dr-najeeb

آیا نجیب پېژنئ؟ ( ۱۰ )

په تیر په سې: نجیب به چې هر څومره په خاد، او وروسته له هغه، د لاسپوڅي حکومت د تش په نامه ولسمشر په توګه په خپلو مرداریو کې مخ پر وړاندې تلو، په همغه کچه به یې مېرمنې بدکاریو ته زیاته مخه کوله! کله چې نجیب د خپلواکۍ او مجاهدینو پر ضد او په افغانستان کې د شوروي د ګټو د خوندیتوب لپاره دعملیاتو د نقشې په طرح کولو بوخت و، ښځه یې له اشرف سره چې په (  الن دولن مشهور و )  او له نورو کسانو سره د اسحاق توخي په کور کې چې په خاد کې د نجیب د لومړۍ درجې جنایتونو معاون و،

د هغه د مېرمنې لیلی په واسطه چې د فتانې راز داره او خدمتګاره وه، خلوت کولو، او په بشپړه توګه به د ټولو معیارونو او اخلاقي بنسټونو پر خلاف کړنو مرتکبه کېدله!
  نجیب چې د شرافت، حیثیت او اخلاقي اعتبار په اړه خبرې کوي د خپل کشر ورور احمدزي له هغو بې ناموسیو څخه چې مرتکب شوی یې دی! ښه خبر دی! احمدزي د میر اکبر خیبر معصومې لورته دوکه ور کړه! د هغې کیسه داسې ده: میر اکبر له پیله له نجیب سره ښې اړیکې لرلې، خو کله چې نجیب له فتانې ساقي سره واده وکړ، خیبر پر نجیب سختې نیوکې وکړې، او له ځانه یې ورټلو! نجیب د خپلو فجایعو د پټولو لپاره د ببرک کارمل تر څنګ چې د خیبر رقیب و، ودرېد! نجیب د خیبر د مرګ لپاره له کارمل او کي جي بي سره په ګډه د هغه د ترور پلان جوړ کړ! او له منځه یې یووړ! په کابل کې د روسيې سفارت سکرتر اوبلوف د خیبر د وژلو پر مهال د وژل کېدو له ځای سره نېږدې دوه ځله لیدل شوی دی!

  مګر له دې سره سره د خیبر وژلو د نجیب د غچ اور مړ نشوای کړی! د خیبر د کورنۍ پر ضد د نجیب له کینې، حسد او بغض څخه ډک دماغ ځوښېدلو!  نوموړی د هغه په لور پسې راووت! پلوشه د خیبر ښکلې، بااستعداده او معصومه لور یې چې یوازې شپاړس کاله عمر یې درلود، دتحصیلاتو لپاره مسکو ته ولېږله!  هلته د نوموړې د ښه ذکاوت او لوړې وړتیا له وجې څو افغاني ځوانانو له هغې سره د واده کولو هیله لرله، مګر احمدزي لکه لیوه د دغه نجلۍ په ژوند لوبې کولې! کله چې نوموړی د دوبي په رخصتیو کې کابل ته راغی، له نجیب سره یې مشوره وکړه چې غواړي د خیبر له لور سره واده وکړي!

