
غزل/ نور احمد نعماني
نور احمد نعماني
ژر راځه بهاره امیدونه سره وتړه
څاڅکی د شبنم بورا ګلونه سره وتړه
نرګس او غاټول دواړه د ریحان پر ژر مرګ ژړیږی
سری سترګی د ګلاب ارغوانونه سره وتړه
شپونکی او رمه دواړه د لیوانو د خولی ښکار شول
شپیلۍ وو ترنم او د ښتی غرونه سره وتړه
مقتدی او امام دواړه یو د بل په وینو رنګ شول
شهید مؤذن جومات او آذانونه سره وتړه
شهید جانان به ګوره چی پر کومو خاورو پروت وی
لحد وو جنازه او تکبیرونه سره وتړه
سپوږمۍ د خپلواکی د غلامۍ تندری نیولی
لمر د آزادۍ او آسمانونه سره وتړه
په څوکه د پامیر بیا سپین بیرغ راته رپاند کړه
سپین غر وو ماهیپر او سالنګونه سره وتړه
کړۍ د “نعمانی” د غزل ښکاری بی ترتیبه
د شعر په ځنځیر می دا بیتونه سره وتړه