لطف الله خیرخوا، لیکوال

هجرت او خپل وطن ګل وطن/ لطف الله خيرخوا

لطف الله خيرخوا

د هجرت سختې شپې دي. زه خپله فکر کوم، چې د هجرت دې پينځه دېرش کلنه موده کې تر هرې بلې مرحلې دا مرحله ډېره ترخه ده…لکه هماغه د حبشې لومړی هجرت چې مهاجرين په کې مکي مشرکينو او حبشي تالي څټو په شريکه ځورول…مګر هلته حبشي پاچا موضوع وسنجوله او چې څه ډول وه، همغسې يې وسنجوله..مکي مرکچيان او د خپل دربار تالي څټي يې بېنوا پرېښودل…

هو مرحله سخته ده، خو زغم غواړي، رغنده تعامل غواړي او شرايطو سره مقابله غواړي. د مهاجرو په رابطه دوه خبرې مهمې دي. لومړی د «خپل وطن ګل وطن» تبليغات او دوهم په هجري چاپېريال کې د ځَور او ستونزو مسئله!

مهاجرينو ورونو!

زموږ د هجرت د حقانيت نښه به دا وي، چې د کليسا ازانګو ځپلي په خپله نظريه او داعيه هاغسې مختوري کړو، چې څنګه حبشه کې جعفر رضي الله عنه د مشرکينو وفد بې لمبو وسوځاوه. کله چې حبشې ته لومړی هجرت وشو. مشرکينو دوه تنه ژبور استازي نجاشي ته ولېږل، چې د مهاجرو په اړه ورسره وغږيږي او بېرته يې پرې راستانه کړي.

وفد ځان سره قيمتي ډالۍ هم اخيستې وې. کوښښ يې وکړ، چې نجاشي له خپلو خبرو اغېزمن کړي. ورته يې وويل، زموږ ځينې خلک ستا څنګ ته راتښتېدلي. نه ستا دين مني، نه زموږ. موږ ځان سره ښې او ستا د خوښې تحفې هم راوړي. که دا فراريان موږ سره بېرته واستوئ، نو زموږ ستاسې روابط به هماغسې ښه پاتې شي. وفد له نجاشي مخکې د دربار تالي څټي اخيستي وو. ډالۍ يې ورکړې وې، خواري يې پرې کړې وه. تالي څټو هم خپله رايه وړاندې کړه، چې رښتيا هم دا خلک زموږ په خير نه دي او نه د خپلو خلکو په خير، دوی بايد وروسپارو، موږ بايد مکيانو سره اړيکې خرابې نه کړو.

دلته څه شباهتونه دي. د مشرکينو وفد اصل موضوع نه وايي، بلکې خپله خبره کوي او داسې يې کوي، چې د مهاجرو په اړه د نجاشي او درباريانو ذهنيت خراب کړي. اوس هم وګورئ، چې «د کليسا په زنګ ويښ شوي» د مهاجرو موضوع څه ډول تبليغوي؟ دوی چې د خپل وطن ګل وطن خبره کوي، دا نه وايي ، چې امريکايي سره يو ځای پر لار تېرېدی شي؟ دا نه وايي، چې يوه چورلکه ګرځي دی له کوره راوتی شي؟ کله چې بنګنه، ټک ډمۍ او ډبډبۍ ځوږ شروع کړي، شلو خوڅو کې دې ځای کيږي؟ دا نه وايي، چې دا د چا الوتکې او چورلکې دي؟ دا نه وايي چې کله همدا الوتکې او چورلکې ولسي وګړي شهيدان کړي، د چا پلار يې ان پوښتلی شي، چې ولې؟ محاکمه او سزا پر ځای پرېږده!

دا تېره ورځ کندز کې حکومتي انجنېرانو چغې وکړې، چې موږ ته طالبانو د برق تېرولو اجازه راکړې خو امريکايان مو بمباروي، څوک شته چې خپل وطن ګل وطن کې يوازې احتجاج وکړي؟ امنيت په رڼا ورځ خلک له کوره باسي او پيسې ترې غواړي، څوک شته، چې پوښتنه ترې وکړي؟ تېره ورځ هېلمند کې امريکايانو درويشت تنه حکومتي عسکر بمبار کړل، چا يې پوښتنه وکړی شوه؟

دوی ته مفشن دفتر خپل وطن ګل وطن ښکاري. که نر وي د هغه چا حال دې وپوښتي چې امريکايي ورته دروازه په بم والوزوي او په ترهګره بڼه کور ته ورننوځي..بچي وروچغوي..ځوانان يې لاس تړلي وباسي او سپين ږيري يې دېوالو ته مخ اړولي کېنوي..

دوی ته په دفترونو کې لوټلي افغانيت..تروړلې حياء..څېرلي پړوني..پايمال شوي پت..مسخره تاريخ..شرمساره ثقافت او پر خپل وياړلي ولس ملنډو دا وطن ګل کړی..که دوی رښتيا هم افغانان وی، تاريخي شرم ته به يې غاړه نه ټيټوله..

