کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۶برخه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۶برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

پنځمه وړاندوینه:

یحیی د اوښ د وړیو چوغه اغوستې وه او د څرمنې پټۍ یې له ملا څخه تاوه کړې وه او هغه به ملخان او ځنګلي ګبین خوړلو او دا اعلان به یې کاوه چې (( له مانه پس به هغه سړی راځي چې له ما نه زیات زورور دی زه ددې لایق هم نه یم چې ټیټ شم او د هغه د پیزار تسمې پرانیزم، ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه  وکړه، خو هغه به ستاسو بپتسمه په روح القدوس وکړي.))

حضرت یحیی علیه السلام په عیسایت کې ډېر لوی ځای لري، لکه حضرت عیسی علیه السلام چې وايي: رښتیا درته وایم، چې د بپتسمه ورکونکي یحیی نه لوی زوی لا یوې مور هم نه دی راوړی.

دا چې حضرت عیسی علیه السلام پخپله وايي چې تر هغه لوی ستر انسان نشته؛ نو د دې څخه مطلب دا دی چې دی (حضرت یحیی علیه السلام ) له ما ستر انسان دی.

بل لور ته بیا بایبل وایي چې حضرت یحیی علیه السلام خلکو ته په اوبو بپتسمه ورکوله او ډېر ژر به تاسو ته په روح القدوس بپتسمه درکړل شي چې مراد ورڅخه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی ، حضرت عیسی علیه السلام وایي:

او لکه چې تاسو ته معلومه ده چې یحیی علیه السلام به په اوبو بپتسمه ورکوله؛ خو تاسو ته به په روح القدوس بپتسمه درکړل شي، او دا به لږې ورځې پس وي.

۱: حضرت یحیی علیه السلام تر حضرت عیسی علیه السلام ستر دی.

۲: حضرت یحیی علیه السلام په اوبو بپتسمه ورکوله او راتلونکی کس (حضرت محمدصلی الله علیه وسلم) به یې په روح القدوس سره بپتسمه ورکوي.

۳: حضرت عیسی علیه السلام وایي چې دا به لږ وروسته وي، چې تر حضرت عیسی علیه السلام وروسته د رب په نامه حق روح (پېغمبر) له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه ماسوا بل څوک نشته.

دبایبل په قدیمي عهدنامه کې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وړاندوینې:

شپږمه وړاندوینه:

حضرت سیدنا موسی علیه السلام په تورات کې وایي:
څښتن راغی، د سينا له غره نه هغه ادوم باندې د لمر په شان راپورته شو او وځلېده د فاران له غره نه په خپل قوم باندې د هغه سره لس زره فرښتې وې .

فاران د مکې معظمې نوم دی، یعنې دا ښکلی پېغمبر چې راځي؛ دا به د مکې معظمې له خلکو څخه وي، تر دې سپینه او ښکاره وړاندوینه؟؟؟ دا وړاندوینه په دې له حضرت عیسی علیه السلام سره سمون نه خوري؛ چې هغه د مکې له ښار څخه ؤ او بل لور ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته د بدر په ورځ له اسمانو څخه په زرهاوو فرښتې د مرستې لپاره راښکته شوې وې. نو ګرانولوستونکو! تاسو قضاوت وکړئ. د دې ټولو وړاندوینو څخه لاندې خبرې ترلاسه شوې:

۱: دا نبي صلی الله علیه وسلم به دمکې معظمې له ښاره وي.

۲: دا نبي صلی الله علیه وسلم به له حضرت عیسی علیه السلام څخه وروسته وي.

۳: دا نبي صلی الله علیه وسلم به د حضرت عیسی علیه السلام د قول مطابق، تر حضرت عیسی علیه السلام طاقتور وي.

۴: دا نبي صلی الله علیه وسلم به په آخرت کې شفاعت کوي، په دې نړۍ کې به تسلي راولي.

۵: دا نبي صلی الله علیه وسلم به اسلام پر مخ بیایي.

۶: دا نبي صلی الله علیه وسلم به په دې دنیا کې مرسته کوونکی وي، او خلک به له بې لارۍ څخه سمې لارې ته رهنمایي کوي  او له دوزخ څخه  جنت ته.

۷: دا نبي صلی الله علیه وسلم به د یهودو ورور، یعني د اسماعیل علیه السلام له اولادې څخه وي.

۸: دا نبي صلی الله علیه وسلم به د حضرت موسی علیه السلام په شان شریعت، جهاد، هجرت او صاحب ازواج وي.

۹: هغه پېغمبر صلی الله علیه وسلم به تر آبده له تا سره وي یعني (خاتم الانبياء) به وي.

۱۰: هغه پېغمبر صلی الله علیه وسلم به هیڅ خبره له ځانه نه کوي؛ بلکې هر څه چې اوري (وحی ورته کیږي) او هغه به درته وایي.

۱۱: هغه به دا خلک د خپلو ګناهونو (چې شرک) له خدای سره پیدا کوي، یا لکه تاسې چې وایئ، چې عیسی ابن الله (دخدای ځوی دی نعوذباالله)، په صداقت کې چې تاسې رښتني نه یاست او زما تکذیب مو وکړ او په انصاف کې چې زه مو د الله ځوی کړم  اوداسی نور… په دې کې به تاسی ملامت کړي (ای عیسایانو او یهودو)! یعنې تاسې په دې ټولو کې پر ناحقه یاست او دغه پېغمبر په حقه دی.

۱۲: داپېغمبر صلی الله علیه وسلم دحقیقت روح( واقعي پېغمبر) دی.

۱۳: له دې پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره به پرښتې وي، لکه د بدر په ورځ چې الله جل جلاله ملائکې د مسلمانانو د مرستې لپاره راولېږلې.

