کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د غزني امنیه قومندان امین الله امرخیل استعفا ورکړه

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخیل استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): د غزني امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل د مرکزي حکومت د نه ملاتړ له کبله استعفا ورکړې ده.

جنرال امرخیل له یو تلویزون سره په خبرو کې ویلي چې ده خپله استعفا د بې عدالتۍ او د مرکزي حکومت د بې پروايۍ له کبله ورکړې ده. هغه چارواکي په دې تورن کړل چې په غزني کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ نه کوي.

امرخیل وویل چې سربېره پر دې چې غزني د افغانستان یو له ناکرارو ولایتونو څخه و خو د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ بیا ددغه ولایت هېڅ یو افسر او سرتیری تقدیر نه شو: «هر څوک چې وي په دغه کار سره مایوسه کیږي».

هغه وویل چې استعفا یې مرکزي حکومت ته لېږلې خو د کورنیو چارو وزارت لا تر دې استعفا نه ده منلې.

یاد وزارت تر دې دمه د امرخیل د استعفا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