ادبي لیکني

پلار مې پاټکیانو وواژه؛ ورور مې اربکیانو!

مبائیل مې وشرنګیده، نمرې ته مې وکتل، دملګري مې وه، سلام جو ړپخیر نه پس، ما وئیل څنګه دې په یادشوم. وئیلې سبا ده افغانانو پارک ته راشه کار مې دی درسره. ما وئیل یو خو ستا کارونه نه خلاسیږې، وایه څه دې. وئیل نه د ټلیفون خبرې ندې سبا راشه. ښه سهې ده سبا هسې هم دجمعه مانزه ته راځم دولس بجې خیمو کې اوسه، د ټلیفون په سره بټن مې زور کړې، دولس بجې شاو خواخیمو ته ورسیدم، باران هم تازه اوریدلی وو، د خیمو مخو ته وړو ډنډوکیو کې د هګیو پوټکو لامبو وهله، د نغرې په شکل ځای په ځای تیږې سر په سرایښودل شوې وې، ځینو د پاسه کړایانې هم پاتې وې،

څنګ کې د لوبیا تش قوتې او دغوړیو بوتل ښکاریدل، شل پنځه ویشت خیمې کتار لګیدلې وې، ملګری ته مې ټلیفون وکه، هلکه کوم بلډینګ کې یې. وئیلې مخامخ رازه خیمې مخ ته ولاړ یم، څو خیمې مې کراس کړې، په ملګرې مې سترګې ولګیدې یوکس ورسره بل هم ولاړوو ستړي مشي نه پس خیمې ته درکوع په حالت کې ننوتلویونیم میترخیمه کې دکارتنوفرش غوړیدلی ووملګري مې یوې بړستن ته لاس کړې هوارولوسره دبړستن نه سوړ بوې وه خته ملګري ته مې مخ واړوه څونفره خیمه کې اوسئ وئیل درې دومره تنګ ځای کې درې نفربس څه وکوداده افغانانوژوند دی ایټالیاکې ملګری مې پاڅیده وئیل کینئ زه  چاې راورم زه پوه وم چې دلته نزدې دوکان نشته زه هم پاڅیدم ماوئیل زئ دوکان کې به چاې اوڅکوبیابه مانزه ته لاړشوجومات نه راوه وتلوملګري ته مې وئیل څه کاردې وو وئیل دازمونږکلیوال دی زبیرنومیږې باري(باري دایټالیاجنوبي ښاردی) کې کیس ورکړي خوبیچاره ریفوذشوي( یعنې قبول کړی ندی) ده دوهمه محکمه لپاره یې وکیل نیولی اوس وکیل ورته وئیلې چې افغانستان کې دکومومشکلاتونه راتښتیدلی بایدټول ایټالوي ژبه کې ولیکي که داورته ته ولیکې مامې ملګري ته په داسې آندازکې وکتل چې ولې داغمونه ځماپه سراچوې خوزبیرماته دسوال په سترګووکتل زه یې قانع کړم.
زبیرته مې وکتل ماوئیل وروره ماسره کورته لاړشه په کمپیوټربه ولیکولګ به آسانه هم وې اوصفابه هم راشې زبیردهوپه آشاره سروښوروه ده بنګالیانوقصابي ته لاړوغوښه مې راوخیسته ډوډۍ نه پس شین چې مې دوه پیالوکې واچوزبیرچې غړپ وکه داچاې خودافغانستان دې دکومه دې کړې ومې ویل داراته یوکیلوچادافغانستان نه راوړي.

