نظــر

بین الافغاني سوله؛ بېلابېل دریځونه او د امریکا نا څرګند محور!!

واقعیت خو دا دی، چې تر هر څه وړاندې  ټول انسانيت  او په تېره بیا د افغانستان کړیدلی ملت تل پاتې سولې او روغې  ته کلکه  اړتیا لري، له کومه ځایه چې د افغانستان په جګړه  کې کورني ښکیل اړخونه بهرنی ملاتړ او امتداد لري، او بېلابېل اړخونه د بېلابېلو موخه د تحقق لپاره د افغانستان په جګړه کې ښکیل دي،  له دې کبله په افغانستان کې د تل پاتې سولې په  ټینګښت او نه ټینګښت کې هم بېلابېل اړخونه خپل اغیز او موخې لري، که ځینې اړخونه د مشخصو موخو د تحقق لپاره په مشخص وخت کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره چمتو کېږي، بیا نورو اړخونه د مشخصو موخو د نه تحقق په علت د سولې د پروسې پر خلاف تحرکات په لاره اچوي.

او دا هم حقیقت دی،  چې تل د کشالو هوارول او کړکیچونو ته د پای ټکی اېښودل د خبرو او سوله ييز تفاهم له لارې شوني شوي دي، کې چېرې د جګړې  او زور له لارې کوم کړکیچ یا کشاله د لنډمهال لپاره پورته شوې هم وي، خو بيا د زور او جګړې د تداوم د اسبابو او مبرراتو په پورته کېدو سره بيا را ژوندۍ او تازه شوې ده، خو برعکس د خبرو او تفاهم  او د قناعت او باور په رامنځ ته کېدو سره چې عموما د خبرو له لارې تحقق مومي زيږنده سوله او روغه تل پاتې او پايداره وي.په جګړه کې اخته لوری هغه مهال خبرو ته چمتو کېږي، چې د جګړې له لارې يې خپل ټول وس او توان په کار اچولی وي او خپل هدف ته د رسېدو په موخه نا هيلي شوي وي، او يا هم د جګړې پايلې داسې ورته وبريښي چې هرو مرو خپله ماته پکې و ويني.

هغه څه چې د سولې د ټینګښت په اړه نه یوازې په اسلام بلکې د ټول بشري تاریخ په لړ کې مشهور او منل شوي دي، هغه د ښکیل طرفینو تر منځ د درېیمګړي هڅې او په پای کې پریکړې دي، چې سولې ته لاره هوارولي شي، کوم چې د افغانستان د سولې په بهیر کې  په پام کې نه دي نیول شوي، ډېری سیستمداران او کارپوهان په دې اند دي، چې د افغانستان د سولې د عالي شوری په تشکیل کې له اساسه ښکیل شخصیتونه عضویت لري، او ښکیل اړخونه نه شي توانېدلی تر څو په خپل منځ کې د سولې پروسه مخ پروړاندې یوسي. له دې ځایه په افغانستان کې د سولې اړوند د تېرو څو کالونو هڅې بې ځایه بولي او د سولې د نه تحقق د لاملونو څخه دا یو اساسي لامل ګڼي.

که د افغانستان د جګړې وروستۍ لسيزه ـ چې ځينې کړۍ يې له دې لحاظه څه نا څه  متفاوته پيژني، چې ګواکي د ټول ټاکنو په پايله کې يو منتخب حکومت پکې رامنځ ته شوی دی، اساسي قانون د قانوني پړاونو په تېرولو سره نافذ شوی دی، د ډيموکراسۍ له اصولو سره سم د حکومتدارۍ يو سيستم را منځ ته شوی دی ـ  د افغانستان د جګړې برخه او یو پړاو یې نه ګڼي، خو ډېر سیاستپوهان او شنونکي یې د افغانستان د ډېرش کلنې جګړې د ځنځير هغه کړۍ بولي، چې د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو اړخونو تر منځ یې لړۍ لا تر اوسه روانه ده، که څه هم چې کله نا کله د یادې جګړې په ډګر کې لوبغاړي دنوم او څېرې په بدلېدو بدل شوي دي، خو اساسي لوبغاړيو بيا تر پایه افغانستا ن د خپلو حسابونو د تصفیې لپاره دجګړې هغه ډګر ګرځولی، چې د افغانستان ټوله مادي او معنوي شتمني یې پکې له منځه تللې.

