کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: دولت او طالبان یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوي کړي

ننګرهار: دولت او طالبان یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار به چپرهار ولسوالۍ کې تېره شپه دولتي ځواکونو پر طالبانو چاپه اچولې چې له امله یې دواړه لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي ویلي چې یاد عملیات تېره شپه ناوخته د چپرهار ولسوالۍ په سپین جومات، څپرې او شین کندي سیمه کې تر سره شوه، چې له امله یې ۷۶ تنه طالبان ووژل شول او ۳۷ نور ټپیان شول.
نوموړي ویلي چې دوی په دغه عملیاتو کې د الوتکو او ځمکني قواوو څخه کار اخیستی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د سپین جومات په سیمه کې یوازي پنځه تنه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه چاپه کې د بهرنیانو او سپیشل فورس په ګډون ۱۳ تنه عسکر ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.
مجاهد په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې د د مړو او ټپیانو د انتقال لپاره ۴ ځله امبولانس الوتکي د جګړې ډګر ته پرواز وکړ.

نوموړي ویلي چې په جګړه کې د ماتې وروسته د عامو خلکو څخه د انتقام اخیستلو په موخه دولتي او بهرنیو ځواکونو په سیمه کې بمبارۍ کړي چې له امله یې یو مسجد او ګڼ کورونه ویجاړ شوي او د ماشومانو په ګډون یو شمېر عام وګړي په کښي شهیدان او ټپیان شوی دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