۱۴: دا پېغمبر صلی الله علیه وسلم به راتلونکې وړاندوینې وکړي، لکه پېغمبر صلی الله علیه وسلم چې ډېری وړاندوینې کړیدي چې دلته به لږه رڼا به پرې واچوو:

که موږ څه د عقل او انساینت په سترګو سره د اوسني بایبل ایاتونو ته وګورو؛ نو دا ثابته شوه، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په حقه سره پېغمبر دی، دلته د یوه پېغمبر لپاره دوه شیان ذکر شوی دي، یو دا چې دی به هغه څه خلکو ته وایي چې وحې ورته کیږي، نه له خپله ځانه څخه جوړې شوي خبرې دي او دغه راز قرآن عزیز د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وایي:

﴿وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ (۳) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ(٤) عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَىٰ (٥)﴾ ( ایات : ۳، ۴، ۵ النجم)

ژباړه: دغه (محمد) له خپل نفسي خواهش څخه خبرې نه کوي؛ دا (قرآن) خو یوه وحې ده، چې پر هغه نازلیږي. هغه ته برلاسی ځواکمن (جبرائیل علیه السلام) ښوونه کوي.

او دوهم دا چې دا پېغمبر به څه وړاندوینې کوي، یعنې داسې پېښې به بیانوي، چې وروسته به پېښېږي، چې دا هم ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د اسلام خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ډېرې زیاتې وړاندوینې کړي دي، چې ټولې پخپل مهال ریښتنې شوې او رېښتېنې ختلي دي، چې زه صرف د قرآنکریم څخه دوه بېلګې ذکر کوم.

اول دا چې قرآن عزیز وایي:

﴿إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ ۚ﴾ (القصص ۸۵)

ژباړه: بېشکه هغه (الله) چې فرض (نازل) کړي یې دي پر تا (احکام) د قرآن، خامخا بیرته لیږونکی دی ستا، هغه ځای د وعدې (مکې) ته.

له (معاد) څخه مراد مکه معظمه ده، دا هغه وخت نازل شوچې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دمکې معظمې څخه ومدېنې منورې ته هجرت کاوه او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه ورسره ؤ، دا وخت ډېر مایوس کوونکی حالت ؤ، نو چې کله دوی (جحفه) نومې ځای ته ورسېدل؛ دا مبارک ایت نازل شو، او نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته یې تسلي ورکړه، چې ته به بیا دې ښار ته راځې او دا د مکې فتح ده چې د ده په مبارک ژوند کې ورته بیرته په برخه شوه.

دویم دا چې  په قرآن کریم کې راځي:

﴿غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿٢﴾ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿٣﴾ فِي بِضْعِ سِنِينَ ۗ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ ۚ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ﴿٤﴾﴾ (روم، ۱- ۴)

ژباړه: رومیان (د روم اوسېدونکي) مغلوب شوي دي. په نژدې هیواد کې. او له خپل دغه مغلوبوالي څخه وروسته به هغوی (پر پارسیانو) برلاسي شي. په څو کلونو دننه کې. مخکې هم او وروسته هم یوازې د الله واک دی او په دغه ورځ (د روم په برلاسه کېدو) به مسلمانان خوشحالي وکړي.

یعنې د(۹) کلونو په موده کې به رومیان غالب شي، دا ځکه چې په لغت او حدیث دواړو کې (بضع) اطلاق له دریو څخه تر نهو پورې دی، په دغه آیت کې د قرآنکریم، عجیبه او غریبه وړاندوینه رښتیا شوې چې تر اوسه ټوله نړۍ ورته حیرانه ده، چې د(۶۰۲) میلادي کال څخه تر(۶۱۴) میلادي کاله پورې د فارس او روم پاچاهیانې په جنګ سره اخته وې، پر دې آیت باندې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه له ځینو مشرکانو سره شرط وتړه چې په دغه وخت کې لا شرط تړل نه وو حرام شوی او شرط دا ؤ چې که تر دومره کلونو پورې رومیان بریالي نشول؛ نو زه به سل اوښان تاسې ته درکوم او که کامیابه شول؛ نو تاسې به سل اوښان راکوئ، دروم هرقل پادشاه پر خپل ځان باندې داسی نذر کښېښوده، چې (که الله تعالی پر پارس باندې ماته بٍری راکړي؛ نو د حمص څخه تر بیت المقدس پورې به په پښو ولاړ شم) د الله تعالی شان او قدرت ته وګورئ چې د قرآن د وړاندوینو سره سم برابر د نهو کلونو په موده، یعنې له هجرت څخه یو کال وروسته د بدر په ورځ چې مسلمانانو مشرکانو ته ماته ورکړه او مسلمانان د خوښۍ په حالت کې وو، د روم کتابیانو ته الله جل جلاله پر پارسیان (مجوسیانو) باندې بری ورکړ چې په نتیجه کې د مکې مشرکان نور هم ذلیله شول او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه د مکې له مشرکانو څخه هغه سل اوښان واخیستل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حکم سره سم یې خیرات کړل.

نور بیا…

پایلیکونه:   بپتسمه (Baptism) : د دې توري معنا په اوبو کې غوټه کیدل دي، دې ته تعمدي غُسل هم وایي، کله چې عیسايي  نړۍ،  څوک په عیسایت کې داخلوي، دوی دغه غُسل ورکوي چي د زیتون غوړي ا و اوبه یې سره  ګډې کړي وي، البته دا په مختلفو ډلو کې توپیرلري.
(انجیل مرقوس باب ۱: ۶- ۹)
(انجیل متی باب ۱۱: ۱۱)
(اعمال درسولانو باب ۱: ۵)
(بایبل- استثناء باب ۳۳: ۲)


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