امریکا چې له پيله د افغانستان په جګړه کې يو اساسي لوبغاړی دی، په دې ګمان یې د افغانستان ګرداب ته راودانګل چې ګواکې نور په افغانستان کې هغه لوبغاړي د تل لپاره مات شوی دي او په افغانستان کې به د امريکا د نظامي حضور پر وړاندې د سنګر نيولو هوډ او طاقت و نه لري، خو امريکا په افغانستان کې په ظاهره  د ماتې خوړلو سيالانو امتداد او باطني شتون نه ؤ درک کړی، په هر توګه د جګړې پايله هغه لور ته په حرکت کې شوه چې امريکا او ملګرو  ته يې اندېښنې راوپارولې او هغه انځور یې تر سترګو کېږي کوم چې د تاریخ په پاڼو کې د انګلستان او روسیې په هکله ثبت دی او امریکا نه غواړي تر څو د امپراتوریو په دغه هديره (افغانستان ) کې یې هیبت او شوکت  تر خاورو  لاندې شي، نو ځکه د خپلې اړتیا له مخې په دې لټه کې ده،  ترڅو د نوموړي اندېښمن حالت څخه د وتلو لپاره لارې چارې پیدا او په کار واچوي.

خو دا وتل باید د امریکا له مصلحتونو او موخو سره سم تر سره شی، او تر ډېره برېده یې خپلې استعماري موخې خوندي وي، له دې ځایه موږ و ینو چې کله نا کله د سولې د پروسې په لړ کې نا څرګند او مبهم غبرګون ښي، د مثال په ټوګه کوم مهال چې د امریکا په سلا د افغانستان د دولت خبرې له وسله والو مخالفینو سره د سولې اړوند تودې شوې، هغه عناصر چې په دې اړه موثر وو د صحنې څخه ګوښه کړل شول، لکه  په پاکستان کې د طالبانو د ځینو مشرانو زنداني کېدل ، چې د سولې پروسه یې د یوې اوږدې مودې لپاره په ټپه ودروله.

که یوه لوری ته په افغانستان کې ښکیل د امریکا ملګري اوروپایی هېوادونه  او په سر کې یې انګلستان  غواړي، چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي، او بل لور ته  د افغانستان اوسنۍ واکمنه اداره د هغو قوانیو او اصولو په اساس په افغانستان کې واک ته رسېدلې ده، چې په واک کې د بیا ځل لپاره د نوموړو قوانینو او اصولو سره سم د پاتېکېدو هیڅ ډول چانس نه لري، اساسي قانون او د ډیموکراسۍ اصول اوسنۍ وا کمنۍ ته په واک کې د پاتېکېدو چانس نه ورکوي، خو یو شمېر محللین په دې اند دي، چې اوسنۍ اداره یو چانس د ځان لپاره د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې ویني او هغه دا چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې په پروسه کې وړاندې ولاړ شي، له کومه ځایه چې د وسله والو مخالفینو تر ټولو لویه او بنسټیزه غوښتنه د سولې لپاره د افغانستان په اساسي قانون کې د تعدیل غوښتنه ده، څرنګه چې د پاریس په ناسته کې هم پرې ټینګار وشو، نو کېداشي لدغې لارې اوسنۍ اداره په واک د پاتېکېدو لپاره د ځان لپاره ځاي پیدا کړي، او اساسي قانون کې د مخالفینو د غوښتنې پر بنسټ داسې تعدیلونه را منځ ته کړي، چې دوی هم د افغانستان د سیاسي اقتدار یوه برخه وي، نو ځکه په اړه یې هلې ځلې ګړندۍ شوې دي او زیار باسي تر څو د دولت د مخالفینو سره د سولې پروسه ریښتنې کړي، له یاد شوې فرضیې څخه جوتېږي، چې د افغانستان د اوسنۍ سیاسي ادارې ذهنیت په افغانستان کې دسولې د  راتلو لپاره تر ډیره بریده چمتو شوی دی.

نو  په دې موخه  د انګلستان او د افغانستان د واکمنې ادارې هڅه دا ده، چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او دوی خپلو موخو ته لاس رسی پیدا کړي.

خو بل لوری ته بیا امریکا نه غواړي، چې نوموړي هېوادونه په خپله اراده د افغانستان د سیاسي برخلیک په اړه تر امریکا پرته ځانګړې پریکړې ولري. ځکه چې اوس مهال د سولې ټینګښت کېدای شي د امریکا د امنیتي تړون کوم چې د افغانستان سره یې لاسلیک کوي په زیان تمام شي، له دې ځایه ډېر محللین په دې اند دي چې  اوس مهال امریکا په افغانستان د سولې ټینګښت ته لیواله نه ده.

کوم تحرکات چې د انګلستان په مرسته  او د امریکا په سلا د افغانستان دولت د سولې لپاره به لاره اچوي، هر مهال چې نوموړي تحرکات جدي او پریکنده شي، په داسې حال کې چې د امریکا مصلحتونه پکې خوندي شوي نه  وي ، امریکا یې په یو ډول نه یو ډول د ځنډولو هڅه کوي، چې کېدای شي د پاکستاني طالبانو د مشر وژل هم په همدې موخه تر سره شوي وي، څرنګه چې تر دې وړاندې د طالبانو مشران زنداني شول.

