نړۍ

د سعودي يوې محکمې ۱۸ کسانو ته، د جهادي نشراتو په درلودلو د بند سزا واورول شوه

د سعودي په رياض کې یوې جزائي محکمې په ۱۸ کسانو باندې د بند فيصله وکړه، چې په اصل کې ټول ۲۱ کسان ؤ. په دغو کسانو باندې داسې تورونه وه چې د جهادي تګلارې په غوره  ګڼلو سربېره د سعودي واکمن نظام او پاچا تګلاره ورته غیر اسلامي برېښېدله. ځکه له دوی سره جهادي کتابونه، سي ډي ګانې، او نور کمپيوټري وسائل هم نيول شوي وه، چې د سعودي د واکمن نظام په ګمان دغه اسناد د دې څرګندونه کوي چې دوی د جهادي فکر ملاتړي دی. نو ځکه د رياض د جزائي محکمې لخوا محکوم کړی شول.

همدارنګه په دوی تور ؤ، چې – د دوی په اصطلاح- ترورستي چاودنې يې تائيدولې، د سعودي واکمن نظام پر ضد یې د بغاوت لاره خپله کړې وه، او هاغو هيوادو ته يې د تللو هڅې کړې وې چې هلته د ځایي نظامو پرضد جنګونه روان دي، دوی وسله له ځان سره، غیر له اجازې ساتله، ترڅو امن زیانمن کړي، او په همدې موخه یې  د نخښې ويشتلو زده کړه هم کړې وه.
په دوی د محکمې لخوا فیصلې متفاوتې وې، په ځینو یې شپږ کاله، په ځینو يې اوه کاله، په ځینو اته او په ځینو نهه کاله، په ځینو لس او په ځینو یوولس کاله د قید حکم شوی ؤ. او بل دا چې کله له يې د بند موده پوره شي، نو بیا به هم همدومره وخت نور له هیواده بهر د تللو اجازه نه لري.
http://www.alyaum.com/News/art/101907.html

که مونږ پورتنی خبر په دقت ولولو، نو له ورايه ښکاري د سعودي واکمن نظام څومره له جهاد او مجاهدينو سره کرکه لري، او د بيان ازادي په سعودي کې د دوی د ادعا په خلاف، څومره له نه شتون سره مخ ده. ځکه جهادي فلمونه، د رسنيو یوه مهمه برخه ده، په ټوله نړۍ کې یې دوست او دښمن بې له کومې ستونزې کتلی شي، خو سعودي یوازینی هيواد دی چې جهادي سي ډي ګاني، د جهادي احکامو کتابونه او له جهاد سره تړاو درلودونکي رسنيز توکي پکې په بشپړ ډول بند دي، کوم چې د قرآن او نبوي احاديثو په استناد برابر شوي دي.
همدرانګه په سعودي کې د نخښې ويشتلو زده کړه هم ستر جرم دی، حال دا چې د قرآن او احاديثو په استناد ویلی شو، چې د نخښې ويشتلو (الرماية) زده کړه، هر مسلمان ته اړينه ده. په یوه حدیث کې عقبه رضي الله عنه وايي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په منبر باندې ناست وه، نو ويې فرمايل:  « وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة» (الایه ـ الانفال ۶۰) یعنې تاسو د کفارو د مقابلې لپاره د خپلې وسې په اندازه تیاری ونيسئ. نو بیا یې درې ځلې وفرمایل: « ألا إن القوة الرمي، ألا إن القوة الرمي» خبردار! قوة نخښه ويشتل دي. خبردار! قوة نخښه ويشتل دي. خبردار! قوة نخښه ويشتل دي.
همدارنګه د عمر رضي الله عنه څخه روايت دی، چې فرمايلي دي «علموا اولادکم السباحة و الرماية و الركب الخيل»  يانې خپل اولاد ته لامبو ور زده کړئ، نخښه ويشتل ور زده کړئ اود آس سورلۍ ورزده کړئ.

معراج الدين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x