دنخودو كڅوړه, ژباړه: نورمحمد سعيد

reading-booksدنخودو كڅوړه
جاويد چودهري
ژباړه: نورمحمد سعيد
د نخودو وروستۍ دانې  مې  هم خولې ته کړې او له کاغذي کڅوړې نه مې يو توپ غوندې جوړکړ، وروسته وړاندې مې وکتل، لرې يوې څنډې ته ډېران  و، ور رهي شوم، چې نږدې  ورغلم  يو څه  مې په زړه کې راتېر شول او بيرته راوګرځيدم، دنخودو تشه کاغذي کڅوړه مې لا هم په موټي کې نيولې وه.
له مانه د لېسو او پوهنتونونو ځوان زده کونکي ډېرى وخت د مطالعه کولو د طريقې  په اړه پو ښتنه کوي. دوئ وايي کوم کتابونه بايد مطالعه کړو او داچې کوم علم بايد له کومه ځايه ترلاسه کړو، هغه څه، چې لوستي مو دي، بايد څنګه  په ياد وساتو او داسې نور… داسې پوښتنې زما لپاره تل په زړه پوري وي. زه دوئ  ته وايم وروڼو او خوېندو : مطالعه يوازي يو شوق ته نه وايي ، بلکې دا يو عادت يا داسې به ووايو، چې يو ډول روږدى توب دى او هر څوک، چې په دې  يو ځل روږدى  شو هغه بيا  داسې پوښتنې نه کوي.
دا چې موږ څنګه کولاى  شو په مطالعه کولو روږدي  شو، نو د دې  لپاره بايد د خپل اضافه وخت  هره شېبه مطالعه کولو ته ځانګړې كړو. ما له ډېرو هڅواو هاند وروسته  مطالعه کول خپل عادت  وګرځول. هرڅه  مې چې مخ  ته پراته وي  زه يې  را اخلم او لوستل يي پيل کړم. که  د خوراک په مېز ناست يم نو پېشقاب  پړمخې  راواړوم او د جوړونکي شرکت نوم يي لولم، په  قاچوغو، چاړه ګانو او پنجو  باندې توږل شوي توري او نشانونه  لولم، که دورځپاڼې  ټوټه  پيدا کړم  يا د ټشو پيپر قوطى وي، د درمل بروشر وي او كه   د ګوليو ډبه ، کومه مجله وي او يا  کومه  لوحه  ځوړنده وي، د نوم  لوحه وي او که دچشمو په چوکاټ  توږل  شوي توري وي، زه يي سمدستي  لولم. دا عادت مې  اوس  داسې پوخ دى، چې نورو ته هېوادونو ته د تګ په مهال  هلته  د هغو هېوادونو د ورځپاڼو د لوست  هڅه  هم کوم، له ژبې سره يي نابلد يم خو د انځورونو او نقشو په مرسته پرې  د پوهېدو هڅه کوم. يو ځل مې د هسپانوي  ژبې يوه ورځپاڼه واخيسته او د يوه ملګري  په مرسته مې يي  ټول  سرليکونه ولوستل، د دې تمرين په بهير کې راته ځان  د هسپانوي ژبې  ښه تكړه (عالم)  ښکاريده. هر چيرې، چې ولاړ شم دکاغذ يوه ټوټه  پيدا کړم او دخبرو په منځنۍ وقفه کې هغه  ټوټه  لولم. په جيب او يا د ياداښتونو په کتابچه کې مې هم د کوم مضمون  يا کاغذ يوه ټوټه اېښې وي. که چا ته منتظر يم او يا په  د سړک په ګڼه ګوڼه کې اېسار شم، نو سمدستي هغه کاغذ راوباسم او لوستل يې پيل کړم. پاتې شول کتابونه او ورځپاڼې، نو زه خو داسې فکر کوم، چې هيڅ يو کتاب  بې ارزښته نه  وي او هيڅ يوه ورځپاڼه  هم بې مقصده نه وي او داچې هر څوک هره ورځ دوه ساعته  مطالعه  نه کوي، ځان دي  باسواده نه  بولي، له  ده نه  ټولې شهادت نامې او تعليمي سندونه بايد بېرته واخستل  شي. دا خو شوه د مطالعې خبره اوس به  درته  ديوه بل په  زړه پورې عادت په اړه هم ووايم، له تېرو شلو کلونو راهيسي، چې کوم دکاندار سودا په کاغذي کڅوړه کې راکړې، نو له تشولو وروسته  هغه کڅوړه سمه کړم او پرې ليکل شوى  هر تورى ولولم. د دې عجيبه عادت  سبب  بيا زما يوه عجيبه فکردى او هغه  داچې زما په آند د خوړو په څېر توري او ويوکي هم زموږ روزي  ده ،چې  قدرت  يې په بيلابيلو بهانو تر موږ پورې رارسوي. د همدې فکر په بنسټ زه په دې باور يم، چې ترنن  پورې  هغه ټول توري او هغه ټولې جملې، چې زما فکر يي بدل کړى او زما په تګلاره کې يې بدلون راوستى  ما د همدې  ورځپاڼو په  همدغو ټوټو او کاغذي کڅوړو کې ليدلي، ځکه نو دا کڅوړې  زما لپاره ډېرې  مهمې  دي. ګورئ  خبره له کومه ځايه  پيل شوه او کوم ځاى ته ورسېده، عرض مې دا کاوه، چې  د نخودو تشه کڅوړه مې په  ډېران غورځوله، چې  هلته  له رسيدو وروسته بېرته راوګرځيدم، نا څاپه را ياد شو، چې دا کڅوړه له  لوستلو پرته  په ډېران اچوم، بېرته راوګرځيدم په ګاډي کې کښېناستم کاغذي کڅوړه مې، چې په موټي کې د توپ په څېر تروړلې وه خلاصه کړه، په جولۍ کې مې کاغذ ويړ کړ او په لوستلو مې پيل وکړ. دا د روان  پېژندنې  د يوه کتاب  پاڼه وه. په دې  پاڼه د وليم جيمز يوه ښاېستوکې فلسفه ليکلې وه. زه د وليم جيمز په اړه دومره خبر وم، چې دى د رواني علومو كارپوه  و او ځان يي د سګمنډ فرايډ زده کړه يال  باله، دا، چې  په ژوند کې يي څه کړي  زه پرې نه وم خبر.  