کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / مولوي جلال الدین حقاني او احمدشاه مسعود

مولوي جلال الدین حقاني او احمدشاه مسعود

نظرمحمد مطمئن – لیکوال او شناند

سیاست دوست او دښمن نه لري، که د جهاد وروستیو کلونو د سرتاسري شورا د غونډو اړوند مواد راټول کړل شي، په ډیرو مواردو کې احمدشاه مسعود او مولوي جلال الدین حقاني څنګ په څنګ ناست او پریکړي کوي، ویل کیږي چې د سرتاسري شورا د کاميابۍ راز په دي کي وو چې مولوي جلال الدین حقاني د احمدشاه مسعود په غوښتنه پکې ګډون وکړ، چې وروسته بیا د شورای نظار انحصار او مولوي جلال الدین حقاني پریکون وکړ.

عیني شاهدان وایې چې یوځل د بدخشان ولایت په توپ خانه سېمه کې چې د چترال د لارې به د شاه سلیم کوتل باندي مجاهدین همدې سيمې ته اوښتل، د مجاهدینو  دلویو قومندانانو غونډه وه، کله چې مولوي جلال الدین حقاني د مجلس ځای ته ورسیدی، احمدشاه مسعود لوڅې پښې منډه ورواخیستله، دحقاني صاحب د احترام لپاره په خاورو کې هم څو قدمه مخکې ورغی  او د حقاني صاحب تود هرکلی یې وکړ. (د مجاهدینو دا ډول غونډي به تر ډیره په وچه ځمکه تر شنه اسمان لاندي کیدلي).

په ۱۳۵۴ ل. کال کې چې د پنجشیر د قیام پلان د ډیورنډ هغې غاړي ته جوړیدی، هغه وخت احمدشاه مسعود او جلال الدین حقاني دواړه د نظام په مخالفت کې د ډیورنډ هغې غاړې ته تللي وو، د احمدشاه مسعود او په ټوله کې د پنجشیر د قیام مشري خواجه محفوظ منصور په غاړه درلودله، چې بیا ونیول شو او د داوود خان له خوا ووژل شو.

۱۹۹۱  اګست  میاشت کې چې کله احمدشاه مسعود ته پاکستان د ورتګ بلنه ورکړه، مسعود د چترال ها خوا ګرم چشمې سیمې ته ورغی، هلته یې د پاکستان د پوځ لوی درستیز اسلم بیګ او  د امریکا سفیر اوکلي تود هرکلی وکړ، په  چورلکه کې اسلام اباد ته ولاړل، ویل کیږي پدغه وار احمدشاه مسعود ته  پاکستان ډیره زیاته مرسته ورکړه، که سعدالدین شپون ددغه سفر جریان له دوستانو سره شریک کړي، ښه به وي، ځکه ویل کیږي چې هغه د امریکا ږغ راډیو د خبريال په توګه په چورلکه کې ورسره تللی وو.

له اسلام اباد څخه وروسته  احمدشاه مسعود د پېښور ښار ته څیرمه د څمکنۍ په سېمه کې د جمعیت اسلامي په  دارالایتام کې  څو ورځې اوسیدی او ملاقاتون یې کول، دارالایتام چې د استاد رباني شخصي ملکیت وو، په ودانۍ کې دننه څو نورې ښکلې او موډرنې ودانۍ وي، د کابل ارګ ته یې ورته والی درلود، احمدضیاء مسعود او یونس قانوني به د مولوي جلال الدین حقاني او احمدشاه مسعود په یاد ځای کې د ملاقات ورځ له یاده نه وي وتلي،  چې په زرګونو کسان، او په سلګونو  واړه د جمعیت قومندانانو د مسعود د لیدو انتظار کاوو، ولي له حقاني صاحب سره د احمدشاه مسعود لیدنې بېل اهمیت درلود.

کله چې د بوبریګدال سره د طالب مشرانو تبادله وشوه، د خوست اوسیدونکی د مولوي جلال الدین حقاني باوري مجاهد حاجي محمد نبي عمري ورور حافظ عبدالرشید او انس حقانی د مولوي جلال الدین حقاني زوی چې د مدرسې زده کوونکی وو،  د عمري پوښتنې ته قطر ته ورغلل.

انس حقاني او حافظ عبدالرشید له قطر څخه د بیرته راګرځیدو پرمهال د ۲۰۱۴ ز. کال د اکټوبر میاشت کې په بحرین کې د امریکایانو له خوا ونیول شول، کابل ته راوستل شول، افغان حکومت ته وسپارل شول، او په ۲۸ اګست ۲۰۱۶ داسي خبرونه خپاره شول چې پر انس حقاني  ابتدایه محکمې د اعدام حکم کړی دی.

انس حقاني د نیولو پرمهال ویل کیږي ۱۸  کلن زده کوونکی وو، دا ډول حافظ عبدالرشید هم  د یو عام وګړي ژوند درلود، ویل کیږي چې ښکاره ثبوت نشته چې دا کسان نظامي کسان دي، د بحرین په هوایې ډګر کې تش لاس نیول شوې، اوس د خپل ورور سراج الدین حقاني په غچ کې پر انس حقاني د اعدام حکم شوی.

سراج الدین حقاني د مولوي جلال الدین حقاني زوی دی، چې د دولت ضد جګړو باندي بوخت دی، ویل کیږي چې ډیری دولت ضد پيچلي عملیات دده کسان کوي.

