شعـــــرونه

غزل/ صياد افغان

صياد افغان

هجرت کی زوریدلو کړیدلو مهاجرو
وطن مو شه دګلو ګلدسته دمهاجرو

هجرت دهغولارده چی دښمن وی دکفارو
خوشبخت به له مکې ځي مدینه دمهاجرو

یا ربه راته راکړه یودیــــاردهجرتونو
یاختمه کړه دیارکی موجګـړه دمهاجرو

ظالمه موږ و تاته له کفاروفناه دروړل
تا کفر ته کړل ټیټه ها شمله د مهاجرو

یو وخت به مو دفتحو بهیر رسي تراټکه
ها شور هغه مستي ها ولوله د مهاجرو

پاک رب مومنتقم دی انتقام به درنه واخلي
صیـــاده شی به آه مو زلزلـه دمهاجـــــرو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x