ادبي لیکني

بچيه ما په تاسو ډز نه کاوه

په ژوند مې يوه صحنه ډېر ځوروي، د وردګو په سيمه کې په يوه وسله واله جګړه کې يو سپين ږېرى د حکومتي عسکرو په لاس ورغۍ. نوموړي ټوپک په ځمکه کيښود خو اردو او پوليسو يي په خپله پکړۍ د سپين ږيري لاسونه ترشا ور وتړل او پړمخې يي پر ځمکه پرې باسه او په ښکنځلو يي بريد وکړ چې مردګاوه…. امريکايان تاسو ته وسلې درکوي چې اردو او پوليس و وژنۍ….

هغه چې پړ مخې پروت وو سر يي را پور ته کړ، مخ او ږيره يي په خاورو سپېره وه، زوړ واسکټ، شليدلې جامې، زيړې څپلکې… او وار خطا وار خطا يي د سړک يو او بل لوري ته کتل او ويل يي چې بچيه ما په تاسو ډز نه کاوه ګنې ولې مې ټوپک درته په ځمکه کيښود؟

سپين ږيري زياته کړه چې همدا اوس مې پريږدۍ مخامخ په امريکايانو ورځم يا به مې شهيد کړي او يا به دوي مردار کړم…

خبره يي نه وه بشپړه شوې چې بل پوليس پرې له لرې را منډه کړه او د فوټبال توپ په څير يي په مخ کلکه لغته و واهه او ورغبرګه يي کړه چې د پاکستان غلامه، پنجابيه موږ غولوې…؟!

سپين ږيري څو ملاقه وخوړل، اخ اوخ يي پورته شو، له لغتې او ښکنځلو سره به يې ډيرې خبرې په زړه را ګرځېدلې وې خو نور يي ژبه ګونګۍ شوه اواز يي غلې شو، سترګې يي له اوښکو ډکې او د خرڅوړي په څير لاندې کولي شو….

لیکوال: احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x