  ددې خبر په اورېدو سره د نجیب سترګې رډې رډې راووتې! په داسې حال کې چې د سخت قهر او غوسې له وجې لړزېدو: ورور ته یې وویل: ( ته دومره پست شوې چې غواړې د خیبر له لور سره واد ه وکړې؟ پوهېږې! آینده دې خرابېږي! مونږ باید له دې کورنۍ څخه غچ واخلو ) د احمدزي سترګې د نجیب ځواک ړندې کړې! نوموړي خپل ځان پست توب ته ور کړ، او د خیبر له لور سره له واده کولو منصرف شو!  د خیبر مېرمن چې یوه عاجزه او بېچاره ښځه وه، نجیب او د نجیب ظالمې مورته راغله، عذر یې ورته وکړ چې د لور حیثیت یې دې نه داغداره کوي! مګر دغو ظالمانو دهغې چېغو ته غوږ ونه نیو! د خیبر لور خپل اعصاب له لاسه ور کړل، له تحصیل نه پاتې شوه! او مور یې هم د غم له لاسه روح وسپارله! نجلۍ نن ورځ لیونۍ شوې ده، مګر احمدزی چې د دیرشو کلونو په عمر به وي، لوړ قد، نازک اندام، تور بریتونه او ویښتان، سپین پوست او ښکلې پزه لري خپل عیش ته ادامه ور کوي! د میر اکبر مېرمن د سلیمان لایق خور وه، او سلیمان لایق د سر په سترګو ولیدل چې نجیب او احمدزي څه ډول د هغه د معصومې او یتیمې خورځې په ژوند لوبې وکړې! او نجیب څه ډول د خپل حزبي ملګري، رهبر او د خپلې فلسفې د استاذ د کورنۍ د تباهۍ او بربادۍ سبب وګرځېد! او د هغه په حق کې یې یو کوچنی ترحم هم ونه کړ!
 لایق د خپل مسخه شوي وجدان له مخې چوپتیا غوره کړه! خپل حزبي دریځ ته یې لوړوالی ور وبښلو! دنجیب تر څنګ ودرېد!  خو نجیب بیا هم یو نوی مکر په کار واچولو! نوموړي د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره د خیبر د مېرمنې جنازه په هدیره کې زما د پلار تر څنګ ښخه کړه! تر څو ثابته کړي چې د خیبر او کورنۍ په وړاندې یې کوم خیانت نه دی کړی! د نجیب دغه سیاست د نوموړي له هغه وضعیت سره ورته والی لري چې نن ورځ دخپل کمونیستي وجدان د پټولو لپاره د تلویزیون د کامرو په وړاندې د خلکو د لا تېر ایستلو  لپاره په بشپړه پستۍ او چالاکۍ سره د قرآن کریم مبارک آیتونه او نبوي احادیث وايي!

نجیب له خپل هر عمل څخه سیاسي ګټه پورته کوي، د خیبر د لور په مقابل کې نجیب له خپل غیر انساني عمل څخه دوه موخې درلودې: یوه له خیبر نه غچ اخیستل! ځکه چې خیبر به همېشه د هغه د ښځې له فاسدو اخلاقو، او خپله د نجیب له شرمېدلو سوابقو څخه خبرې کولې! دوهمه دا چې نجیب هېڅکله نه غوښتل په کورنۍ کې یې دې څوک ښایسته، تحصیل یافته، هوښیاره او باشخصیته ښځه ولري، ځکه چې خپله له دې لوري له سخت کمبود سره مخ و، اوتل به ځورېدلو! احمدزي څه ډول کولی شوای داسې ښځه وکړي چې دنجیب عقدې زیاتې کړې!

 احمدزي بیا د نجیب په ملاتړ او تشویق د نسرین په نامه له یوې بلې نجلۍ سره عشقبازي پیل کړه! نوموړې غرېبه چې له احمدزي نه د څو میاشتو حامله وه، خوشې یې کړه! نوموړې ته د جنین د سقط له وجې سخته خونریزي پیدا شوه! تر دې چې مجبورا یې اضافي وینه ورکړه، له دې سره یې یو په یو د وینې سپین کرویات زیات شول!  او ناروغه شوه! له تحصیل نه پاتې شوه! په دې توګه د احمدزي د رذیلانه هوسبازیو قرباني شوه!

  نجیب د احمدزي له دې ټولو بد اخلاقیو څخه خبر و! احمدزي د خپل مشر ورور د قدرت تر سیوري لاندې اخلاقي مرداریو ته ادامه ور کوله! نجیب نه یوازې دا چې د نوموړي مخه یې نه نیوله، بلکې تشویقولو یې! یو کشر ورور به له خپل مشر ورور نه چې رذیل وي او دی رذالت ته تشویقوي څه زده کړي؟  احمدزي ډېرې نجونې یوه په بله پسې د خپلو شهوتبازیو ښکار کولې! له نسرین نه وروسته یې له یوې بلې نجلۍ سره چې ناجیه نومېده همدغه ډول پلیت توب پیل کړ! مګر هغه بیا له خپلې کورنۍ سره له افغانستان څخه وتښتېده! خو احمدزي بیا هم د نجیب د تشویق او ملاتړ په مټ له یوې بلې نجلۍ سره چې توره ماري نومېده نامشروع اړیکې ټینګې کړې!

