دیني، سیرت او تاریخ

عُجب یوه پټه بلا ده!

له هغو مهلکو بلاګانو څخه چي په زړه کي پټي اوسي یوه هم عجب ده، عجب داسي زهر دي چي رنګ او بوي یې د شربتو ده عام خلک یې توپیر نشي کولاي ځکه  لازمه وبلل شوه چي پرده تري پورته شي. “و بالله التوفیق”

عجب په لغت کي په معنا د ښایست هم راځي.
او په اصطلاح کي داسي تعبریږي:
(اﺳﺘﻌﻈﺎﻡ اﻟﻌﻤﻞ اﻟﺼﺎﻟﺢ ﻭﺫﻛﺮ ﺣﺼﻮﻝ ﺷﺮﻓﻪ ﺑﺸﻲء ﺩﻭﻥ اﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﻰ ﻣﻦ اﻟﻨﻔﺲ ﺃﻭ اﻟﻨﺎﺱ)

ژباړه: نیک عمل ته د لویې عقیده لرل سره له یاداشته د نسبت غیر د الله ته چي نفس ده او یا خلک.

او داسي تعبیر یې هم کیږي: (اﻟﻌﺠﺐ ﻫﻮ اﺳﺘﻌﻈﺎﻡ اﻟﻨﻌﻤﺔ ﻭاﻟﺮﻛﻮﻥ ﺇﻟﻴﻬﺎ، ﻣﻊ ﻧﺴﻴﺎﻥ ﺇﺿﺎﻓﺘﻬﺎ ﺇﻟﻰ اﻟﻤﻨﻌﻢ).

ژباړه: لوي ګڼل د نعمت او ميل هغه ته سره له هېري د نسبت یې الله ته.

عُجب په اسلام کي حرام ده لکه چي الله تعالی ویلیدي:
(لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ ۙ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ ۙ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ) [سورة التوبة : 25]کله چي د حنین د غزا په تیاري کي له بعضي صحابه وو سره په خپل طاقت بروسه پیدا شوه نو شکست یې وخوړ خو بیا یې الله توبه قبوله او نصرت یې وکړ، وروسته دا آیت شریف په انکار او توبیخ کي نازل شو

او له نبي علیه السلام څخه داسي روایت شوی ده: (ﻟﻮ ﻟﻢ ﺗﻜﻮﻧﻮا ﺗﺬﻧﺒﻮﻥ ﻟﺨﺸﻴﺖ ﻋﻠﻴﻜﻢ ﻣﺎ ﻫﻮ ﺃﻛﺒﺮ ﻣﻦ ﺫﻟﻚ: اﻟﻌﺠﺐ اﻟﻌﺠﺐ) “رواه البزار”
ژباړه: که تاسو ګناوي نه کولاي نو زه په تاسو ویریدم چي تر ګنا به مو سخت بد کول او هغه عجب ده عجب.
دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه اطاعت چي سره له عجبه وي تر ګنا بد بللی ده.

