نظــر

قضاوت تاسو وکړي- زرداد شینواری

خبر شوم چي د باور ورځ پاڼي هغي لیکني چي عنوان يی دي  

د نعمت سعادت بې شرمي او د حکومت چوپه خوله

د امریکايي پوهنتون مشر او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په غوسه کړي دي

خوشاله خو په دي شوم چي ایله بیله د اطلاعاتو او کلتور وزارت  رسنیو سرغړوني څار شروع کړ

دباور په لیکنه کي  داسي څه  نه وه چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د جوړ شوي قانون سره په ټکر کي وي

 خو نه پوهیږم چي ولي د باور په مسولینو عریضه شوي وه

او دوي د سپیناوي لپاره ورغوښتل شوي وه

خو په هر صورت   ډیره موده وشوه چي تلویزون مو نه درلود او د افغاني تلویزوني شبکو  له خبرونو او خپرونو لری پاتي شوي وه
نن ملګرو یوه پریکړه وکړه چي تلویزون راوړو تر څو د افغاني چینلو خبرونه او خپروني کله کله پکښي وګورو
  سخته واوره هم وریده خو له ماښام لږ وړاندي بریالي شو چي څو افغاني چینلي پیدا کړو
ماښام ازان پیل شو ما څو چینلی خاص د کتو لپاره واړولي را واړولي په دي لړ کي مي طلوع اریانا او ارزو تلویزونونه ولیدل چي مستي سندري پکښي شروع وی
 حیران شوم ملګرو ته مي وویل چي نور مو بس ده  نور د بیا په څیر د افغاني چینلو له لیدو تیر یو  
زه دا پوښتنه لرم چي ایا دا د اطلات او کلتور وزارت د رسنیو قانون له دویمی مادي څخه سرغړونه نه ده  

دويمه ماده :
د دې قانون موخې (هدفونه) دا دي:
د فكر او بيان د آزادۍ د حق دودول او له هغه څخه ملاتړ، د خبريالانو (ژورناليسټانو) له حقوقو څخه د فاع او د هغوی د آزاد فعاليت لپاره د وړ شرايطو برابرول.
د آزادو، خپلواكو او زيات پلويو (كثرت گرا) ټوليزو رسنيو دودول او پرمختيا.
د وينا، ليكنې، رسم، انځور (تصوير)، د فيتې پر مخ د ثبت، تمثيل، خوځښت (حركت) او د نورو علمي، هنري او چاپي پديدو په مرسته د هېواد د اتباعو د فكر او احساس د څرگندولو لپاره د مناسبې زمينې برابرول.
د اسلام د مبين دين د حكمونو په پام كې نيولو سره، د بشر د حقوقو په نړيوال ميثاق كې مسجل شوي د بيان او ټوليزو رسنيو د آزادۍ د اصل رعايتول.
د ټوليزو رسنيو د سالمې ودې په موخه داسې مرسته چې وكړاى شي په هېواد كې د ثقافت د خپرېدو اغېزناكه وسيله شي او عامه راْيې په رښتينې او گټوره توگه ټولنې ته منعكسې كړي
تاسو به فکر کوی  چي د نورستان او کابل ازان د وخت له مخي سره توپیر لري
دا هم سمه نه ده ولي چي د کابل او نورستان د ازان وخت یو دي  
اوس به رښتیا اطلاعات او کلتور وزارت طلوع اریانا  ارزو او نوري رسنۍ اسلام ته د سپکاوي  په بدل کي قانون منګلو ته وسپاري
او که به د باور په څیر رسنۍ تر ګریوان ونیسي چي د اسلام د بدنامونکي د مخنیوي غوښتنه يی کړي وه
 نور به مونږ څه ووایو  
خو د باور ورځ پاڼي مسول  او زما نږدي ملګري سید عبدالله نظامي په تیرو دولسو کالو کي ۹ ځله امریکايي ملي امنیت او د طالبانو زندانونه لیدلي
خو په دومره موده کي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نظامي په اړه چوپ پاتي کیدل راته حیرانونکي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x