
تړمي اوښکي/تپاند زهاد
تړمي اوښکي مي د سترګو څه نجات کړي
مفتي زړه مي د ښکلا سره صفات کړي
د ګلونو نڅا ګاني دي لیدلي
بوراګان ورته زاري اومنا جات کړي
دقدم خاوره بي کړم رانجه دسترګو
هغه خلګ چي ستاینه دیو ذات کړي
خاطره مي ستا د حسن را په یاد سوه
ځلق ستوري مي د زړونو ملاقات کړي
زه به ولي بختور نه یم جانانه
پیرزویني دي وما ته اد بیات کړي
حیات عشق مي تمنا کړي ستا د وصل
خوږمن زړه مي دښکلاؤ عرفات کړي
شاپیرۍ د شعر خفه نه کړي (تپانده)
الهامونه درته زړه هروخت سوغات کړي