
کویټه: پر یوې مدرسې د چاپې پر مهال ۱۰۰ تنه زده کوونکي نیول شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): د کویټي ښار په بای پاس کې پاکستاني ځواکونو پر یوې مدرسې چاپه اچولې او تر ۱۰۰ زیات افغان زده کوونکي یې بندیان کړي دي.
د پولیسو یوه چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دغه افغان زده کوونکو په پاکستان کې د اوسیدو او په مدرسه کې د زده کړي قانوني اسناد نه لرل، ځکه یې ونیول.
نوموړي زیاته کړې چې نیول شوي زده کوونکي د نورو پوښتنو او تحقیقاتو لپاره د پولیسو مختلفو قومندانیو ته سپارل شوي، او زیاته کړې چې په مدرسه کې د شک وړ کتابونه او اسناد هم تر لاسه کړي دي.
پاکستان له تېرو څو ورځو راهیسي د بولدک سرحدي لاره تړلې او د کویټي په ښار کې هم د افغانانو د نیولو لړۍ کړندۍ کړې چې تر اوسه یې په دې لړ کې زیات شمېر افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور بندیان کړي دي.
د امنیتي ځواکونو یوه مسؤول کس رسنیو ته ویلي چې د کویټي ښار په بای پاس روډ کې د مدرسې څخه نیول شوي افغان زده کوونکي به هم له پاکستان څخه وباسي.
په کویټه کې د نن ټکی اسیا همکار وویل چې د میټا چوک، چالو باوړۍ او بای پاس په سیمه کې پاکستاني ځواکونو تر ۲۰۰ زیات افغانان او په ځانګړي ډول طالبان نیولي او خپلو مرکزونو ته یې انتقال کړي دي.