لیپټاب مې کیښوده زبیرپه سوچونوکې ډوب ووغږمې پرې وکه زبیره مه خپه کیږه خداې مهربانه دی دامشکلات دټولوافغانانوپه سر راځې که تیاریې چې کیس ولیکوهوهوولې نه یاره ماخودوي ته خپله ټوله رښتیاکیسه کړې نه پوهیږم داظالمان یې ولې نه منې زمونږه ډیره پخوانۍ دښمنې وه ځماخونه یادیږه خوچې کیسه راته شوې تنظیمې جګړوچې زوراخیستی وو زمونږکلیوال دزردادپاټکیانوکې وودهغوي دځمکې څنګ کې زمونږه دوه جریبه ځمکه وه په هغې یې هم خيټه واچوله پلارمې ډیرې هلې ځلې اوعارضې کړې وې دکلې سپین ږیرې جرګه کړې ووخوکومه فائده یې نه وه کړې هغه خلکومفته زمونږځمکه خوړله کله چې دتالبانوحکومت راغی هغه خلک څه وخت لپاره پټ شول بیرته کلې ته راغلل پلارمې بیاورته کسان ولیږل چې ځمکه راوسپارې خوهغوئ ونه منله پلارمې دځمکې ټولوکاغذواوشاهدانوسره ولسوالۍ ته لاړعارضه یې وکړه بلآخره ځمکه مولاس ته راوړه خوقبضه کوونکومې پلارته قسم کړی ووچې یابه ځمکې نه تیریږې اویادخپل سرنه همغه ووچې دشپې مې پلارهمغه ځمکه کې اوبه لګولې مشرورورمې هم ورسره ووپلاریې راته ووشتی وودښمن موپاکستان ته وتښتیدل دزبیرغږکې تغیر راغی مادلیپټاپ سکریم نه سترګې دافسوس په حالت کې دزبیرمخ ته واړولې دزبیرپه غټوتوروسترګوکې اوښکې ډنډوې لکه دبهیدوآجازت چې غواړې کیداې شې ده خبروسره یې دپلارزاړه یادونه هم میلمانه شوې یې زبیرخپلوخبروته آدامه ورکړه ماهم په کیبورډګوتې کیښودې دپلارمرګ نه پس مې مونږماماکره لاړومشرورورمې هم دګټې وټې اوده کورسرپرستۍ لانه ووشوی کورځمکه اوباغ موټول تره ته پاتې شول نوشې جان یې کول خلک څنګه وایې(دمرګه دې جارشم پوستین دې په ما ادل دی)
خومامامې ډیرعظیم انسان ووزمونږپالنه یې داسې وکړه چې څوک به دخپل اولادهم ونکړې مکتبونه یې راباندې وه وئیل مشرورورمې (۲۰۱۰) کال کې انجنرې نه فارغ شوځماهم همدا آخرې کال ووچې دولسم نه فارغ شم خپل ملک اوپټی مودتره نه واخیستل کورموځان ته رانوی که مشرورورمې واده وکه ځماهم کوزده ده مامالورسره شوې وه خومامامې وئیلې پوهنتون وه وایه بیابه واده وکې.
زبیرداوبوبوتل ته لاس کړې وئیل ستاپه آجازه په درې ساوویې اوبه وڅکلې بیایې سوړآسویلې وه ویسته یاره اروپادچاپه یادکې هم نه راتله دژوندڅخه راضې وودهیڅ شې کمې مونه احساسوه هغه دوستانوچې مودمجبورۍ په وخت پوښتنه نه کوله اوس به موورنه میلمه خانه نه خالې کیدله دورورمې یوځوې هم پیداشوچې دټولوورسره سات تیرووبس هغه ظالمانوچې مې پلارویشتی ووپاکستان نه راغلل اربکیانوسره یوځای شول یویې کومندان شومونږکره یوه پخوانۍ تمانچه وه ورورمې یوټوپک هم واخیسته وئیلې احتیاط دپاره ښه دی حکومت ته لاړعارضه یې وکړه چې دا اربکیان زمونږده پلار قاتلان دې حکومت هم کوم مثبت ځواب نه راکوه دوسیه یې په یوه اوبله بهانه ځنډوله بدې داروموورورته خبر راولیږه چې په تیروخاورې واړوه خپل آرام ژوندمه خرابوه خوورورمې دټولولاروڅخه کار اخیسته چې ده قانون منګولوته یې وسپارې بله ورځ مې دمامادځوی واده وومونږټول دنکریزوپه شپه تلې ووناوې چې کله راوړه مامانه موآجازت واخیسته چې مونږځوکورکې څوک نشته ماښام ناوخته راوه وتلوورورسره مې تمانچه اوماسره کلاشینکوف ووزمونږاودماکورمینځ کې نیم سات په پښولاره ده  تیاره کوڅوکې دلاسې برق په رڼامومزل وهه چې داناروباغ نه راباندې دریش غږوشومازرقیدوه وهه ورورمې تمانچه ته لاس ووړچې ټکان وشوورورمې ولبیده غږیې کړې زبیره زه ولګیدم دځان خیال وساته ماهم سترګې پټې کړې کوم طرف نه چې په مونږډزې وشوې همغه طرف مې ده ټوپک خوله واړوله یودرب شو درب سره مې چیغه واوریده و ای ولګیدم مادشاه له طرفه په سریودروندګزاروخوړنورپوه نشوم خوچې سترګې مې خلاصې کړې ډاکټر رانه تاویده اوسرمې تړل شوی وو.