ﻋﻦ اﺑﻦ ﻋﺒﺎﺱ ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﻤﺎ، ﻗﺎﻝ: ” ﻣﺎ ﺃﺻﺎﺏ ﺩاﻭﺩ ﻣﺎ ﺃﺻﺎﺑﻪ ﺑﻌﺪ اﻟﻘﺪﺭ ﺇﻻ ﻣﻦ ﻋﺠﺐ ﻋﺠﺐ ﺑﻪ ﻣﻦ ﻧﻔﺴﻪ ﻭﺫﻟﻚ ﺃﻧﻪ ﻗﺎﻝ: ﻳﺎ ﺭﺏ ﻣﺎ ﻣﻦ ﺳﺎﻋﺔ ﻣﻦ ﻟﻴﻞ ﻭﻻ ﻧﻬﺎﺭ ﺇﻻ ﻭﻋﺎﺑﺪ ﻣﻦ ﺁﻝ ﺩاﻭﺩ ﻳﻌﺒﺪﻙ ﻳﺼﻠﻲ ﻟﻚ، ﺃﻭ ﻳﺴﺒﺢ، ﺃﻭ ﻳﻜﺒﺮ ﻭﺫﻛﺮ ﺃﺷﻴﺎء، ﻓﻜﺮﻩ اﻟﻠﻪ ﺫﻟﻚ ﻓﻘﺎﻝ: «ﻳﺎ ﺩاﻭﺩ ﺇﻥ ﺫﻟﻚ ﻟﻢ ﻳﻜﻦ ﺇﻻ ﺑﻲ ﻓﻠﻮﻻ ﻋﻮﻧﻲ ﻣﺎ ﻗﻮﻳﺖ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺟﻼﻟﻲ ﻷﻛﻠﻨﻚ ﺇﻟﻰ ﻧﻔﺴﻚ ﻳﻮﻣﺎ» ﻗﺎﻝ: ﻳﺎ ﺭﺏ ﻓﺄﺧﺒﺮﻧﻲ ﺑﻪ ﻓﺄﺻﺎﺑﺘﻪ اﻟﻔﺘﻨﺔ ﺫﻟﻚ اﻟﻴﻮﻡ «ﻫﺬا ﺣﺪﻳﺚ ﺻﺤﻴﺢ اﻹﺳﻨﺎﺩ ﻭﻟﻢ ﻳﺨﺮﺟﺎﻩ
“المستدرك على الصحيحين للحاكم”

مفهوم: له ابن عباس رضي الله عنهما نه روایت ده چي داود علیه السلام ته مشکل له عجب څخه جوړ شو، ځکه ده الله تعالی ته وریاده کړه چي زما آل په شپه ورځ کي ستا عبادت کوي لمنځونه کوي تکبیر او تهليل وایې، نو الله ورته وویل چي دا زما توفیق ده کنه نو هیڅ هم نشۍ کولاي زر ده چي زه تا او ستا کار سره پریږدم، هغه وو چي بیا په غټ مشکل کي واوښت.

همدا رنګه امام ابوحنیفه رحمة الله علیه وایې: (اﻟﺮﻳﺎء ﺇﺫا ﻭﻗﻊ ﻓﻲ ﻋﻤﻞ ﻣﻦ اﻷﻋﻤﺎﻝ ﻓﺈﻧﻪ ﻳﺒﻄﻞ ﺃﺟﺮﻩ ﻭﻛﺬﻟﻚ العجب).
ژباړه: ریا چي په کوم عمل کي پیدا شي اجر یې ختمه وي همدا رنګه عجب هم ده.

“د عجب سبب”
په معتزله وو کي د عجب سبب محض جهل ده ځکه هغوي هر بنده د خپل فعل خالق بولي
او د اهل سنت و الجماعت د عجب سبب هېره او بيپروایې ده، ځکه هغوي د هرڅه خالق الله بولي خو دلته یې دا خبره له ذهنه وتي وي ځکه خو عجب تري پیدا شي.

“د عجب قسمونه”
عُجب په ډیر قسمه ده، څو یې دلته یادیږي-
۱- په خپل بدن. ۲- په خپل قوت.
۳- په خپل عقل. ۴- په خپل نسب.
۵- په خپل اولاد، قریبانو، او پلويانو.
۶- په خطا فکر. ۷- په خپل مال.

“د عجب دفاع”
د عُجب د دفاع لپاره لاري چاري ډیریدي خو لاندیني دري پري کاري وارونه کوي-
۱- کله چي مسلمان توفیق او نعمت په ځان کي وویني نو په شکر دي مشغول شي.
۲- کله چي یو نیک عمل وکړي د نه قبلیدو ویره دي ورسره لري.
۳- دا ویره دي لري چي خداږو بد یې د نیکو په پرتله درانه نه شي.

(وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ)

“والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته”

“رحیمزی صاحبزاده د دعا په هیله”

“سرچینې”
۱-مختار الصحاح. ۲-طريقة محمودیة
۳-إحيآء علوم الدين. ۴-موسوعة کویتیة. ۵- بریقة شرح طريقة. ۶- الفقه الأکبر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x