نظــر

زوړ افغانستان نوې امریکه

د اشغال ابتدائی کلونه وو زما هم د مکتب وختونه وو. په داغه کلونو کی می نیټ هم نوی نوی زده کړی وو، دغه وجه وه چه ما هم انټرنټ ته زیات وخت ورکاوه، یوه ورځ د یاهو میسینجر په وسیله له یوی سپین سری برطانوی ښځی سره په تماس کی سوم، د دې د پوښتني په جواب کی مي ورته وویل چه د افغانستان یم.

د دغي جملی په اوریدو سره دې وخندل او ګوته یی په یوه او بله خوا وښوروله، مقصد یی د ګوتي له ښوریدو “نا” څرګندول وه او په داغه خندا کی یی داغه جمله هم وویله.
“داسی مه وایه چي د افغانستان یم داسی ووایه چه د نوي امریکې یم”.

دا چي زما سره د وطن مینه ډیره وه، خو له سیاست سره می بلدتیا کمه وه هم داغه وجه وه چه د خپل وطن د مینی او اففانی غیرت په خاطر می په دغه موضوع بحث ورسره اوږد که.

ښکاره ده چه زما دلیلونه کمزوری وه د بحث پایله داسي شوه چه په ما کي احساس د څیړني پیدا شو، او د افغانستان سیاسی حالت زما د توجه مرکز وګرځیده.

د وخت په تیریدو سره می په هیواد کی څو داسی پیښی ولیدی چي نه یوازي زما ګمان یې په یقین بدل کړ بلکي یقین مي ورځ تر بلي ټینګیده، چې هیواد خو زمونږ ده خو واک یې د بل ده.

غواړم چي د هغو ناوړه پیښو څخه د بعضو خلاصه ستاسو په خدمت کی پیش کړم.

امریکې په وار وار بی ګناه ولس بمبار کړ خو د دې په اړه د پوښتني څوک نه وه. همدا راز مي یوه ورز په نیټ د بی بی سی په پاڼه کي دا بیان ولید چه امریکایانو د تاریاکو یو لوی سمگلر ونیو او امریکی ته یی یووړ، نو دغي خبري مي په دماغ کی یو څو پوښتني راوپارولې.

هغه دا چه ولي د افغانستان په حکومت کي دومره قاضي نشته؟ او یا په افغاني قاضي کي دومره صلاحیت نشته؟ چي یو افغاني په افغانستان کي نیول کیږي، او هغه د هیواد څخه د باندي زنداني کیږي او بیا به هلته محکمه کیږي، په هم دې خوا می د سوچو لړی اوږده شوه، هغه دا چی افغانان زیاتره د پردو له خوا په وحشت سره نیول کیږي یا خو دا نیول سوی افغانان له هیواد څخه دباندي زندان کي اچول کیږی او یا هم په هیواد کی دننه بندیان کیږی خو د داغه بندیخاني اختیار د پردو وی.

د دی حقیقت د څرګندیدو سره سم می هغه د سپین سری برطانوۍ ښځی خندا او د دی داغه جمله چي “ووایه چي د نوي امریکی یم”

سترګو ته ودریده، نو په هم دی وخت کی می د سپین سری په غیاب کي فیصله وکړه چي د سپین سری خبره په ځای ده ځکه چي په دی هیواد کي چه څه امریکایان غواړی هم هغه کیږی او د دی هیواد بچیان دلته په بشپړه توګه بی واکه دی او د عامو اجنبیانو نه بلکی د مظلومو اجنبیانو په څیر د ژوند شپی صبا کوی.

خو بیرته می په دغه ځای زړه ډیر خوشحاله سی چه الحمد لله نن هم د وطن په بچیانو کی داسی زمریان شته چه هغه د وطن د بقاء، خپلواکی او اسلامی قانون نفاذ لپاره له هیڅ نوع قربانی دریغ نه کوی او د دوی اخلاص، وفا او صادقانه هڅو زما زړه ته تسکین راکړی چي ان شاء الله عنقریب به مونږ افغانان د پردو له پیغوره خلاص سو او په نړی کي به په خپل نوم د یادیدو تر څنګ په خپل هیواد کی د یو خپلواک حکومت لاندی سوکاله ژوند تیر کړو.

لیکوال: سحر سحر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x