نړۍ

سوریه کې د جګړې له پيله تر دې دمه،۲۶۱خبریالان وژل شوي

نن ټکی آسیا: په سوریه کې د بشري حقونو د فعالینو له لورې خپاره شوي دقیق ارقام په ډاګه کوي، چې د بشارالاسد د مستبد رژیم د ځواکونو په لاس د جګړې له پيله تر دې مهاله، ۲۶۱ تنه ژورنالیستان وژل شوي او ۱۷۴ تنه نور لومړی اختطاف شوي بیا زندانونو ته اچول شوي.

د سرچینې په خبره، د خبریالانو په وژنو کې د ملي مقاومت سرتېري هم ونډه لري،خو د حکومتي رژیم په پرتله یې شمېر خورا لږ دی.
 د ژورنالیستانو لپاره تر ټولو خونړۍ سېمې د ترکیې پولې ته څېرمه حلب او ادلب ښارونه بلل کېږي. هلته چې د ښکېلو غاړو د ماشینګڼو شپېلۍ شېبه په شېبه د بې پرې او بې وسو خبریالانو ژوند اخیستلو ته لار څاري.
سرچېنه زیاتوي، دا وژنې ډېری مهال د مخ پټو وسله والو له لورې ترسره کېږي. د څلورو ورځو په بهیر کې یوازې په حلب ښار کې د ژورنالیستانو د مرګ-ژوبلې او اختطاف ۲۵ پېښي ثبت شوي دي.
په مجموعي توګه په سوریه کې د جګړې له لومړۍ ورځې (یعني د ۲۰۱۱ز د مارچ) را په دې خوا ټولټال ۲۶۱تنه ژورنالیستان په مختلفو بڼو وژل شوي، چې له دې ډلې څخه یوازې د ۱۴ هغو پر وژنه د حکومت مخالف جنګیالي پړه بلل شوي.
د سوریې د جګړې پر خبري پوښښ بوختو کورنيو او بهرنيو خبریالانو کې ډېری داسې هم شته چې تر اختطاف وروسته چورلیټ ترې تم شوي هم دي او تر اوسه یې د بیا موندنې هېڅ څرک هډو ښکاري هم نه.
د تېرو درو کلونو په جریان کې د اسدي پوځیانو له خوا لږ تر لږه ۱۷۴ تنه خبریالان اختطاف او تر سختو شکنجو او ځورونو لاندې نیول شوي او د  ۳۲تنو نورو د تښتولو تور بیا د ملي مقاومت پر جنګیالیو لګېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x