  نجیب به له واده کولو مخکې د ښو، پاکو او هوښیارو نجونو په اړه خبرې کولې! نجابت او شرافت یې د ښځې لپاره اړین بلل! نوموړي په دې اړه دومره ټینګار کولو چې آن وړه خور مې ( کوکۍ ) یې له ښوونځي نه وایسته! تر څو د ښوونځي په چاپیریال کې یې پښه ښویه نه شي!!! خو له فتانې سره له واده کولو وروسته چې یوه بدکاره! شرابۍ، قمار بازه! او  له یوې بدنامې کورنۍ څخه وه! نجابت او شرافت نجیب ته مطرح نه وو! نوموړی د هغه جزايي شوي کس په څېر و چې غوښتل یې د کورنۍ ټول غړي په همدې غم اخته شي! تر څو له کورنۍ څخه یې څوک ده ته د انتقاد ګوته و نه نیسي! نجیب پوهېدلو چې فتانه یې په وړو وروڼو څومره اغېز کولی شي!  له همدې کبله نوموړي احمدزی، روشان چې واړه وروڼه یې وو، له کوکۍ سره چې کوچنۍ خور یې وه د فتانې ساقي تر روزنې لاندې کړل!

   دا چې احمدزی یو نازک او خوش رنګه هلک و، فتانې به همېشه له نوموړي څخه! یعني د خپل خاوند له ورور څخه جنسي استفاده کوله!! دغه نامحرم اخلاق چې په هېڅ بشري ټولنه کې د منلو وړ نه دي، زمونږ د کورنۍ په نورو غړیو یې داسې منفي اغېز وکړ! چې د جیلاني کورنۍ، دغه د پکتیا بې سواده، نوې رسېدلې کورنۍ ( د نجیب کورنۍ ) د اخلاقي انحرافاتو تر سرحده و ښویوله!

 په کوکۍ باندې د فتانې اغېز ډېره د شرم خبره ده! فتانې ساقي کوکۍ بې عفتۍ او اخلاقۍ فساد ته سوق کړه! تر دې چې نړۍ ته د نامشروع ( غورځنګ ) د راوړلو لامل و ګرځېده! نجیب ښه پوهېدو چې ( غورځنګ ) د چا زوی دی! مګر ددې لپاره چې خبره رسوايۍ ته ونه رسېږي! نوموړې یې په بېړه نورانشاه سنګر ته واده کړه! او د کوکۍ دغه بې غیرته او بې ننګه خاوند ته یې د جنرالۍ رتبه ورکړه! او د هغه د وضعیت د تلافۍ لپاره یې نوموړی د یوه کال لپاره شوروي ته د خاد او کي جي بي په برخه کې د لوړو نظامي کورسونو د ویلو په نامه واستولو! له راتګ نه وروسته یې د لا زیاتو اختیاراتو په ور کولو سره نوموړی د خاد د ۱۲ ریاست د رئیس په توګه چې د جمهوري ماڼۍ د ګارد د فرقې څارنه یې کوله وګومارلو! نوموړی نه آبرو لري او نه شهامت! خو دا چې غلام مشربه او لنډغر دی نجیب غواړي نوموړی په خپل څنګ کې وساتي! مېرمن یې کوکۍ له سکینه زیار سره یو ځای په شپو شپو د فتانې په پله په بدکاریو لاس پورې کوي! او ویاړي هم!  مهمه دا ده چې نجیب د کمونیزم له مطالعې سره یو ځای کمونیستي ملحد اخلاق زده کړل! دا چې له کوچینوالي لایبالي و، روسي اخلاق یې په زړه ډېر ښه پرېوتل!! کمونیستي او روسي اخلاق له اسلامي، افغاني او ملي معیارونو سره ډېر توپیر لري. نجیب د روس له کمونیزم سره، او د روس کمونیزم له نجیب سره د همدې بنسټ له مخې زر بې طلاقه واده وکړ! ځکه خبیث له خبیث سره ښه لګېږي!  که دا خبره نه وای! کوم افغان خاوند به دا منلې وای چې مېرمن یې دې له یوه روسي مشاور نه لور ولري!  کوم ولسمشر یا کوم رهبر تر دې اندازې پریوتی دی چې ښځه یې له یوه روسي مشاور سره همبستره شي! او له هغه نه د اولاد څښتنه شي! او دی هغه په ویاړ سره ومني!!! د ملي مصالحې ښاغلی رهبر نجیب! نشي کولی چې خپله ښځه او خپله کورنۍ په سمه توګه رهبري  او تنظیم کړي! نو څه رنګه به وکولی شي چې د یو ملت رهبري په غاړه واخلي! نجیب نه یوازې خپل ناپوهه او فرصت طلبه خور او ورور د نه جبرانېدونکې پستۍ تر سرحده ورسول! او پلار یې سوء استفادې ته کش کړ، بلکې د اکا زوی یې نور الله، او دعمه زوی یې هاشم پکتیانی هم تشویق کړل تر څو له داسې ښځو سره نکاح وکړي چې د فتانې هم لباسه وي!

