کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / دفاع وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو ۱۱ منسوبین وژل شوي، ۵۸ طالبان

دفاع وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو ۱۱ منسوبین وژل شوي، ۵۸ طالبان

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۵ل): د دفاع وزارت پر ویب پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو ۱۱ تنه منسوبینو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د مقابل لوري هم ۵۸ تنه وژل شوي دي.

دفاع وزارت د ملي اردو عسکرو د ټپي کېدو په اړه معلومات نه خپروي، خو وايي چې ددوی په عملیاتو کې د طالبانو ۲۶ تنه ټپیان او ۱۶ نور ژوندي نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملي اردو په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې په غزني، پکتیا، کندهار، هرات، تخار، بغلان، کندز، سرپل، جوزجان، بلخ او هلمند کې عملیات کړي، چې یوازي یې د پکتیا ولایت د جاني خیل په ولسوالي کې ۳۱ تنه طالبان وژلي دي.

جاني خېل ولسوالۍ څو ورځي وړاندي طالبانو تر خپلی ولکې لاندي را وستلې ده او د زیاتو غنیمتونو تر څنګ یې دولتي ځواکونو ته د درانه تلفاتو اړولو خبر ورکړی وو.

باید وویل شي چې د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د ملي اردو تر څنګ ملي او محلي پولیس هم جنګیږي، چې د تلفاتو په اړه یې کله هم رسمي څرګندوني نه کیږي.

د یادوني وړ ده چې په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو څخه هر یو خپل تلفات کم او دښمن تلفات زیات ښيي، چې له امله یې د جګړې له امله د مرګ ژوبلي دقیقي شمېرې تر لاسه کول هر وخت ستونزمن وي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