ننګرهار: افغان ځواکونو نیولي ساحې بیرته داعش ته سپارلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه، کوټ، اچین او نازیانو ولسوالۍ کې هغه سیمي چې له تېري میاشتي راهیسي افغان ځواکونو د داعش څخه نیولې وې، هغه یې یو ځل بیا داعشي وسلوالو ته خوشي کړي دي.

د راپورونو سره سم داعش وسلوال هغه وخت په تیزۍ سره را وګرځېدل کله چې افغان ځواکونو یادي سیمي خوشي کړي.

ویل کیږي چې ځیني هغه سیمي چې ددې تر مخه د طالبانو په لاس کې وي، هغه هم د داعش وسلوالو ته په لاس ورغلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي ویلي چې امنیتي ځواکونو له دغو سیمو څخه په تکتیکي ډول شاتګ کړی، او دا کار یې ددې لپاره کړی تر څو په بشپړه توګه د داعش وسلوالو خاتمه وکړي.

معلومه نه ده چې له لاسه وتلي سیمي به څرنګه او کله بیرته دولتي ځواکونه نیسي، خو ددې تر مخه یې د سیمي د خلکو څخه د هغوی د همکارۍ پر مهال ژمنه کړې وه چې په یادو ولسوالیو کې به خپل قوي مرکزونه جوړوي او بیابه هیڅ کله داعش ته دا زمینه نه برابریږي چې بیرته خپلو پخوانیو مرکزونو ته را وګرځي.

له داعش وسلوالي ډله سره وروسته تر هغه په ولسي کچه کرکه را وپاریده کله چې یادي ډلي یو شمېر قومي مشران د طالبانو او افغان حکومت سره د همکارۍ په تور پر بمونو کښېنول، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا ځل به د هغو کورنیو او ولسي وګړو سره څه کیږي چې د دولتي ځواکونو تر راتګ وروسته یې د هغوی سره همکاري کړې ده.

باید وویل شي چې د اوسني حکومت ځیني لوړ پوړي چارواکي له وړاندي لا د طالبانو پر ضد د داعش وسلوالو سره په ملاتړ تورن شوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خپلواک
میلمه
خپلواک

له او له دا د داعش سره جنګ نه ، بلکه د داعش د مشهورولو او پیاوړتیا ښکاره کولو ډرامه وه ، داعشی ملیشی د اربکی ملیشو په شان ملیشی دی ، د مظلوم اولس د ځپلو د پاره د غلامانو او بادارانو په واسطه رامنځته شوی .