د اکا زوی مې نور الله د هرات نندارې څخه یوه نڅاګره چې ( افتخار ) نومېده  خپله مېرمن کړه!  نوموړې له خپلې مشرې خور ( عصمت ) سره په هرات ښار کې د هرات نندارې په صحنو کې دنڅاګرۍ همېشنۍ دنده لرله! او د هرات د مشهورو بدکارو ښځو له ډلې څخه وه! عصمت چې بدرنګه او نارینه ډوله وه! د انقلابي شورا د رئیس کارمل د معاون جنرال ګل آغا معشوقه وه! نجیب دغه بې سواده ښځه د وړکتونونو د ریاست معاونه وټاکله! نوموړې د وړکتون د ماشومانو له شېدو، جامو او خوراکي موادو څخه ډېرې سوء استفادې وکړې! هغه به یې د پلورلو لپاره بازار ته وړل! افتخار له خپلې بدرنګۍ سره د فتانې د نوکرې او رازدارې په توګه کار کولو! فتانې به د دا ډول بد کاره ښځو له شتون څخه ګټه پورته کوله! نوموړې نه غوښتل چې نجیب په یوه علمي، فرهنګي او سیاسي چاپیریال کې له پوهو او با شخصیته ښځو سره اړیکې ولري! تر څو د ددې کمیانې تر دې زیاتې را څرګندې نه شي! فتانې د ځان شاوخوا او د نجیب د کورنۍ شاوخوا داسې بدرنګه او بې سویې ښځې یوازې د همدې موخې لپاره را ټولې کړې وې! نجیب په فساد او بدکارۍ کې د خپلې کورنۍ لپاره یو ماډل! یوه بېلګه ګرځېدلی و! چې ځوانانو به د هغه پیروي کوله!

د عمه زوی مې هاشم پکتیاني له نجیب سره د نږدې اړیکو پر بنسټ چې له ماشومتوبه یې د بداخلاقیو شریک و، د واده کولو پر مهال د بیزو په څېر د نجیب تقلید وکړ!  نوموړي خپله لومړنۍ مېرمن چې ښه پاک لمنه ښځه او داکا له کورنۍ څخه یې وه، پرېښوده، دوهمه ښځه یې د بدکاره او بېکاره سابقې لرونکو ښځو له ډلې څخه چې په راډیو افغانستان کې یې کار کولو په نکاح کړه! په دې توګه نوموړي نجیب ته ثابته کړه چې په بې غیرتۍ او ټيټ همېتۍ کې له ده څخه څه کم نه دی! نجیب نه یوازې دا چې زمونږ د کورنۍ سړیو ته بدکاره ښځې را مخکې کولې! بلکې آن خپلو باډیګاردانو ته یې سپارښتنه کوله چې له دا ډول ښځو سره واده وکړي! مسعوده جلال د ډاکتر کمال سید طلاقه شوې مېرمن، چې د فتانې د اکا لور کېده، او فتانه به ډېری وخت د هغې په کور کې له فاسدو نارینه وو  لکه مجید، افغان، مجید منصوري، عبد الله اعتمادي، د ملکیار د کورنۍ ځوانانو او د آذر خیاط زوی عبد الله سره بدکارۍ تر سره کولې! نجیب خپل باډي ګارد ( جپسر ) ته له نوموړې سره د واده کولو وظیفه سپارلې وه، ځکه چې له نوموړې سره واده ته څوک نه حاضرېدل! جپسر له هزاره ګانو څخه دی، دلاس په نښه کې فوق العاده مهارت لري!  نجیب به په دې اړه داسې ویل: ( زه د مسعودې په وړاندې همیشه د مسولیت احساس کوم! باید له هر لوري حتی له جنسي اړخه هم له نوموړې سره مرسته وکړم!! )  مسعودې چې کله خاوند درلود له خیال سندر غاړي سره یې جنسي اړیکې لرلې! له همدې کبله کمال سید نوموړې طلاقه کړه!

