
خوست کې چاودنې د ملي امنیت شپږ عسکر وژلي
نن ټکی آسیا : په خوست ښار کې د چاودنې له کبله د ملي امنیت شپږ عسکر وژل شوي دي.
چاودنه نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د ښار د بلندمنزلو په سېمه کې رامنځته شوه.
چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې کله د ملي امنیت د عسکرو رینجر موټر له سیمې څخه د تېریدو په حال کې و.
د خوست ولایت د عامه اړیکو مسؤل بریالي روان له رسنیو سره د خبرو پر مهال د پېښي پخلی کړی او زیاتوي چې د ملي امنیت موټر له سیمې څخه د تګ په حال کې و، چې په یوه عراده موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي انفجاري موادو پرې زوروره چاودنه کړې .
د چاودنې غږ تر ډېر لیرې اورېدل شوی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښي مسؤلیت په غاړه اخیستی او په خبره یې په دغه چاودنه کې د ملي امنیت د منسوبینو موټر په بشپړه توګه ویجاړ کړی او د یو مشهور جاسوس په ګډون يې شپږ عسکر وژلي دي.