کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / غزل/ عرفان الله عرفاني

غزل/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

نه دي په یو قول او قسم باندې
تل یې اړولی یم په غم باندې

دوی د نمرود کلي کې لوی شوي دی
ووروي اورونه په شبنم باندې

دلته یې سرتورې ښاپېرۍ کړلې
ګرځي تور دېوان زموږ حرم باندې

راشه پسرلیه خزان وشړه
وشینده ښکلا زمونږه چم باندې

ای ورکه جانانه لار دې نه پرېږدم
ایښی مې قدم دی ستا قدم باندې

نور مې پېښوره درکې زړه چوي
ځمه نور کابل ته په طورخم باندې

خدای خبر چې خدای به وي راضي له چا
نه ده په عرب او په عجم باندې

دا کفري برجونه فولادي کلا!
ټول به نړوم په موټر بم باندې

بیا مې (عرفاني) غزل ته زړه شوی
لیکمه غزل په مات قلم باندې


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