نوموړې ډېره بده ښځه ده، اوس نجیب د عامې روغتیا په وزارت کې پرته له کوم استحقاقه د بهرنیو اړیکو رئیسه ټاکلې ده! دا خپله په ډاګه کوي چې نجیب تر کومې کچې خپلوي پال و.

   دغه ښاغلي انقلابي، دغه د ملي پخولاینې رهبر، او دغه مفسد فی الارض د غوايي له ګډوډیو مخکې په خپلو بیانیو کې د خپلوۍ پاللو میلانونه محکومول! خو له کومې ورځې چې واک ته رسېدلی خپلوي پالل یې خپل لوړ برید ته رسولي دي! نوموړي دولتي پوستونه د حمیرا سراج او خپلې کورنۍ د بې استعداده غړیو تر منځ ویشلي دي! نجیب د خپلې عیاشۍ او ساعت تېرۍ لپاره یو کور جوړ کړی و، چې د سرحدي قبایلو د کمیسیون په نامه یادېده! کله به چې له انسان وژنې، د خاد د توطیو او دسیسو له چارو فارغ شو دلته دغه کور ته به د عیش او عشرت، رذالتونو او بدکاریو لپاره راتللو! زه او مېرمن مې له خپلو دوو ماشومانو سره په ۱۳۶۲ کال کې د یوې توطیې په ترڅ کې چې نجیب جوړه کړې وه، په دغه کور کې چې د خاد مربوط و، او په وزیر اکبرخان کې د ( ګولدن لوتس ) رستوران مخې ته یې موقعیت درلود، نظر بند شوو! او تر څارنې لاندې وو!

دنوموړي له اسرارو ډک کور مستخدمین او پیره داران زمونږ له لیدو نه په تعجب کې وو! پوښتنه یې وکړه چې که مونږ له نجیب سره خپلوي درلودی نو له دې مخکې یې ولې مونږ نه یو لیدلي او نه مو پېژني؟ ولې مونږ د هغوی دشپي په محافلو او ناستو کې په دې کور کې حضور نه دی درلودلی؟ ولې زما او دنجیب تر منځ دومره لوی توپیر دی؟
  دا کور مونږ ته هم په زړه پورې و، له بې کارۍ نه مې ددې کور په پلټلو او تحقیق پیل وکړ! او په رازونو یې پوه شوم! د نوموړي کور مستخدمین ساده او بیچاره خلک وو، چې د مجبوریت له وجې دې ځای ته را کاږل شوي وو! نوموړو له بې فرهنګه قبایلیانو او د خاد له جنایت پېشه مامورینو څخه ډېر شکایتونه لرل! له دې مستخدمینو څخه یو سپین ږیری و، چې غمجنه اونیولې څېره یې درلوده! هر وخت به مې چې هغه لیدو فکر مې کولو چې څه غم لري، خو په زړه کې یې پټوي او نه غواړي په اړه یې خبرې وکړي!

  تر دې چې آخر یې یوه ورځ د زړه غوټه پرانیستله! په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې ویې ویل: زوی مې د کارمل حکومت اردو ته بوتلو! او یوې جبهې ته یې ولېږلو! میاشتې وشوې چې له مړه او ژوندي یې خبر نه لرم! له هر چا چې پوښتنه کوم ځواب نه راکوي! ما نوموړي ته ډاډګېرنه ور کړه او له ما سره آشنا شو! نوموړي د یاد کور په اړه عجبیې کیسې کولې!!