بېلابېل دریځونه:

بل لور ته د افغانستان د دولت سیاسي مخالفین (اپوزیسیون) تر دې فشار لاندې دي، چې که چېرې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفین د حکومت او بهرنیو سره د کوم تفاهم او جوړ جاړي په پایله کې د افغانستان په سیاسي برخلیک کې شریک شي په دوی باندې به د افغانستان په دولت کې د نفوذ کړۍ تنګه او او اقتصادي ګټې به یې په خطر کې ولویږي د نوموړو سیاسي مخالفینو ( اپوزیسیون) لویه برخه هغه سیاسي ډلې او تنظیمونه تشکیلوي، چې تر دې وړاندې یې د دولت د وسله والو مخالفینو سره د اقتدار پر سر  ترخه او اوږده جګړه  تېره کړې ده او د افغانستان په سیاسي کشاله کې طرف پاتې شوي دي، خو د نړیوالو اشغالګرو ځواکونو او د اوسنۍ سیاسي ادارې سره د ځینو معاملواو جوړښتونو له مخې د افغانستان په سیاسي برخلیک کې مطرح او لدې لارې یې د افغانستان په اقتصادي ډګر کې لویې لویې پانګې او شتمنۍ تر لاسه کړې دي، سره لدې چې په ښکاره خو ځان د دولت سیاسي مخالفین ښي خو په حقیقت کې په دولت کې یې د نفوذ کړۍ ډېره پراخه ده   

د دولت سیاسي مخالفین له یوې خوا په دولت کې د وسله والو مخالفینوګډون نه شي زغملای او د وسله والو مخالفینو په راتګ سره په حکومت کې خپله د نفوذ کړۍ تنګه او په هېواد کې خپل اقتصادي فعالیتونه او شتمنۍ له ګواښ سره مخ بولي. خو له بلې خوا د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې ځان د  دولت د مخالفینو سره د بلې جګړې لپاره د دې لپاره اړ نه بولي، چې نوموړو ډلو په تېرو لسو کلونو کې داسې بې شمېره شتمنۍ  او ثروتونه پیدا کړې چې تر دې وړاندې یې په خوب کې هم نه و لېدلي، د افغانستان د اقتصادي بازار لویه برخه یې په لاس کې لوېدلې ده او په نړیواله کچه یې سوداګریزې کړنې د پراخیدا په حال کې دي،د یاد شو شتمنیو او ثروتونو د خوندیتوب په لاره کې کېدای شي، د سولې د ټینګښت لپاره تر یوه بریده چمتو وي.

 همدا راز د افغانستان وسله وال مخالفین د ۲۰۱۴ کال په راسیدو سره خپلې وسله والې مبارزې ته د ادامې او استمرار مبرر او دلیل له لاسه ورکوي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان ملت او ځینې بهرنیو کړیو ته د وسله وال مقاومت د جاري ساتلو قناعت او باور نه شي ورکولای او له دې ځایه کیدای شي د سولې د پروسې په تحقق په اړه ورته څه ناڅه فکر او باور پیدا شوی وي چې د پاریس په خبرو اترو کې یې ګډون او بيا په قطر کې د خبرو لپاره د دفتر پرانيستل هم په همدغه محور کې ر اڅرخېږي .

  ګاونډي هېوادونه هم خپلې ګټې د ۲۰۱۴ کال په رارسیدو سره په افغانستان کې د ګواښ سره مخ او د لاسوهنې لپاره خپل لاملونه او دلایل نه شي موندلي او د لاسوهنې لپاره په افغانستان کې د خپلو اهداف لپاره داسې کړۍ نه شي موندلی چې په دې باور او اعتماد یې د افغانستان د ملت پر خلاف راوپاروي او د حکومت په ضد وسله په لاس کې ورکړي او د افغانستان د ملي امنیت د اخلال لپاره ترې کار واخلي، نوموړي هېوادونه هم زیار باسي تر څو د سولې د پروسې له لارې په افغانستان کې او په نړیواله کچه خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، د دیورند کشاله، د افغانستان په اقتصادي پراختیا او طبیعي زیرمو کې ونډه، د بهرنیو ځواکونو لپاره د وتلو ډاډمنه لار او داسي نور پاینټونه او فکټورونه د امتیازاتو په توګه مطرح کړي، نو د دغو هېوادونو په هکله هم ولای شو چې کېدای شي په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.

پاتې شوه د افغانستان د مظلوم او کړیدلي ملت خبره او اندیښنه ، هغه خو له یوه اوږدې مودې راپدېخوا په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو سیاسي ځواکونو په بل شوي اور کې سوځي اوسولې او په هېواد کې هر اړخيز امنیت ته سترګې په لاره دی او د نړۍ لوی او ځواکمن پادشاه ته یې د عجز  او بې وسۍ په حالت کې د دعا لاسونه پورته او دعا کوي تر څو په افغانستان کې د اسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې د یوې تل پاتې سولې شرایط رامنځ کړي او د خپل بې دریغه فضل، احسان او مرحمت  په پایله کې یې دا لوی ارمان پلی کړي. 

پای  

عبدالرحمن فرقانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x