دکاغذ په  دې  ټوټه  ليکلې فلسفه كې  يي مګر کمال كړى و، دى کاږي( دانسانانو له هرې جذبې سره يو فعل  هم غوټه وي. د مثال  په توګه که انسان خفه  شي، نو ژاړي او که خوشحاله وي، نو خاندي. په غوسه کې چيغې نارې وهي او د مينې کولو په وخت بيا په غيږ كې نيول او ښکلول کوي. د ډار په وخت کې منډه کوي او له برياليتوب   وروسته  ټوپونه وهي، لاسونه ټکوي. دغه  راز که  وږى شي، نو سراښتوب او وږسترګيتوب کوي، تر دې  ځايه  پورې خو،  چې وليم جيمز څه وايي  په ورځني ژوند کې يي موږ هم وينو، خو له دې وروسته  بيا هغه وايي( که انسان دا عمل برعكس و کړي، هغه  له يوې  جذبې  سره غوټه  فعل وکړي، نو لږ وروسته  به يې  په  ذهن کې هماغه  جذبه هم راپيدا شي. مثلا که  يو څوک کرارناست وي او ناڅاپه  پورته  شي، په ژړا پيل وکړي يا چيغې او نارې ووهي، نو په ذهن کې به يي هم لږ شيبه وروسته غوسه راپيدا شي. دغه راز که يو څوک له غوسې ډک ناست وي، خو داسې څرګندوي،  چې  ډېرسوکاله دى او له هر چا سره په  ورين تندي  او خوشحالۍ خبرې کوي، نو رښتيا به يي  هم  غوسه له ذهنه ووځي. د وليمز جونز دې خبرې راباندې يو ډول جادويي اثروکړ. په  هغو ورځو کې مې د شکرې ناروغې  ډېره شوې وه. د شکرې اغيزې په انساني ذهن هم کيږي او هغه داسې، چې انسان خواشينى، خفه او غوسه ناک شي، مرکيورس کيږي، کله باد او کله باران ته ورته وي، په  نه خبره تاو تريخوالي ته مخه کوي. په هغو ورځو کې زما د شکرې ناروغې هم  له کچې تېره وه، خواشينى به وم ځان به راته ايکړ (تنها) ښکاريده. د خلکو خندا او ټوکې ټکالې به مې د مرميو غوندې په سينه لګيدې. دغه وخت، نو د وليم جونز خبرې په ما لکه الهام داسې نازلې شوې او زما نصيب او ژوند يې دواړهړ  په بله واړول. له دې نه وروسته مې په بدو شيبو کې هم خوښي او د خوشحالۍ عمل خپل معمول وګرځول، ځکه  مې په يو څو ورځو کې بېرته عادي ژوند پيل کړ. هغه ورځ  ده او نن ورځ  ده، چې کله  هم خفه  شم او يا قار کيږم نو په خندا پيل وکړم. له خلکو سره ټوکې  ټکالې پيل کړم، چې بېزاره کيږم او يا خواشينى کيږم، د يوازيتوب ښکار کيږم، نو دورځې دوه ځله  حجامت کوم، تر ټولو ښه کالي مې اغوندم، دخپلې خوښي خوشبويې کاروم، خپل ګاډى وينځم پالش کوم يې او له دوستانو سره د بانډار لپاره وځم. دوستانو ته  د مېلمستيا بلنه ورکوم، له  ځوانانواو پيغلوسره بانډارونه کوم، په پوهنتونونو کې د ژوند په مثبتو اړخونو ويناوې کوم، له ټوکو ټکالو ډکې ليکنې او کارټوني فلمونه ګورم، له ملګرو سره سيل ته ځم او د نيکۍ کارونه کوم. په داسې کولو مې  د يو څو ساعتونو په اوږدو کې  ټيټ  مورال بيرته  ډېر اوچت  شي. په خپل تن  کې نوې پياوړتيا او توده جذبه محسوسه كړم. که د خواشينۍ په ورځو کې مې ګلاس مات  شي، نو له ځان سره وايم ښه ده، چې  مات  شو اوس به  د زاړه ګلاس په ځاى نوى ګلاس راشي، که په دې مې هم خفګان نه ورکيږي، نو ماښام نوى ګلاس راوړم، دا نوى ګلاس د زاړه ګلاس وير ورک کړي. د خوابدۍ په ورځو کې، چې ماشومان شور کوي او ز ما په  مزاج  يې زوږ لکه  د تېزابو داسې لګيږي، نو زه د هغو د ترټلو په ځاى له  هغو سره يو ځاى شورپيل  کوم، باور وکړئ د ماشومانو دغه لوبې زما خفګان او فکرمندي په سيند لاهو کړي او زما حالت  نورمال  شي. زه د نخودو د هغې کڅوړې او وليم جونز داحسان پوره وړى يم، دوئ  دواړو ماته د ژوند يو نوى اړخ او لورى  راوښود، دژوند دې اړخ  زه د ژوند تېرولو په طرز وپوهولم، ځکه نو شپه او ورځ  له وليم جيمز او د نخودو له هغې تشې کڅوړې نه مننه کوم. زه د الله تعالى (ج) منندوى يم.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

دنخودو كڅوړه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.