نوموړي کور ډېرې خونې لرلې، د لامبو حوض! سونا حمام! د سپورت له میدان سره ښکلي چمنونه! د تعمیر په دننه په منځنۍ برخه کې، یو مربع شکله دهلیز و، چې ګڼې خونې ترې را تاو وې! نوموړې خونې په موري قالینو فرش وې، په هره خونه کې دکور باارزښته سامانونه ايښي وو! د دوه خونو ورونه به همېشه قلپ وو، هېچا د هغو د پرانیستلو اجازه نه لرله، کلي ګانې یې له یوه ځوان خادیست سره وي چې صلاح الدین نومېدو! خو د کور مشر خادم د بابا عبد الرحمن په نامه یو بوډا و، چې له ما سره یې آشنایي شوه! یوه ورځ مې هڅه وکړه چې دغه خونې ووینم! دا چې د خونو د ننه پردې یو څه یوې اوبلې خوا ته شوې وې، وتوانېدم چې د کړکیو له شا څخه خونې ووینم! په خونه کې یو دوه نفري د خوب کټ! د زنانه د آرایش له میز سره، چې رنګارنګ عطرونه او د آرایش سامان پرې ایښي وو تر سترګو مې شول! په تعجب کې شوم!! چې دا ټول سامان دلته د چا او څه لپاره؟ له صلاح الدین څخه مې دموضوع په اړه وپوښتل! هغه ویل دا خونه د خاد درئیس صاحب ( نجیب ) ده، او امر یې کړی چې ور یې باید هېچا ته خلاص نه شي! هغه بله خونه د ده  دمعاون ښاغلي توخي ده! کله کله نورو خونو ته قبایلي میلمانه راځي! ډاکتر نجیب او سلیمان لایق دلته راځي، او هغوی ته د نوټونو او کلدارو بنډلونه ور کوي! ما پوښتنه وکړه: د څه لپاره پیسې ور کوي؟ سپین ږیري چې کافي سواد یې نه درلود، ځواب را کړ: ددې لپاره چې طرفداري یې وکړي، نوموړي وویل: ( که ځانګړي قبایلي میلمانه نه وي، ډاکتر صاحب نجیب له حبیبه جانې سره د خصوصي کار لپاره دلته راځي! البته یوه یوه بله ښځه توخی هم راولي، خو هېڅ یوه یې د حبیبه جانې په څېر ښکلې نه ده! په ځینو ورځو کې چې کله دا کور خالي وي، د کوهستاني کورنۍ له خپلو مېرمنو سره دلته راځي، پسونه حلالوي! کبابوي یې او شراب څښي! وروسته ټول نارینه او ښځینه له ډاکتر صاحب نجیب سره په سونا حمام کې لپ لغړ لامبي… آخره زمانه شوه…)

دلته سپین ږيري، غوږونه ونیول او توبه یې و ایسته!  بیا په ځمکه پرېووت! بېرته را پورته شو! او ویې ویل: لوڅې ښځې، او لوڅ سړي… یو ځای… په یوه حمام کې… الله مو دې وساتي…) سپین ږیری به د حبیبې په اړه ډېر ږغېدو، د هغې نکل مې اورېدلی و، خو دا ځل حقیقت ته ورسېد! …

نور بیا

لیکونکی: صدیق الله راهي، د ډاکتر نجیب ورور، ژباړه: عبد الخبیر جاهد.

——-

ددې لیکني د نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

avatar
6 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیداسرار
میلمه
سیداسرار

محترمه سلامونه او احترامات وړاندی کوم او الله ج ته سوال کوم چه مونږ او تاسو ټولو ته دی الله ج د خیر توفیق راکړی . د نجیب په باره کی مو ډیر مستند او جامع معلومات خپاره کړی په دی سره به د ډیرو ګمراهانو چه په ناخبرئ سره اوس ددوی په پل روان دی نو که اوس په خپل ګریبان کی سر ښکته کړی نو وبه وائي چه مونږ لویه اشتباه کړی ده . زه درڅخه مننه کوم چه دغه او دیته ورته مهم معلومات خپروئ . خو یو عرض لرم : که ممکن وی چه د دوستم… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

د نجيب جنايات او هغه چې دې ناولي خاين ته شهيد او اتل وايي کله هم د بښلو نه دي.

