دوی سره څومره شفاف چلیږي، او ولې په ژوندۍ بڼه د مرسي د خبرو له خپریدا څخه ویره لري؟

نوموړی زیاتوي:

“د دولتي ارګانونو دغه اقدام چې د محاکمې جریان ته یې په ژوندۍ بڼه د نشر اجازه ورنکړه او بیا یې راغونډه شوې ویډیو خپره کړه، په ښکاره ډول د اوسني سیاسي مشرتابه د بې کفایتۍ، کمزورۍ او له عامه وضعیت څخه یې د ناخبرۍ څرګندويي کوي”. نوموړی اټکل کوي چې د محاکمې راتلونکې ناستې به پټې ترسره شي څو د عامو خلکو د بحث موضوع ونه ګرځي او د عوامو په نظریاتو اغیز ونه لري.

ښاغلی حماد باور لري چې هغه ظاهري بڼه چې مرسي پرې راڅرګند شو، نوموړی ددې جوګه ګرځوي چې د هغه رهبر رول ولوبوي کوم چې د ۲۰۱۱ کال د جنوري د ۲۵ پاڅون او لاریونو په پایله کې د ولس له سترګو پنا شوی. نوموړی وايي:

“د مرسي سمبولیزم یوازې تر مصر پورې نه، بلکه د مصر تر پولو ورهاخوا هم پراخ دی، نوموړی اوس د ازادۍ، دیموکراتیک نظام، او د ولسي پاڅون یو سمبول ګرځیدلی”.

د (کودتا پر ضد ژورنالیستانو) د خوځښت مشر او لیکوال احمد عبدالعزیز د همدغې ویډیو په اړه وايي:

“د کوډګر کوډې بیرته پر ده وروګرځیدې”، او زیاتوي چې دا په دې دلالت کوي چې د مصر واکمن د ګوښه شوي ولسمشر له راڅرګندیدلو او له احتمالي خبرو څخه دومره ویره لري چې د ویډیو غږیز توکي یې ترې حذف کړل او بې اوازه یې نشر کړه.

عبدالعزیز وايي:

“دوی غوښتل چې مرسي محاکمه کړي، خو مرسي په خپلې ثابت قدمۍ،اطمنان، او د یو ولسمشر په څیر ظاهري بڼې یې دوی محاکمه کړل، خپرې شوې ویډیو مثبت تاثیر پریښود او د منتخب ولسمشر د ملاتړو په زړونو کې يې جذبه او احساسات راوپارول”.

نوموړی څرګندوي چې د اوسني نظام واکمنو د محاکمې جریانات په دې مقصد ثبت کړل چې ګوندې داسې د ګوتې ایښودلو ځای په کې ومومي چې د مرسي شخصیت ته زیان رسولی شي او بیا یې نشر کړي، خو په دې مقصد کې پاتې راغلل او مجبور شول له ټولې ویډیو څخه یو څو ثانیې، هغه هم بې اوازه، نشر ته وسپارې.

عبدالعزیز زیاتوي چې په ویډیو کې مرسي د ولسمشرانو په څیر ښکاریده، او ټینګار کوي چې ګوښه شوی ولسمشر په یو رهبر او ولسي اتل بدل شوی، نوموړی پوښتنه کوي چې “دا د یو څو ثانیو ویډیويي ټوټې اغیز وه، نو څه فکر کوئ چې که مرسي په ژوندۍ بڼه وینا وکړي څه حال به وي؟”.

ژباړه: شریف جواد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x