کور پاڼه / ټولنیزه برخه / مه خفه کېږه! (۱۱۶)

مه خفه کېږه! (۱۱۶)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ سفر وکړئ!

وایې، چې سفر د اندېښنو له منځه وړونکې دی.

حافظ عبدالرحمان الرامهر مزي په خپل کتاب “المحدث الفاصل بین الراوی والواعی” کې د علم په طلب کې د سفر د ګټو په اړه پر هغو خلکو چې د سفر په اړه ښې خاطرې نه لري، رد کوي او وایې:

( که دغو معترضینو ته معلومه شي، چې په سفر بوخت خلک په حقیقت کې په څومره خوندونو کې ژوند کوي، له وطن څخه په بېلتانه کې هغوی ته څومره نشاط او خوښي ترلاسه کېږي، پړاو پر پړاو د مختلفو هېوادونو پر لوړو او ژورو ګرځېدل، له باغونو او طبیعي مناظرو څخه لیدنه او کتنه او د هېوادونو عجایبات ننداره کول او داسې نور، نو پوه به شي، چې د نړۍ خوندونه په حقیقت کې د همدغو نندارو په ښېګڼو کې را خلاصه شوي دي.

یو شاعر وایې:

( په کوم ځای کې چې ستا سپکاوی او اهانت کېږي، له هغه ځایه خپله خېمه پورته کړه. )

#لاتحزن


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