هارون
میلمه
هارون

داسې مزخرفې لیکنې په تبصره نه ارزي. دا ډول لیکنې د ای اس ای د غلامانو کار دی. شهید نجیب االله یو اتل، د دښمنانو قاتل او په هېواد مین انسان وو. روح دې ښاد وي. هر څوک چې په هېواد مین او د بیت المال نه یې غلا نه وي کړې هغه اتل دی. دا به هرڅه په قیامت کي معلوم شي چې صادق او منافق څوک دی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

ملګزي هارون

فکر کوم تاسو د کمونيزم په اړه مالومات نلری
کمونستان عقيده لري چې انسان د بيزو له. ذاته دی نو که چا کمونست ته وليکل يا وويل چې د بيزو بچيه،،، هغوی نه پرې خفه کيژي.
همدارنګه کمونستانو کې د ناموس شريکول عيب نه دی، په پورته ليکنه کې چې د نجيب ګاو په اخلاقي انحطاط خبرې شوې دي يوه يې هم له کمونستي منفور سيستم سره په ټکر کې نه ده.

کمونستان په خدای ﷻ او اخرت ايمان نلري نو تاسو په کوم دليل نجيب ګاو ته هغه القاب کاروی چې هغه ناولی اصلا عقيده نه پرې لري.

مجاهد
میلمه
مجاهد

تاسی چه په الله ج ، قیامت ، دوزخ ، جهنم ، کباب او نورو عقیده او باور نه لری ستاسی دجالی شهید نجیب الله هم ددغه بی باوری له امله په سزا ورسید د مسلمان ملت له خوا د دوه میلونو قاتل او ملحد نجیب ته یی د مرګ سزا واوروله ، تاسی او ستاسی غنی بابا به د ورته برخه لیک سره مخ کیږی که په اخرت مو باور پیدا کړو بیا به هلته درته معلومه شی چه تاسی ته د مرګ سزاوی په حقه او که په ناحقه اورول شوی وی

جميل
میلمه
جميل

په مرتد نجيب پسی چی هر څومره بد وويل شی تر هغه ډير بد و .

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زموږ د هیواد د وروستۍ یوې پېړۍ د سیاسی رهبرانو د شخصیت او کړنو څیړنه یو پراخ علمی بحث ته اړتیا لری. احساسات هم ځینی وخت له کنتروله ووځی چي البته غیر طبیعی خبره نده. د نېکه یا بده مرغه په کنداریانو کی یوه خرافاتی مقوله رواج وه: ” فلانی کس تېغ بندی لری” مانا د مرمۍ ګوزار اغېز نه پر کوی البته دا ټکی می هېر دی چي آیا د تُری او خنجر د وارونو اغېز او نه اغېز هم پدې تېغ بندی کی شامل وه که نه؟ ښه دی نن سبا موږ ټول وطنداران د ترخه او خواږه… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

غ. حضرت صاب

په پورته تبصره مو اصلا یانې یوه ماشه هم پوه نه شوم،،،

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ګران غوربندی صاحب! کومه مُغلقه تبصره نده، مفهوم ئې دادی: چي نن سبا سپین سترګی کومه بیه نلری او د هر چا په جیب کی ده، په ژوندۍ سترګو ئې ورته کتل چي: اولاً یو سپین! پښتون! احمدزی! ( چي د خدای تعالی په دربار او د حقیقت په لمنه کی دا شیان هیڅ ارزښت نلری)ولاړی د پرچم غړی سو. ثانیاً د ګوندی او حزبی غولیزم د تصفئې قربانی او له هیواده وشړل شو ثالثاً بیرته د روس پر ټانک سپور راغی د خاد په زېرخانو او د مقاومت په دښتونو او غرونو کی ئې په سلهاوو زره خپل وطنداران… نور لوستل »