افغانستان

د فیض اباد د ښاروال زوی یو انجنیر په چاقو وژلی

نن ټکی آسیا: د بدخشان ولایت له مرکز فیض اباد څخه مو خبر ترلاسه کړ،چې د فیض اباد د ښاروال جنرال نذیر محمد زوی نور احمد یو تن انجنیر په چاقو وهلی او ځای پر ځای یې وژلی دی.

عیني شاهدانو له رسنیو سره په اړیکې کې ویلي، چې د ښاروال زوی وروسته له هغې جاوید نومی انجنیر وواژه چې کله د دغه انجنیر د ورور د واده د مراسمو موټریز کاروان د فیض اباد ښار پر سړک تېریده او د لنډې موډې لپاره یې د ښاروال د زوی د سپرلۍ موټر د سړک څنډې ته په درېدو او انتظار ایستلو اړ ایست.
ویل کېږي د ښاروال دغه بدمعاش زوی د انتظار تاب را نه وړلای شو، سمدستې له موټره کوز شوی، تر انجنیرجاویده یې ځان رسولی ، له رسېدو سره جوخت یې پر نوموړي د چاقو ګزار کړی، ځای پر ځای یې وژلی او خپله یې له سیمې په ډاډه زړه ځان ایستلی دی.
د وژل شوي انجنیر د کورنۍ غړیو خبریالانو ته ویلي چې د نوموړي تر وژنې وروسته د هغه د مور و پلار په ګډون د نوموړي د کورنۍ غړیو ته رواني ستونزې پیدا شوې او تر سخت روحي فشار لاندې دي.
دوی همداراز وېره ښودلې،چې د ښاروال زوی به د خپل پلار د منسب او د نوموړي د ټوپکمارې سابقې په مټ سرې سترګې ګرځي او د دوی ګوګل به همداسې له سرو وینو خوړین پاته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x