
د حج په مناسبت غزل/فتحان حنفي
څومره بختور پاک کاروانونه ځې
ځې د حرم لور ته په لبیک لبیک
نن مو محترم خوندې او وروڼه ځې
ستره فریضه ده دا د حج رُکن
ټول دي مسلمان خو ډیر قومونه ځې
ځې به د حرم او د منا په لور
هم به مدینې ته ټول ګلونه ځې
رب دې کړي قبول ورته دا حج ځني
ټول په لوی امید او ارمانونو ځې
خداي دې د حاجیانو له حسابه کړه
قتحانه اوښکې ستا په سیلابونو ځې