افغانستان

ابتدائیه محکمې انس حقاني په اعدام محکوم کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۵ل): د کابل ابتدائیه محکمې د پخواني جهادي قومندان مولوي جلال الدین حقاني زوی انس حقاني په اعدام محکوم کړ.

د لویې څارونوالۍ ویاند بصیر عزیز پرته له دې چې د محاکمې د جزییاتو او د انس حقاني د جرمونو په اړه څرګندونې وکړي ویلي چې ابتدائیه محکمې انس حقاني په اعدام محکوم کړی دی.

انس حقاني او د هغه ملګری حافظ عبدالرشید د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې له ګوانتانامو زندان نه د راخلاص شوي طالب بندي د کورنۍ د غړو په غوښتنه قطر ته تللي وو او د بېرته راتګ پر مهال په بحرین کې د امریکایانو په غوښتنه د انټرپول له لورې ونېول شو او کابل حکومت ته وسپارل شو.

که څه هم هغه مهال ملي امنیت ادعا وکړه چې انس حقاني یې په خوست ولایت کې د «یو لړ ځانګړو عملیاتو» په ترڅ کې نیولی، خو وروسته معلومه شوه چې نوموړی په یو بهرني هیواد کې د امریکایانو لخوا نیول شوی او بیا کابل ته لیږل شوی.

هغه مهال طالبانو د انس حقاني نېول د هغې هوکړې څخه سرغړونه ګڼلې وه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه شوې وه. په هوکړه لیک کې ویل شوي وو چې د ګوانتنامو بندیان به د خپلې کورنۍ او خپلوانو سره په ازادانه توګه کتلی شي.

که څه هم تر دې دمه د انس حقاني جرم معلوم نه دی، خو ویل کیږي چې نوموړی په حکومت کې دننه کړیو د فشار له کبله په اعدام محکوم شوی دی. انس حقاني د استیناف حق لري او قضیه به یې د دوه نورو محکمو لخوا هم څېړل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

دغه حکم ته دمحکمي حکم ویل له محاکموسره یوه لویه جفا دی ځکه دغه حکم سکولرست او کمونیست شکل لری نه قانونی بڼه ولې که قانوني بڼه ئې لرلی نو انس خو یو زده کونکی وو نه یو جنګي سالار، اونه یوجنګي اسیر،خو پدې باندې هم باید دغه خلک پوه شي چې دغه رنګه وحشت او دغه وحشت ته دمحکمې حکم ویل نه یواځې خلک متنفره کوي بلکه متقابل عمل ته ئې هڅوي چې بیلګه ئې مونږ دشپږو اسیرانو دشهید کولوپه عکس العمل کښې ولیده،

مولوي اسدالله (کریمي)

د افغانستان سرټنبه او وحشي چارواکي باید په دي ښه سر خلاص کړي، چي د دوی داډول کړني بې عکس العمله نه پاتي کیږي، دوی باید مخکې له دي چي په دې اړه کومه پریکړه او فیصله کوي، وارله مخکي د لږترلږه د ۱۰۰ تنو برجسته قضایې، عدلي او امنیتي چارواکو د وژل کیدو او د دا ډول غیرقانوني او غیرانساني کړنو سخت انتقام اخیستو ته په یقین سره تیار واوسي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x