کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / هلمند: چاودنې ۶ ملکي وګړي وژلي

هلمند: چاودنې ۶ ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه موټر چاودنې ۶ کسان وژلي او ۵ نور ټپیان کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک ويلي چې دغه چاودنه د ملکي وګړو پر یوه موټر شوې چې د ناوې څخه خانشین ولسوالۍ ته روان و.

د ځواک په وینا پر دغه موټر د ملي اردو له یوې قرارګاه سره نېږدې ماین وچاودیدلو او له کبله يې ۶ ملکي کسان و وژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

د سرچېنې له قوله په وژل شوو او ټپي شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یادې پېښې یو تن ټپي اغاګل پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په موټر کې ناست کسان په یوې کوژدن کې د ګډون لپاره روان و چې په لاره کې پرې ماین وچاودید.

هغه زیاته کړله چې په وژل شوو کسانو کې یو نارینه، پنځه ښځې او یو ماشوم شامل دي او درې ښځې او درې ماشومان ټپيان دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