د دوی عجيب منطق دی. په کومو دلايلو، چې شاه شجاع د تاريخ توره څېره ده، په همغه دلايلو دوی ملتپال او افغانان دي..عجيب!! په کومو دلايلو، چې د پخواني لاټيانو زامن په پورته سترګو کتلی نه شي، په همغو دلايلو د دوی سترګې تر غوږونو شکېدلي…عجيب!! که دوی شرمېدلی، اقلا غلي به ناست وی!

همدلته د دوی يو بل جهل هم روښانه کيږي. د مسلمانانو لومړي هجرت کې مسلمانانو حبشه کې يوازې خپلو کې د اسلامي تعليماتو ښوونه کوله. د مکي او مدني چاپېريال دعوت يې حبشه کې نه دی کړی. دوی ته چې شرم سترګو ته وروټومبې درته به راخېز کړي، چې دا پاکستان کې ولې…او دا پاکستان ولې…او دا پاکستان..!!

فکر نه کوي، چې پاکستان سره زموږ څه دي؟ موږ ته زموږ هجرت او زموږ جهاد لومړيتوب لري. موږ چې کوم کار پسې راوتي يو، لومړی بايد همغه انجام کړو. تاسو که بازار ته روميانو پسې لاړ شئ او په دې دليل چې بازار کې ګوړه هم خرڅېږي، روميان پرېږدئ ګوړه واخلئ، کور کې به څه به درته ووايي؟

ډېر کارونه د کولو وي، خو ځينې لومړيتوب لري او د وخت لومړۍ اړتيا وي. حبشه کې مسلمانانو شرک نه ليده؟ د انجيل تحريف يې نه ليده؟ د عقيدې انحراف يې نه ليده؟ ولې يې نه دعوت نه کاوه؟

دوهمه موضوع د مهاجرو د توهين ده. که واقعا سړی د جهاد لپاره مهاجر شوی وي او واقعا د دين په ننګه مهاجر شوی وي، نو څو خبرې دې واوري. لومړی دا چې هجرت د جهاد لپاره يو ستر او حياتي ارزښت دی. بې هجرته جهاد، د جهاد جرړې وباسي. دوهمه دا چې جهاد سختې لري. بدني ستړې لري. روحي ځَور لري. کلک صبر ته اړتيا ده او صبرونو کې يو مهم او سخت صبر د خلکو حماقتونو باندې صبر دی. يو څوک به احمقانه احمقانه غږيږي، يو څوک به احمقانه تعامل لري. زور به دې پرې بر نه وي يا به يې زور علاج نه وي، نو مجبور يې، چې حماقت يې وزغمې.

درېيمه دا ده، چې د هجرت دا سختي په لومړي وار نه ده. که محمد صلی الله عليه وسلم د خلکو حماقتونو سره مخ کيږي او صبر پرې کوي، نو زه او ته څوک يو؟ ته څه وايې، چې د محمد صلی الله عليه وسلم عزتِ نفس به ډېر و، که ستا و زما ډېر دی؟ هغه د خپل کار او داعيې لپاره هر احمقه رويه وزغمله او هر احمقانه خبره يې وزغمله، نو زه وته خو يې بايد سل وارې وزغمو.

په مدينه منوره کې يې يهودو کوم توهين ونه کړ؟ منافقينو کوم ځَور پرېښود؟ زړه ته ورتېر عفت او زموږ مور بي بي عايشې رضي الله عنها پسې يې ډنډورې ونه غږولې؟ هېر مو شول چې محمد صلی الله عليه وسلم د ابي بن سلول پوښتنې ته سپور ورغی، ورته يې وويل مريضي دې څنګه ده؟ هغه څه ځواب ورکړ : سورلۍ دې لرې کړه بوی ترې ځي او پوزه يې پټه کړه.

هېر مو شول، چې مهاجر او انصار صحابه کرامو د اوبو په سر څه دعوه سره ووهله، هر چا خپل لوري ته غږ وکړ. ابي بن سلول څه وويل؟ دلته مو ځای ورکړ، زمکې مو ورسره شريکې کړې، اوس نو هماغه خبره شوه چې سپی دې مزی کړه چې ودې خوري، په الله قسم چې دا بې عزته خلک به له مدينې ويستل کيږي!
له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه څوک ډېر عزتمن دی؟ د هغه سپکې ته د ټول امت سپکه رسيږي؟ که رښتيا هم يو سړی نظرياتي مهاجر وي، نو تر هغې دې هجرت کې شپه سبا کړي، چې امکان يې وي او که بيا هم الله جل جلاله فيصله د دې هجرت ځای د خرابېدو کړي وي، نو درځئ بيا په دې ايت فکر وکړو : { أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا} .

مهاجرينو ورونو!

د هغه چا په نعرو مه تېروځئ، چې هغوی په همدې نعرو روزي ګټي..د هغه چا په خبرو سر مه خوږوئ، چې د دې ولس له تاريخ او ثقافته نا خبره د دې ولس د محبت په دعوه د همدې ولس پر ضد لګيا دي..د هغه چا کوټه دلايلو باندې فکر مه کوئ، چې خپل ډار د دې ولس د محبت دعوې شاته پټوي..د هغه چا «تنانا» مه اورئ، چې خېټه د عقلانيت خورجين کې ګرځوي…او بالاخره د هغه چا لفاظي درباندې اغېز ونه کړي، چې په «ګل وطن» کې د لوټل شوې حياء درد نه لري..



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.