افغانستاننړۍ

پاکستاني ځواکونو ۴۲۸ افغانان نېولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۵ل): د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې پولیسو د یوې مدرسې د ۱۰۰ افغان زده کوونکو په شمول ۴۲۸ افغانان نېولي دي.

ایکسپریس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور پر اساس پولیسو د افغانانو خلاف د چاپو په لړ کې د بوسه منډيۍ یوه د دیني زده کړو مدرسه هم تړلې ده.

پاکستاني امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د بلوچستان سرحدي پولیسو یا ملیشو او نور قانون نافذونکو ادارو په یوې مدرسې چاپه ووهله او په کې مېشت ۱۰۰ افغان زده کوونکي چې قانوني اسناد یې نه درلودل ترې ونېول.

سرچېنې ویلي چې د ناقانونه افغان مهاجرینو پر ضد عملیات يې تېز کړي او تر دې دمه يې ۴۲۸ افغان مهاجرین نېولي دي.

خو په کوټه کې مېشت افغان مهاجرین بیا وايي چې پولیسو د ټولو قانوني اسنادو سره نېولي او په ځينو ځایونو کې ملېشو د مهاجرینو کارتونه هم ورڅېرلي دي.

دا په داسې حال کې چې د تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د سپین بولدک – چمن دروازه هم د مسافرو او سوداګرو پر مخ تړل شوې ده چې له کبله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه روپۍ زیان اوښتی دی.

پاکستان وايي چې د افغان مهاجرینو پر ضد یې تر هغه وروسته عملیات پیل کړل چې افغان ځواکونو په کندهار کې مېشت پاکستاني کاریګر د ټولو قانوني اسنادو سره سره له دغه هېواده وشړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صديق

نور بايد د پنجاب لمن هم ورټوله سي
ډير ظلمونه يه وکړل په افغانانو
بل خوا دا بيغيرته د ع او غ حکومت هم څه نه واي نه يي کوي

wali khan

دابل حکومت څه وایی چی ټول ولس خپل همکار بولی خو دعم په ورځ یی هیڅ درک نه معلومیږی . مازی دولس دوژلو ، ډوډی خوړلو ، پل ورانول ، ځان پټولو پټی په عاړه لری یو اواز پورته کولو خق خو لری چی کفرستان دی زرتر زره دا کار بند کړی کنه مونک به هم عسک لعمل وښایو .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x