زبیرته مې وکتل دزبیردمخ غنم رنګه پوستکې کې سورخې اوسترګوکې داسې سرې لیکې ښکاریدې لکه دانتقام اورچې پکې بلیږې خبروکې هم تغير راغلی وو کله به غږدومره ټیټ شوچې مابه ورڅخه دوباره پوښتنه کوله اوکله به الفاظ په تنده لهجه دخولې راوتل مابه ورته آشاره وکړه چې زه دومره تیزلیکل نشم کولی ده حالاتوبدلون لپاره پاڅیدم شین چاې مې جوړکه ممپلې مې ورسره راوخیستل زبیروئیل ولاښه ځاې دې دی خویواځې دې خولق نه تنګیږې ماوئیل  اوس عادت شوی یم زبير وئیلې چې کارکوې کورلرې نوریې غم مکوه قسمتې یې ایټالیاکې خوچې دافغانانوحالت ګورم ټولې اروپانه مې زړه تورشې هرچالس دولس زره ډالرمصرف کړې قبولې یې هم شوې پارکواوټرین ټیشنوکې ویده کیږې آسناد دشپې سرلاندې ګدې دورځې په بیک کې په شاګرځوې کورکې هریونه دپیسوتمه کوې خبرندې چې دلته مونږډوډۍ هم کلیسیاووکې خیراتې خوروماوخندل هوهمداسې ده اروپا اوس هغه پخوانۍ اروپانده خویوڅه قصورزمونږدافغانانوهم دی په کلونوبیکاره پراته یو ژبه هم نه زدکو مفت سکولونه دې زبیرګوتې ګڼوتوروویښتوته یوړې سریې وه ګرومسکئ شوافغانستان کې موسپګې نه پیژندلې ایټالیاکې رانه دسپګوهم حیانه کیږې.
وئیل رازه چې داڅوکرښې نورې هم تورې کوته مې هم ده کاروباستلې ماوئیل نه داڅه خبره کی داوخت خوده کارهسې هم ندی لیپټاپ ته مې مخ واړوه.
زبیروئیلې عسکروونیولم لاسوته یې راته کړۍ واچولې ډاډسن لګ مزل پس ودریده یوعسکرلغتې سره وه وهلم کته شه هیڅ نه پوهیدلم چې داڅه روان دې عسکرولسوالۍ کې دکوټې ورخلاص که کوټه کې دمیزدپاسه داوبوجیک ایښی ووعسکرنه مې اوبه وه غوښتې هغه راته په څوکۍ دکیناستوامروکه دمیزبل طرف هم څوکۍ ایښې وه همدې وخت کې یوپیړسړی زمونږده بدې دارسره راغی پیړسړي هغه ته مخ واړوه داهغه تالب دی چې ستاوروریې زخمې کړی هغه وئیل هوظابط صیب بیادواړوپه کړاس سره وخندل ځماسترګوته ټوله هغه دشپې صحنه تیره شوه دورورغږمې بیابیابه غوږوته راغی چې زبیره زه ولګیدم ته ده ځان خیال وساته پلارمې هم رایادشوچې هغه خوراته هم همدې خبیثانووژلی نورمې ځان کنټرول نشوکړی ده بدې دارپه طرف مې منډه کړې دخولې مې په زوره ناره وه وتله زه تاژوندی نه پریږدم لاسونه مې تړلې وهغې دزړه په سرلغتې سره وه وهلم څوکۍ کې مې پښه ونښتله دشاپه تخته ولبیدم دواړوپه زوره زوره وخندل دوتلوپه وخت کې وه وئیل سبادې ملي امنیت ته سپارو وره ته مې یوڅولغتې ورکړې یوعسکر راته کړکۍ نه غږکړې هډوکوخوبه خارښ نه یې کړی غلی کینه په ګټه دې ده کنه دلته په تا دزړه خوږوالې والاڅوک نشته ورځ تیره شوله ماسختن کې یوعسکر راغی لاسونه راته خلاص کړل وئیلې ماپسې رازه مامادې درته بیرون ولاړدی عسکرمې ماماپورې ورسولم هغه سره شاته درې نفرمسلح ناست وودنزدې خپلوانوکورموووهلته مې ماماموټرودروه درې مسلح کسان یې رخصت کړل ماته وئیلې نورې ډیرې خبرې پریږده په اوه لکه افغانیومې ڼن شپه ولسوالۍ کې اخیستې وه کنه سبایې ملي امنیت ته سپارلې بیاخبره بیخې سختیده نوردې دلته وخت نه تیریږې اوس ویده شه زه کورته ځم کالې دې راوړم موربه دې هم ځان سره راوړم وه به یې وینې سهاروختې ځوکابل ته قاچغبرسره مې یونانه پورې خبره کړې سهاروختې مې مامادمورسره راغی مورچې مې ځماپه لیدلوڅه وکړل هغه په الفاظوکې نشم بیانولی ماډیرټینګاردنه تګ وکه خومورمې په هیڅ قسم راضې نشوه بلآخره دسفربیک مې غاړې ته واچوه مورکۍ رانه په ژړاپاتې شوه همدلته ورته ده پای ټکی کیږده اوس ډیرهلکان راته دلته وایې چې ستاکیس ضعیفه دی ځکه ندی منل شوی چې ستونزه دې تالبانواوحزب اسلامي سره نده ماهم ده تصدیق په آشاره ورته سروه ښورو

نور اغا ساپی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x