کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبان: د ملکي تلفاتو په ډیرو پېښو کې امریکايي او دولتي ځواکونه ښکېل دي

طالبان: د ملکي تلفاتو په ډیرو پېښو کې امریکايي او دولتي ځواکونه ښکېل دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۵ل): طالبانو په تېرو درې میاشتو کې د ولسي مرګ ژوبلې تفصیلی راپور خپور کړی او ویلي يې دي چې د تېرې «می، جون او جولای» په میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو زیات ملکي خلک مړه او ټپیان شوي دي چې د دغو تلفاتو غوڅ اکثریت د امریکايي او دولتي ځواکونو لخوا اوښتي دي.

د طالبانو د «ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې» لخوا په خپاره شوي راپور کې هغو ملکي تلفاتو ته هم اشاره شوې چې طالبان وايي د دوی د بې احتیاطۍ له کبله رامینځته شوي دي.

طالبان وايي چې په تېرو درې میاشتو کې د ولسي مرګ ژوبلې ۱۸۸ پېښې ثبت شوي دي، چې له دې جملې څخه په ۱۶۲ پېښو کې امریکایان، افغان حکومت، داعش ته منسوب او نامعلوم جنګیالیي ښکیل دي، او پاتې ۲۶ پېښې د طالبانو په بریدونو او عملیاتو کې رامینځته شوي دي.

یاد راپور زیاتوي چې په دغو پیښو کې ۴۰۱ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۶۳۲ نور ټپیان دي، چې په خبره یې، د امریکایانو او افغان حکومت لخوا ۳۵۱ کسان وژل شوي او ۵۷۷ ټپیان شوي دي. طالبان وايي چې د پاتې ۵۰ تنو د مړینې او د ۵۵ د ټپي کیدو لامل د دوی بریدونو او عملیاتو ته راجع کیږي.

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې په راپور کې راغلي چې په تېرو دریوو میاشتو کې د ۸۹٪ ولسي تلفاتو عامل امریکایان، افغان حکومت، داعش ته منسوب او نامعلوم وسلوال دي، او پاتې ۱۱٪ ولسي مرګ ژوبله د طالبانو په بریدونو کې رامینځته شوې ده.

دغه راپور چې د طالبانو په وینا په هرو درې میاشتو کې د «مستندو شواهدو، کره معلوماتو او له متضررينوسره د مخامخ تماس» په نتيجه کې ترتیبیږي، زیاتوي چې د امریکایانو په بمباري سربېره د افغان ځواکونو (پولیسو، ملي اردو، اربکیانو) لخوا د هوان او توپونو مرمۍ، راکټي بریدونه او په ولسي خلکو مخامخ ډزې هغه عوامل دي چې د ملکي تلفاتو لامل ګرځیدلي.

سره له دې چې طالبان د ولسي مرګ ژوبلې د یوې برخې پړه مني، خو زیاتوي چې د بریدونو پر مهال یې د احتیاط کچه لوړه شوې او که څه هم په دې وروستیو کې یې په کابل کې د بریدونو پر مهال له خورا درنو چاودیدونکو موادو څخه استفاده کړې، خو په وینا یې، د ملکي زیان کچه یې صفر وه.

په دغه راپور کې د ملکي تلفاتو اصلي عامل د «یرغلګرو او د هغوی د حامیانو لخوا تپل شوې» جګړه بلل شوې، او ویل شوي چې یاد قوتونه د خلکو د وینو په قیمت خپل اهداف ترلاسه کول غواړي چې له کبله یې ولسي وګړي له خورا لویو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د طالبانو د ملکي تلفاتو ادارې ټینګار کړی چې د ولس د ساتنې لپاره به د ټولو هغو ممکنو لارو استفاده کوي چې په وس او توان یې پوره وي. دغه راز یې د جګړې په ټولو اړخونو یې غږ کړی چې د عامه هیوادوالو ژوند او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