د روان کال د مئ میاشت کې ۶ تنه طالب بندیان اعدام شول، ویل کیږي چې د شمال ټلوالي (د احمدشاه مسعود لارویانو) لخوا فشار وو چې دوه نور کسان انس حقاني او حافظ عبدالرشید هم باید اعدام شي.

جالبه داده چې د ګوانتانامو زندان څخه چې حاجي محمد نبي عمري چې تر لسو ډیرکلونه یې پکې تیرکړل، راخوشی شو، هلته پري د اعدام حکم ونه شو، انس حقاني چې دده پوښتنې ته ورغلي وو، په خلیجې هیواد کې ونیول شول او پر هغه د اعدام غوښتنه کیږي، دابتدایه محکمې د اعدام حکم ویل کیږي د شمال ټلوالې (د احمدشاه مسعود د ملګرو) د فشار نتیجه به وي.

په لیري پرتو سيمو کې د یوې کورنۍ داسي غړي هم شته چې یو ورور یې له طالبانو سره او بل ورور یې په اردو او یا پولیسو کې وي، دا ډول د کورنۍ یو غړی له حکومت سره کار کوي، خو د کورنۍ نور غړې یې په اطرافو کې هستوګن وي، که د یو او بل په ګناه خلک نیول کیږي، نو بیا د اربکیانو قانون سم دي، صحرايې محاکمو ته دي حکومت جواز ورکړي، قانون او محاکمو کې د اصلاحاتو اړوند پروسه دي ودروي.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

4 تبصرې

  1. محمد نعیم سادات

    مطمعین صاحب د جلالدین حقانی د زوی او د نوموړی د کورنی په باره کی پریکړی د شمالی ټلوالی او حتی د اشرف غنی له صلاحیتونو پورته خبری دی . په افغانستان کی دا ‌‌‌‌‌‌ډول او ورته مهمی پریکړی چی ستراتیژیک خاصیت ولری د یوی خاصی کړی چی ددوی په نظر دوی د افغانستان د تاریخ د مسیر تعینونکی دی لخوا کیږی . دا کړی له ‌‌‌‌‌‌ډیر پخوا څخه په افغانستان کی موجودی دی او د افغانستان په ټولو تحولاتو کی نوموړو کړیو همیشه تعینونکی رول لوبولی . زما مطلب دادی همعغه کسانو چی احمدشاه مسعود وواژه نن همعغه کسان غواړی چی د جلاالدین حقانی زوی هم اعدام. کړی

  2. بس الله دی زمونګ په حا ل عیبی رحم وکړی. اخر څومره یتیمان ، څومره کو ڼډی، څومره ځوړول، څومره الوزول. څومره ورانول. څومره بمبارول. څومره بندی کول. څومره وزل……………………….یا الله نور مو توبه قبوله کړی. نور مونګ ته دمینی خوند راوڅکه . نور مونګ دورورلی په خوند پوه کړی. نور مونګ دعبا دت په خوند پوه کړه. نور مونګ داختر په خوند پوه کړه. یو موپه ګیره وژنی بل مو تعلیم، یو مو مسجد شهیده وی بل مو مکتب ورانوی. یو مو ملا شهید کوی بل مو انجنر، یو طا لب وژنی بل مو متعلم. یو مدرسه دنفرت ځای معرفی کوی بل مکتب. کا ش چی یو کاڼی وی چی اوښکو ډکی سترګی دخپل خورکی می داختر په ورځ نه لیدلی. کا ش چی لیونی وی چی په عم او ښا دی نه پوهیدی. اخر څومره مړی خښ کړم څومره یتیمانو اوښکی پاکی کړم. څومره کوڼدو په سر دحیا څا در وعواړم . څومره دروازوته په اختر کی عوژ وینسم. کاش کی عت کانی دعر وی
    چی خبر نه په اختر نه په محشروی
    چی په حنګ کی نه خنداوی نه ژاړه وی
    نه دکوڼدو یتیمانو کوم عو عا وی

  3. پیرمحمد

    الله ج دی له دواړو سره خپله معامله وکړی دافغانستان تباهی او بربادی دوی شروع کړی ده او اوس هیڅ پای ته نه رسیږی

  4. زه هم د سادات صاحب ارزونه تاییدوم ، مګر دا چه دا د ع او غ کار نه دی او یا د هغوی له کچی پورته دی ، زما په اند:
    په دی کی شک نشته ، هغوی هغه د ګاړی د اسپ په شان څه چه ورته ویل کیږی هغه کوی یعنی حلقه په ګوش غلامان دی ، مګر د دا ډول کړنو عقیده او علاقه هم لری که یی نه لری دغه خرو ته یی دغه پوستونه کله ورکول ، حتی زه فکر کوم چه که انګریزان وغواړی چه دا ډول خلک وژغوری دوی به هڅه لری چه د ژغورلو مخه یی ونیسی لکه د سولی په اړه د دوی دریز همدا دی .
    د دوی خیر په بی خیرۍ کی دی، د افغانستان اهل او اصلی واکداران نشته ، لیری شوی ځکه دوی چارواکی او بیلونران جوړ شول که هغوی راځی دوی به کله چارواکی وی په خلع سلاح سربیره به مفلسین هم جوړ شی ، نو د دی د پاره چه هم چوکی او هم ډالر ولری دغه ډول خلک باید له مخی لیری کړی ، نو خپلو بادارانو ته به د دوی سپارښتونه هم دا وی چه دوی له مخه لیری کړی حتی که اشغالګرو ته د د دوی لیری کول په لویه بیه هم تمام شی دوی ته مهمه نه ده .