استرالیا، سریلانکا ته په دوو ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۷مه ۱۳۹۵ل): د استرالیا او سریلانکا لوبډلو تر منځ درییمه لوبه د استرالیا په بریا پای ته ورسیده. استرالیا وتوانید له یوې سختې ماتې وروسته سیالې لوبډلې ته په دوو ویکټو ماتې ورکړي.

د سریلانکا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د سریلانکا لوبډلې د چندیمل او دلشان غوره توپ وهنې سره په ۴۹.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۶ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د سریلانکا لوبډلې لپاره چندیمل په ۱۳۰ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۱۰۲ او دلشان په ۶۵ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د استرالیا لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې زامپا درې او سټارک، سټېنګز او فالکنر دوه دوه ویکټې او هذلووډ یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د استرالیا لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۶ اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بیلي غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

د استرالیا لپاره بیلي تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. بیلي په ۹۹ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۷۰ منډې جوړې کړې. فینچ ۳۰، هېډ ۳۶ او وېډ ۴۲ منډو جوړولو سره هم ښه وځلیدل.

د سریلانکا لوبډلې لپاره متیوز، اپونسو او پرېرا دوه دوه ویکټې او پراسانا او ډي سیلوا یوه یوه ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د