افغانستان

د ملي امنیت په نامه پخواني کمونیسټان د بندیانو د اجباري اعترافاتو څخه تبلیغاتي استفاده کوي

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي په کابل کي د استخباراتو بدنامه ارګان چي ځانته ملي امنیت وايي، او پخواني کمونیسټان، حرفوي قاتلان او شکنجه کونکي مجرمين په کښي را ټول شوي دي، غواړي چي د مجاهدینو په وړاندي د دروغ ویلو څخه کارو اخلي، او د افغانستان پر دین مین ولس د مجاهدینو په وړاندي بد ګمانه کړي.

نوموړي ویلي چي کله د ملي امنیت ټولي هڅي د مجاهدینو په وړاندي ناکامي شولې، اوس یې دغه ناوړه ادعاوو او تورونو ته لاس واچوه، او کوشش کوی چي په مجاهدینو غیر اخلاقي توررونه پوري کړي.

او زیاته کړې: (موږ د دښمن دغه راز نا ځوانمردانه  او له شرمه  ډک عمل په ترټولو کلکو الفاظو غندو ، جبون دښمن  چې  د مقابلې په ډګر کې يې خپل مورال او جرئت بايللی اوس هڅه کوي  دمجاهدينو په وړاندې له دروغ ويلو نه کار واخلي  او ځينې ساده لوحه کسان په دغه راز پروپاګند سره  تير باسي ، افغان ولس دطالب او مجاهد اخلاق ، کردار ، پاک لمني او ميړانه هم د سرپه سترګو ويني او د کابل غلامانو تالۍ څټې څيرې ، اخلاقي کچه ، په فساد ککړ حالت او دپيسو په بدل کې له ناموس ، دين ، او عزت نه تيریدل هم  له ورايه ګوري ،  دکابل استخبارات نشي کولای لمر په دوو ګوتو پټ  اودخلکو په نظر کې ځانونه  سپين کړي ،  دشکنجې په نتيجه کې دبندیانو مجبورول چې بايد ددښمن دخوښې شيان ووايي او بیا له هغې نه تبلیغاتي استفاده کول ددښمن په بې کفايتۍ ،ماتې او پوره ناتوانۍ باندي دلالت کوي) .

باید وویل شي چي تیره ورځ د ملي امنیت د ادارې له خوا رسنیو ته یوه ویډیو توزیع شوه، چي په کښي یو کس د پکتیا ولایت اوسیدونکی د طالبانو په اړه ناوړه او غیر اخلاقي اعترافونه کوي، او دطالبانو مشران او قومندانان په غیر شرعي جنسي اړیکو تورنوي.

دا لومړی ځل نه دی چي د ملي امنیت اداره داسي ویډیو نشروي، ددې تر مخه یې هم ډیري ویډیوګاني نشر کړی، چي قسما قسم اعترافات په کښي کیږي، او د ځینو په اړه یې شک کیږي چي معرفي شوي بندیان اصل کي د ددغي اداري مامورین دي، چي د بندیانو تمثیل کوي.

د کتونکو او نظر خاوندانو په وینا ملي امنیت په دې سره غواړي د هغه خبرونو تاثیر کم کړي، چي ددغي ادارې، پولیسو او فوځ په اړه په نړیواله سطحه خپریږي، په کوم کي چي راغلي د ملي امنیت، پولیسو او فوځ په منځ کي هیروینان، همجنس بازان او لوطیان زیات شوي، او تر یو نه منلو کچي پوري پورته شوي.

په تیره میاشت کي ددغي ادارې مشر رحمت الله نبیل اعتراف وکړ چي یوازي په کابل کي تر ۶۰ زیات هیروینان د خپلي ادارې څخه شړلي، او په نورو ولایتونو کي تحقیقات جاري کړي.

او همدا راز تیره میاشت د امریکا د پوهنتون پخواني استاذ هم په رسمي توګه په تلویزون باندي اعلان وکړ چي مسلمان، افغان او همجنس باز دی، او د میړه په لټه کي دی.

نوموړي ویلي وه په کابل کي په سلګونو داسی کسان پيژني چي د نوموړي شوق لري، او همجنس بازان دي.

د افغانستان د حقوقي بشر د خپلواک کمیسون مشري سیما ثمر هم تیره میاشت په افغانستان کي د همجنس بازۍ په اړه انديښنه څرګنده کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x